په هلمند کې د تروریستي برید په اړه مطبوعاتي اعلامیه

ارګ، کابل: په خواشینۍ سره د هلمند ولایت د سنګین ولسوالۍ مېله بازار سیمه باندې د تروریستي برید په پایله کې، د ماشومانو او تنکیو ځوانانو په ګډون یو شمېر هیوادوال شهیدان او ټپیان شول.

جمهوررئیس غني د دې وحشیانه او غیر انساني برید د غندلو پر مهال وویل، د ماشومانو او تنکیو ځوانانو په ګډون پر ملکي وګړو برید، د اسلامي او انساني ارزښتونو خلاف دی.

د افغانستان اسلامي جمهوري دولت یو وار بیا له طالبانو غواړي چې له جګړې او تاوتریخوالي لاس واخلي او د افغانانو غوښتنه چې د جګړې پایته رسول او د مذاکراتو پیلول دي، ومني.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس د شهیدانوکورنیو ته د خپلې ژورې غمشریکۍ او همدردۍ مراتب وړاندې کوي او ټپیانو ته د لوی الله له دربار څخه د بشپړې روغتیا دعا کوي.