د جمهوررئیس غني په مشرۍ د کابینې غونډه ترسره شوه

د جمهوررئیس غني په مشرۍ د کابینې غونډه ترسره شوه

د کابینې غونډه د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمد اشرف غني په مشرۍ د کابینې د غړو او والیانو په ګډون د ویډیو کنفرانس له لارې نن له غرمې مخکې په ارګ کې ترسره شوه.

لومړی جمهوررئیس په هیواد کې د وروستیو تروریستي پېښو د شهیدانو روح ته د دعا ترڅنګ، د عامې روغتیا وزارت مسوولینو سره د کرونا پېښو د غیر رسمي شمېرو په تړاو د خپلې غونډې په اړه د کابینې غړو ته معلومات ورکړل وې ویل، د مطالعې او څېړنې لپاره په کرونا ویروس د اخته کسانو د غیر رسمي شمېرو دقیق او مشخص کېدل زیات وخت ته اړتیا لري، ترڅو دغه شمېرې له خلکو سره شریکې شي.

همداراز د هیواد جمهوررئیس د مالیې وزارت سرپرست څخه د هیواد په بندرونو او ګمرکونو کې د امنیتي کامرو د نصب لپاره د اقداماتو او نوښتونو ستاینه وکړه او دغه نوښت یې فساد سره د مبارزې په برخه کې ارزښتناک وباله.

په همدې ترتیب، جمهوررئیس د پاسپورټونو د وېش په موخه د افغان پُسټ اداره کې د شته ظرفیتونو په اړه معلومات وړاندې کړل او اړوندو ادارو ته یې دنده وسپارله ترڅو په دې برخه کې ستونزې حل کړي، همداراز والیانو پخپلو ولایتونو کې د پاسپورټونو د وېش بهیر د چټکتیا لپاره خپل مشخص وړاندیزونه اړوندو ادارو ته وړاندې کړل.

وروسته، جمهوررئیس د جینوا کنفرانس د ترسره کېدو په اړه معلومات وړاندې کړل، وزارتونو او دولتي ادارو ته یې دنده وسپارله ترڅو د پخواني کنفرانس د پاتې (۱۱) ژمنو په اړه د خپلو اجراآتو د څرنګوالي راپور ژر تر ژره ترتیب او مالیې وزارت ته واستوي.

په دوام د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمیسیون ته دنده وسپارل شوه، ترڅو د تشکیلاتي تورم او د موازي ادارو د موجودیت مخنیوي لپاره د دولتي ادارو تشکیل وارزوي او راپور یې د سلاکارانو او بالمقطع کارکوونکو او د هغوی موثریت په یادولو سره ترتیب او د حکومت رهبرۍ غونډې ته وړاندې کړي.

همداراز جمهوررئیس د هرات، خوست او جلال اباد ښارونو د چوکاټي پلانونو د بشپړولو او د مزار شریف او کندهار ښارونو د مقدماتي پلانونو د نهایي کولو په موخه غونډې ته معلومات ورکړل؛ د ښار جوړولو او ځمکو وزارت یې موظف کړ ترڅو د دې چوکاټونو د معیارونو پر اساس د هیواد د نورو ښارونو د پلان جوړولو لپاره اقدام وکړي.

د اجنډا مطابق، د عامې روغتیا وزارت سرپرست او نوماند وزیر؛ د شکمنو کسانو د ازموینې رسمي ارقامو، مثبتو پېښو، روغو شویو او مړو شویو کسانو ته په پام په هیواد کې د کرونا وضعیت د څرنګوالي په اړه لنډ راپور غونډې ته وړاندې کړ.

په دوام نوموړي د کابینې د پخوانیو مصوباتو د لارښوونو پر اساس، کرونا سره د مبارزې وضعیت، په روغتونونو کې په بنسټیز ډول د وضعیت د تغییر څرنګوالي؛ د روغتیا پروګرام د څرنګوالي او د هغه د وړاندې کولو؛ د موجودو او په کرونا ویروس د اخته ناروغانو د تجرید په موخه د اړتیا وړ مرکزونو د ظرفیت په اړه معلومات غونډې ته وړاندې کړل او د برنامو جوړولو، د وقایوي خدمتونو د وړاندې کولو همغږۍ او د شدیدو او وخیمو ناروغانو لپاره د دولتي روغتونونو د وضعیت تغییر څرنګوالي  په اړه یې معلومات ورکړل، شته خنډونه یې بیان کړل او د لمنځه وړلو په موخه یې غونډې ته خپل وړاندیزونه وکړل.

کابینې تر هر اړخیزو بحثونو وروسته د سیمه ییزو ارګانونو ادارې ته دنده وسپارله ترڅو په یوه اونۍ کې غیر رسمي شمېرې او د کرونا له امله د ولایتونو د وضعیت څرنګوالي راپور راټول او عامې روغتیا وزارت سره شریک کړي.

همداراز عامې روغتیا وزارت موظف شو ترڅو د حکومت د رهبرۍ غونډې د لارښوونو پر اساس له ولایتونوڅخه د مړو شویو او ښو شویو کسانو را رسېدلي شمېر ته په پام په کرونا ویروس د اخته کسانو غیر رسمي شمېر په دقیق او واضح ډول ترتیب او د حکومت رهبرۍ غونډې ته تر وړاندې کولو وروسته یې د کابینې راتلونکې غونډې ته وړاندې کړي.

