د جمهوررئیس د حکم په اساس بازرس اداره کرونا ویروس سره د مبارزې منابعو د مدیریت او مصرف د څرنګوالي اړوندشکایتونه او راپورونه ارزوي

د افغانستان اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني دکرونا ویروس خپرېدو سره د مبارزې منابعو د مدیریت او مصرف د څرنګوالي اړوند شکایتونو او راپورونو د ارزونې په اړه اووه ماده یي حکم صادر کړ.

د حکم د لومړۍ مادې پر بنسټ کرونا ویروس خپرېدو سره د موثرې مبارزې په برخه کې د اړوندو دولتي ادارو دندو، واکونو، کړنو، فعالیتونو او د خدماتو وړاندې کولو ته په کتو د قانون د حاکمیت، شفافیت، ځواب ویلو او مسوولیت منلو په موخه د حکومت د ژمنو سم طبیق څخه د ډاډ ترلاسه کولو لپاره راتلونکي موارد منظور دي.

د یاد حکم دویمې مادې بازرس اداره موظفه کړې چې د لومړۍ مادې موخو ته په کتو د دې حکم د موضوع اړوند د اداري فساد مواردو په اړه شکایتونه او راپورونه د جمهوررئیس د ۲۲/۲/ ۱۳۹۷نېټې  د (۳) ګڼې فرمان په رعایت سره وارزوي. 

د جمهوررئیس د حکم د دریمې مادې د لومړي بند د حکم له مخې بازرس اداره د دې حکم د موضوع اړوند شکایتونه او راپورونه له حقیقي اشخاصو، رسنیو، مدني ټولنې بنسټونو، څېړنیزو او علمي مرکزونو او نورو حکمي اشخاصو څخه ترلاسه او ارزوي.

 همدارنګه د دویم بند د حکم په اساس شکایتونه او راپورونه په حضوري، د ایمیل، ټلیفون او یا نورو ممکنه وسایلو له لارې د ترلاسه کېدو وړ دي. 

څلورمه ماده د بازرس ادارې د کړنو په اړه حکم کوي چې: (۱) دغه اداره د موضوع د وضاحت لپاره شکایتونه، راپورونه او حمایوي اسناد او مدارک له ادارو څخه غواړي.

 (۲) بازرس اداره د خپلو ارزونو د پایلو له مخې  هغه موارد چې جرمي او جزایي ماهیت ولري اړوند عدلي مراجعو ته راجع کوي.

(۳) بازرس اداره د نورو هغو مواردو په اړه چې د دې مادې په (۲) فقره کې شامل نه وي، خپلې اصلاحي سپارښتنې د ارزول شویو ادارو د مسوولینو په ادرس صادروي.

(۴) بازرس اداره د اداري فساد جرمونو اطلاع ورکوونکو څخه د ملاتړ قانون د حکمونو په رعایت له شکایت کوونکي یا اطلاع ورکوونکي څخه ملاتړ کوي. 

(۵) بازرس اداره د قانون مطابق اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون مطابق د خپلو کړنو راپور د عامه پوهاوي په موخه خپروي. 

د حکم پنځمه ماده د ادارو د مکلفیتونو په اړه حکم کوي چې : (۱)ټولې دولتي ادارې او اشخاص مکلف دي چې د دې حکم اړوند موضوع کې بازرس ادارې سره هراړخیزه همکاري وکړي  او د هغې ادارې د اړتیا وړ اسناد او مدارک په اختیار کې ورکړي. 

(۲) د دې حکم اړوند تر ارزونې لاندې ادارې د لومړۍ مادې او د  ۲۲/۲/ ۱۳۹۷نېټې  د (۳) ګڼې فرمان او همدارنګه د ۱۲/۵/۱۳۹۸ نېټې د ۵۶ګڼې فرمان په رعایت مکلف دي د بازرس ادارې د غوښتنې په صورت کې د یادې ادارې له لوري ټاکل شوې موده کې، حاضر شي. 

همدارنګه د جمهوررئیس د دغه حکم د شپږمې مادې له مخې د جمهوري ریاست عالي مقام دفتر عمومي ریاست مکلف دی چې د دې حکم اړوند د بازرس ادارې د امنیت او خوندیتوب په ګډون د هغې ادارې د اړتیا وړ منابع او امکانات برابر او په اختیار کې ورکړي. 

د جمهوررئیس د حکم د اومې مادې له مخې بازرس اداره موظفه ده چې د دې حکم اړوند د کړنو او فعالیتونو راپور په میاشتني ډول ترتیب او د جمهوري ریاست عالي مقام ته واستوي.