په هیواد کې د وروستیو انکشافاتو په اړه د افغانستان اسلامي جمهوري دولت اعلامیه

د افغانستان اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني د کابینې د نننۍ غونډې په پیل کې د بشري حقونو خپلواک کمېسیون پر کارکوونکو وحشیانه او تروریستي برید وغانده او امنیتي بنسټونو ته یې دستور ورکړ چې د دیني علماوو په څېر د بشري حقونو، مدني ټولنې فعالانو او د عدلي او قضایي بنسټونو د کارکوونکو د امنیت د تامین په موخه ځانګړي تدابیر ونیسي.

جمهوررئیس وویل: د وروستیو دوو لسیزو د ازادیو او ارزښتونو د نښه کولو په موخه په هیواد کې یو خطرناک حرکت پیل شوی او حکومت یې مخنیوي ته ژمن دی.

جمهوررئیس د کابینې غړو ته وویل، د بازرس اداره صلاحیت لري چې کرونا ویروس سره د مبارزې په موخه د تخصیص شویو پیسوپه تړاوو شکایتونه او تورونه وارزوي او په اړه یې خلکو ته راپور ورکړي.

د هیواد جمهوررئیس وویل، غلام خان بندر، سپین بولدک او تورخم دروازې د افغانستان د صادراتو پر مخ پرانیستل شوي او دا د سیمې مارکېټونو ته د افغانستان د محصولاتو رسولو لپاره مهم دي.

جمهوررئیس ټولو هغو ادارو ته چې د افغانستان د صادراتو په برخه کې مسوولیت لري لارښوونه وکړه چې په ګمرکونواو بندرونو کې سوداګرو ته د اسانتیاوو رامنځته کولو په موخه له سوداګرو سره وګوري او د هغوی وړاندیزونه د کابینې راتلونکې غونډې ته وړاندې کړي.

جمهوررئیس لارښوونه وکړه، په اړوندو بنسټونو کې شته ستونزې باید وارزول شي او حللارې ورته پیدا شي. بندرونه او ګمرکونه نور هم فعال شي او له فساد سره جدي مبارزه وشي.

جمهوررئیس غني وویل، افغان پُست ادارې هیوادوالو ته د خدمت کولو ښه ظرفیت پیدا کړی او اوس کولی شي په کور دننه او بهر افغانانو ته پاسپورټونه ورسوي.