همداراز عامې روغتیا وزارت موظف شو ترڅو د کرونا په اړه د هغه وزارت د رامنځته شویو پالیسو د تطبیق څرنګوالي راپور د لا زیات بحث په موخه د کرونا ویروس د خپرېدو مخنیوي اضطراري کمېټې ته وړاندې کړي. له بل لوري د سیمه ییزو ارګانونو ادارې ته دنده وسپارل شوه، ترڅو د تخصیص، په عادلانه ډول د منابعو د وېش او د همغږۍ رامنځته کېدو څرنګوالي په اړه د والیانو نظریات او وړاندیزونه، د زونونو پر اساس وغواړي او د بیاکتنې په موخه د حکومت د رهبرۍ غونډه کې مالیې او عامې روغتیا وزارت ته واستوي.

کابینې کرونا سره د مبارزې د عامه پوهاوي په برخه کې د جمهوري ریاست د عامه او ستراتيژيکو اړیکو ادارې تېر اغېزناک فعالیتونه وستایل، مننه یې ترې وکړه او هدایت یې ورکړ چې د تېرو فعالیتونو په دوام دې یو ځل بیا کرونا سره مبارزې د عامه پوهاوي د برخې مسوولیت واخلي، اړونده ادارو ته یې په دې برخه کې د همکارۍ سپارښتنه وکړه.

په دوام، کابینې د جمهوري ریاست د چارو ادارې عمومي ریاست ته دنده وسپارله ترڅو د قراردادونو د شفافیت په اړه د جان هاپکنز پوهنتون د مقالې ژباړه ترتیب او د مطالعې په موخه وزارتونو او دولتي ادارو په ځانګړي ډول عامې روغتیا، ښارجوړولو او د کلیو پراختیا وزارتونو ته واستوي.

وروسته، د عدلیې وزارت معین د وحشي حیواناتو د ساتنې او د ښکار تنظیم قانون طرحه چې د ملاتړ، بقا، د نسل د کموالي مخنیوي، د ښکار تنظیم او د حیواناتو د ساتنې لپاره د خلکو د مشارکت او همکارۍ روحیې عامولو په موخه تدوین شوې غونډې ته وړاندې کړه.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت کابینې د وحشي حیواناتو د ساتنې او د ښکار تنظیم قانون طرحه تائید کړه او عدلیې وزارت یې موظف کړ ترڅو د اړوندو ادارو په همکارۍ، د ښکار تنظیم اړوند احکامو لرې کولو سره په یادې طرحې بیاکتنه وکړي او د کابینې راتلونکو غونډو ته یې وړاندې کړي. همداراز په دې اړه کابینې هیله وښوده ترڅو په راتلونکو پنځو کلونو کې په بشپړ ډول د ښکار په منع کولو سره به زموږ هیواد د وحشي حیواناتو لپاره خوندي ځای وي.

په همدې ترتیب نوموړي؛ د پوهنتونونو د مالي استقلالیت مقررې د موادو د یوې برخې د تعدیل طرحه غونډې ته وړاندې کړه چې کابینې یاده طرحه تصویب نه کړه او عدلیې وزارت او د جمهوري ریاست د چارو ادارې عمومي ریاست یې موظف کړل، ترڅو د پوهنتونونو د مالي استقلالیت د تامین او ځان بسیاینې په موخه د جمهوررئیس د دویم مرستیال تر نظر لاندې د مالیې او لوړو زده کړو وزیرانو او د کابل پوهنتون رئیس په ګډون غونډه کې په یاده طرحه بیاکتنه وکړي او د حکومت د رهبرۍ غونډې ته تر وړاندې کولو وروسته یې د کابینې غونډې ته وړاندې کړي.

وروسته د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د واټ ترافیک کنوانسیون او د لارو د نښو کنوانسیون غونډې ته وړاندې کړل چې تائید شول او د یادو کنوانسیونونو د اجرايي کولو په موخه اړوندو بنسټونو ته مشخصې دندې وسپارل شوې.

په دوام، د کندهار والي د ټولو والیانو په استازیتوب د ویډیو کنفرانس له لارې د ولایتونو په کچه د حکومتي مسوولینو د بیا، بیا او لنډمهالي تغییر او تبدیل مخنیوي؛ د ښارونو په کچه د انکشافي پروژو د پرمخ وړلو په موخه له مالیې وزارت څخه ښارواليو ته د ښاري خدمتونو د راټول شوي ټکس د انتقال او پر وخت د پروژو د قسطونو پیسو د نه ورکړې له امله د پروژو د چارو د ځنډ په اړه خبرې وکړې، په هره برخه کې یې خپل وړاندیزونه غونډې ته وړاندې  کړل چې کابینې په دې برخه کې اړوندو بنسټونو ته مشخصې دندې وسپارلې.

د غونډې په پای کې، د ښځو چارو وزارت سرپرستې په ولایتونو او مرکز کې د ښځو د انکشافي برنامو د ارزونې په اړه خبرې وکړې او د ملي برنامو د اغېزناکې اسانتیا او په ټول هیواد کې د ټولو ښځو لپاره د اغېزناکو خدمتونو د وړاندې کولو په اړه د معلوماتو ورکولو ترڅنګ یې له وزارتونو او دولتي ادارو وغوښتل ترڅو ښځو وزارت سره په اړوندو ادارو کې د بست په تفکیک د ښځو شمېر، په تېرو پنځو کلونو کې د ښځو لپاره د انکشافي برنامو څرنګوالي، د ښځو لپاره د بودجې تخصیص، د ګډون لپاره د ادارو ځانګړی نوښت، په وزارت او دولتي ادارو کې د ښځو ځواکمنتیا او اسانتیا  په اړه معلومات وړاندې کړي.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت کابینې د ښځو د حمایت او ودې په برخه کې د دولت ژمنتیا ته په پام، د وړاندیزونو د تائید ترڅنګ وزارتونه او دولتي ادارې موظف کړې ترڅو په دې برخه کې اقدام وکړي.#