د غزني، میدان وردک، لوګر او زابل ولایتونو عمومي امنیتي وضعیت وارزول شو

د غزني، میدان وردک، لوګر او زابل ولایتونو عمومي امنیتي وضعیت وارزول شو

د افغانستان اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمد اشرف غني په مشرۍ امنیتي غونډې، نن له غرمې مخکې د غزني، میدان وردک، لوګر او زابل ولایتونو عمومي امنیتي وضعیت وارزاوه.

د غونډې په پیل کې کې چې د ویډیو کنفرانس له لارې ترسره شوه، د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب د یادو ولایتونو د امنیتي وضعیت په اړه خپله ارزونه وړاندې کړه او وې ویل، د هیواد امنیتي او دفاعي ځواکونه د دښمن د هر احتمالي برید او تهدید دفعه کولو ته چمتو دي.

ورپسې د ملي امنیت عمومي ریاست سرپرست احمدضیا سراج، د ملي دفاع وزارت لوی درستیز سترجنرال بسم الله وزیري او د کورنیو چارو وزارت سترامنیتي معین سترپاسوال عبدالصبور قانع د یادو ولایتونو په ځینو سیمو کې د دښمن د تهدیدونو د شنډولو په اړه بحث او خبرې وکړې.

یادو امنیتي مسوولینو په ټینګار سره وویل چې د هیواد ویاړلي امنیتي او دفاعي ځواکونه هره شیبه د هیواد د لوېشت لوېشت خاورې دفاع او د خلکو د لا ښه امنیت تامین او خوندیتوب ته چمتو دي او دوی به د دښمنانو شوم پلانونه د تل په څېر شنډ کړي. 

جمهوررئیس او د وسله وال پوځ اعلی سرقومندان د هیواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو د هلو ځلو او سرښندنو د قدرداني ترڅنګ مسوولینو ته د دښمن د تهدیدونو د مخنیوي او د خلکو د امنیت او خوندیتوب په اړه لازمې لارښوونې وکړې. 

جمهوررئیس غني وویل، افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه شپه او ورځ د خپلو هیوادوالو د سر او مال د خوندیتوب، امنیت ، د عامه نظم د ساتنې او قانون د حاکمیت  لپاره هلې ځلې کوي.  هغه زیاته کړه، د ولس له استازو سره په کتنوکې به د دوی غوښتنې او وړاندیزونه واوري او د تطبیق لپاره به یې اړوندو ادارو ته دستور ورکړي.