د بادغیس او نیمروز ولایتونو عمومي امنیتي وضعیت وارزول شو

د بادغیس او نیمروز ولایتونو عمومي امنیتي وضعیت وارزول شو

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمداشرف غني په مشرۍ د هیواد د ولایتونو د امنیتي وضعیت د ارزونو په لړ کې، نن ماښام د بادغیس او نیمروز ولایتونو عمومي امنیتي وضعیت وارزول شو.

په دې غونډه کې چې د ویډیو کنفرانس له لارې ترسره شوه او په هغه کې د ملي امنیت سلاکار ډاکتر حمدالله محب سربېره، د ۲۰۱۵ میوند او ۲۰۷ظفر قول اردوګانو قوماندانانو، د اړوندو لواګانو قوماندانانو، د بادغیس او نیمروز ولایتونو امنیه قوماندانانو او د امنیت رئیسانو هم حضور درلود، لومړی د یادو ولایتونو د عمومي امنیتي وضعیت راپور وړاندې شو.

جمهوررئیس غني د یاد راپور تر اورېدو وروسته وویل، سیمه ییزې ادارې مکلفې دي ترڅو له خلکو سره له نږدې کار وکړي او دفاعي او امنیتي برخو ته دنده وسپارل شوه چې پخپلو عملیاتو کې لا زیات دقت وکړي او خلکو ته د زیان رسولو مخنیوي په برخه کې ځانګړې پاملرنه وکړي.

همداراز جمهوررئیس اړوندو مسوولینو ته لارښوونه وکړه ترڅو د امنیتي او دفاعي ځواکونو د شهیدانو کورنیو ته د سمدستي او بشپړې رسېدنې په برخه کې له شته ټولو امکاناتو څخه استفاده وکړي.#