جمهوررئیس غني د جمهوري ریاست عالي مقام ستر سلاکار او د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې عمومي رئیس رسماً معرفي کړل

جمهوررئیس غني د جمهوري ریاست عالي مقام ستر سلاکار او د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې عمومي رئیس رسماً معرفي کړل

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني نن مازدیګر عبدالمتین بېګ د جمهوري ریاست عالي مقام د ستر سلاکار او شمیم خان کټوازی د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې د عمومي رئیس په توګه رسماً معرفي کړل.

په هغو مراسمو کې چې په همدې مناسبت په ارګ کې ترسره شول، چې په هغه کې د جمهوررئیس مرستیالانو او د ملي امنیت سلاکار هم حضور درلود، لومړی د چارو ادارې عمومي رئیس ډاکتر فضل محمود فضلي د جمهوري ریاست عالي مقام د ستر سلاکار او د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې عمومي رئیس د ټاکل کېدو په اړه جلا فرمانونه ولوستل.

وروسته د جمهوري ریاست عالي مقام ستر سلاکار عبدالمتین بېګ خبرې وکړې او له جمهوررئیس څخه یې د دې لپاره چې د ځوانانو ملاتړ کړی او پر هغوی یې باور کړی، مننه وکړه وې ویل، څو کاله د هیواد جمهوررئیس سره د کار پر مهال د هغه له ستراتېژیک لیدلوري سره بلد شوم او دا زما لپاره لوی ویاړ دی.

هغه وویل، د جمهوررئیس قوي ملاتړ د دې لامل شو چې موږ د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې د پالیسۍ په طرحه او تدوین بریالي شو.

عبدالمتین بېګ زیاته کړه، جمهوررئیس د ځوانانو لپاره تاریخي فرصتونه برابر کړي او زه د ځوان نسل په استازیتوب له هغه څخه مننه کوم.

وروسته د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې عمومي رئیس شمیم خان کټوازي خبرې وکړې او پر ځوانانو یې د جمهوررئیس د همېشني باور مننه وکړه وې ویل، هغې ادارې ته چې زه ځم ډېر کارونه ترسره شوي دي او د ترسره شویو کارونو د تداوم او پیاوړتیا لپاره به لا زیاته هڅه وکړم.

هغه زیاته کړه، د اصلاحاتو، د سیمه ییزو ظرفیتونو لوړولو، مدني ټولنو، د سیمه ییزې حکومتولۍ او ښاروند محور پیاوړتیا او په کلیو او د هیواد په لرې پرتو سیمو کې د غوره حکومتولۍ پراختیا په برخو به تمرکز وکړم.

د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې عمومي رئیس وویل، د خلکو او حکومت ترمنځ د باور حس پیاوړتیا په برخه کې به کار وکړم او د حکومت د لویو پالیسیو پر اساس به د سولې په برخه کې لازم اقدامات ترسره کړم.

وروسته جمهوررئیس غني خبرې وکړې وې ویل، عبدالمتین بېګ د پیاوړو او پراخ لیدلوري لرونکو ځوانانو څخه دی. ۸۹ ځله مې چې مختلفو ولایتونو ته سفر کړی ډېره همغږي د هغه له لوري ترسره شوې وه.

جمهوررئیس وویل، سیمه ییز ارګانونه د ټول افغانستان د وصل نقطه ده او په ولایتونو او ولسوالیو کې مثبت تغییرات راغلي او باید تعقیب او بشپړ شي.

جمهوررئیس غني همداراز له شمیم خان کټوازي څخه مننه وکړه چې د ځوان والي په توګه یې خلکو ته د خدمت په برخه کې ځان ثابت کړای شو او د خلکو ستونزو ته یې رسیدګي وکړه.

جمهوررئیس څرګنده کړه، دولتداري باید د خدمت لامل شي او په راتلونکو ورځو کې زموږ تمرکز پر دې دی، ترڅو ولسوالۍ پخپلو پښو ودرو او د افغانستان د ثبات لپاره به عملي اقدامات وکړو.

هغه په دې بیانولو سره چې د دولت رهبري به ستاسو همکار وي  ټینګار وکړ چې د دولت له پیاوړتیا پرته سوله ستونزمنه ده او اوس چې د دولت د رهبرۍ ټیم واحد دی، لا زیاته هڅه به وکړو ترڅو افغانستان له سیمه ییزو تضادونو څخه بهر کړو.

جمهوررئیس د خپلو خبرو په پای کې وویل: ځوانانو ته زما پیغام دا دی چې د لسیزو لپاره فکر وکړي او له یو بل سره یو ځای به د ملت هیلې پوره کړو.#