د جمهوررئیس غني په مشرۍ امنیتي غونډې د کابل امنیتي پلان پر تطبیق خبرې وکړې

د جمهوررئیس غني په مشرۍ امنیتي غونډې د کابل امنیتي پلان پر تطبیق خبرې وکړې

د افغانستان اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمد اشرف غني په مشرۍ د کابل امنیتي پلان او تطبیق د څرنګوالي په اړه امنیتي غونډه نن مازیګر د ویډیو کنفرانس له لارې په ارګ کې ترسره شوه.

د دې غونډې په پیل کې، د ملي امنیت سلاکار ډاکتر حمدالله محب د دې ترڅنګ چې د کابل د عمومي امنیتي وضعیت او د امنیتي ارګانونو ترمنځ د همغږۍ زیاتوالي په اړه خبرې وکړې د کابل امنیتي پلان غونډې ته وړاندې کړ وې ویل، یاد پلان به د کابل د امنیت د ښه تامین په موخه ژر تر ژره عملي شي.

جمهوررئیس د یادو معلوماتو او پلان تر اورېدو وروسته، د ملي امنیت سلاکار ډاکتر حمدالله محب او امنیتي مسوولینو څخه مننه وکړه چې د کابل د امنیت تامین لپاره یې معقول امنیتي پلان ترتیب کړ او د هغه د ژر عملي کېدو دستور یې ورکړ.

جمهوررئیس وویل، د دې امنیتي پلان عملي کېدو لپاره باید په واضح ډول تحرک رامنځته او مطلوبه پایله ترلاسه شي. هغه زیاته کړه چې د خلکو اساسي غوښتنه د امنیت تامین دی او باید دغه پلان له ځنډ پرته په بشپړ ډول عملي شي.

د هیواد جمهوررئیس وویل، د دې پلان د تطبیق او عملي کېدو لپاره به امنیتي بنسټونو ته کافي صلاحیتونه، امکانات او منابع په واک کې ورکړل شي چې د عملي کېدو په بهیر کې یې ځنډ او خنډ رامنځته نشي.

جمهوررئیس زیاته کړه، د کابل د امنیت تامین د حکومت په کاري لومړیتوبونو کې ځای لري او امنیتي بنسټونه دې د دې پلان په عملي کولو کې له کابل ښاروالۍ او کابل ولایت سره یو ځای کار وکړي.

همداراز جمهوررئیس ټینګار وکړ چې د دې پلان پر اساس د کابل ولسوالیو امنیت ته هم جدي پام کېږي او امنیتي بنسټونه به هره اونۍ د خپلو فعالیتونو راپور ملي امنیت شورا سره شریکوي.

د هیواد جمهوررئیس وویل، کابل کې د خلکو لویه ستونزه او شکایت ناامني ده او د افغانستان د دښمنانو له لوري د دیني علماوو، د حکومتي او بشري حقونو کارکوونکو او د مدني ټولنو فعالانو د هدف ګرځولو مخنیوی باید وشي.

جمهوررئیس د امنیت په تامین کې د خلکو د همکارۍ اهمیت ته په اشارې اړوندو ارګانونو ته دنده وسپارله چې د بشري حقونو پر کارکوونکو فاطمه خلیل او احمد فولاد د تروریستي برید عاملین باید پیدا او مجازات کړي. هغه په ټینګار وویل چې حکومت د تروریستي او جرمي شبکو پر وړاندې هېڅ ډول زغم نه لري.

جمهوررئیس د دې په بیانولو سره چې امنیتي بنسټونه باید خپل تحرک او فعالیتونه لا زیات کړي وویل، زه تاسو څخه د ترور او ماینونو مخنیوی، جرمونو او د ځمکو غصب سره مبارزه او د عدلي او قضایي بنسټونو د پرېکړو عملي کول غواړم.

جمهوررئیس اړوندو مسوولینو ته جدي لارښوونه وکړه چې ترافیکي موانع او کانکریټي دېوالونه لرې کړي، لارې، کوڅې او سړکونه د عمومي ترافیکو پرمخ پرانېزي، د چارواکو لپاره خط سېر ونه نیسي او د چارواکو تګ راتګ باید خلکو ته مزاحمت جوړ نه کړي.

جمهوررئیس وویل، د ښځو د خوندیتوب لپاره باید ځانګړي امنیتي تدابیر او منظمې برنامې پیل شي، ترڅو د بشپړ خوندیتوب احساس وکړي او دا د حکومت لومړیتوب هم دی. همداراز ښاري ترانسپورټ باید خوندي شي او د ښځو شکایتونو ته رسېدنه وشي.

په دې غونډه کې امنیتي بنسټونو ته دنده وسپارل شوه، چې په دریو اونیو کې د کابل امنیتي پلان د تطبیق په اړه خپل راپور د جمهوري ریاست عالي مقام ته وړاندې کړي.

د غونډې په پای کې، د ملي امنیت سلاکار ډاکتر حمد الله محب د امنیتي او دفاعي بنسټونو په استازیتوب جمهوررئیس ته ډاډ ورکړ چې د خلکو د امنیت لپاره به د کابل امنیتي پلان په بشپړه توګه تطبیق شي.