د سولې د مشورتي لویې جرګې اختتامیه مراسمو کې د جمهوررئیس محمداشرف غني وینا

د سولې د مشورتي لویې جرګې اختتامیه مراسمو کې د جمهوررئیس محمداشرف غني وینا

بسم الله الرحمن الرحیم

د ملت ډېرو قدرمنو استازو، ډېرو درنو خوېندو، ډېرو محترمو وروڼو جناب ډاکټر صیب عبدالله او ټولو رئیسه هیات زه به په اخر کې مننه وکړم او نومونه واخلم چې راسا مطلب ته لاړ شم، که اجازه مو وي جناب کرزی صیب!

نن تاسې تاریخ جوړ کړ، راغلئ، کېناستئ، غور مو وکړ، ولس او مملکت مو په یوه دوه لارې کې وو، تاسې لاره وټاکله. دا قطعنامه اوس یواځې د لویې جرګې قطعنامه یا پریکړه لیک نه ده، د افغانستان د دولت او د هر افغان پریکړه لیک ده. 

تاسې د افغانستان ویاړ او د جمهوریت افتخار یاستئ، که هره فیصله په افغانستان کې په دې تدبیر، په دې سرعت او په دې جامع توب باندې وشي، انشاالله و تعالی زموږ مخه به هیڅ وخت بنده نه یي.

امروز شما یک مکتب را برای دولت داری و حکومت داری در افغانستان اساس گذاشتید. و آن این است که در ظرف یک هفته مردم افغانستان جمع شده می توانند، از تمام ۳۴ ولایت، از بیست و سه قشر مملکت و به اجماع رسیده می توانند. 

مبارک دې وي ملته! مبارک دې وي ولسه! 

دغه ته ملي وحدت وایي، دغه ته اسلامي اخوت وايي، دغلته د افغانانو مساوات دی چې ښځې او نر، عالم او ښځه ټول په یو خط روان یوو او یو شی غواړو چې سوله راشي. یو انتخاب سره مخامخ وو او نن انتخاب ساده شو. زموږ تګلاره د سولې تګلاره ده، د ورورولۍ او یو بل سره د خوېندو او ورونو د همغږۍ لاره ده. بله لاره غېر د سولې له لارې نه نشته.

من امروز واقعاً افتخار می کنم که ظرفیت و ارادهء ملت و دولت را ثابت ساختیم. یک نقطهء ایکه واقعاً دلچسپ بود، مردم واسطه می کردند یا شکایت می کردند که چرا در لویه جرگه نیستند، له دې نه عظیم تر اعتماد په جرګې باندې چېری ده، مننه خوېندو او ورونو.

وقتیکه گفتیم لویه جرگه را دایر می کنیم، گفتند از نگاه لوژستیکی امکان ندارد، (داکتر صاحب عبدالله چند بار اشاره کردند)، اما امروز می بینید که دولت تان این توانمندی را دارد که در چهار روز ۳۴۰۰ نفر را جمع کند و عظمت مردم افغانستان امروز در این تالار است و این نشانهء چیست؟ وحدت ملی ما، باورمندی ما به قانون اساسی ما، باورمندی ما به نظام جمهوری اسلامی افغانستان، نظامی که در آن همهء ما جای داریم و جایگاه مساوی داریم و در عین حال اراده داریم که خشونت چهل ساله را خاصتاٌ خشونت ۱۸ ساله را نقطهء پایان بگذاریم.

کرزی صیب تاسو به ډېرو ځایونو کې چکرونه ووهئ، زه غواړم سرخاب ته لاړ شم او کراره مې دروازه وتړم یو دوه کالو لپاره. ډېر کتابونه مې په ذهن کې دي، خدای دې وکړي چې راته زمینه برابره شي چې هغه ولیکم چې کوچنیانو ته یو څه شی پیدا شي. 

او بله خبره څه ده!

ملت او دولت چې سره یو ځای شي یو عظیم قوت دی او سیاسي قشر د افغانستان چې په اتحاد ودرېږي هیڅوک یې هم مخه نشي نیولی.

حرمتلی وطنداشلر، اولکمیزده تینچلیک، بولیشی اوچون برچه امکانیتلر یمیزدن، فایده لنه میز. ساغ بولینگلر

خواهران و برادران، هموطنان عزیز! امروز تعهد ملت افغانستان به جمهوریت تجدید عهد شده، قطعنامه یک تجدید عهد است به اصول و ارزش های والای قانون اساسی و جمهوریت اسلامی افغانستان. 

شما مردمسالاری را در عمل ثابت ساختید و این برای جهان یک مثال است. امروز جهان در حالت تفرقه است، کلانترین ممالک دنیا با هم جمع شده نمی توانند، به وحدت ملی افغانستان و به اتفاق و اجماع سیاسی افغانستان ببینید.

واقعاً لویه جرگه به حیث یک نهاد ملی، یک نهاد تاریخی و یک نهاد تاریخ ساز حیثیت خود را تثبیت کرد. 

فیصله هایی را که در حالت عادی صدها روز در بر میگرفت، شما در سه روز انجام دادید، مبارک دې وي!

هیڅوک له تاسې قدرمنو خویندو وروڼو نه طالبان بهتر نه پېژني. تکراروم یې، هیڅوک له تاسې خویندو ورونو نه طالبان بهتر نه پېژني، خو تاسې بیا هم سولې باندې ټینګار وکړ او د سولې لاره مو غوره کړه. مانا یې دا ده چې تاسې اعتماد لرئ چې انشالله و تعالی طالبان به هم سوله وکړي. او دا یو ډېر لوی اعتماد دی چې تاسې په راتلونکي باندې کړی دي. یو نفر به دې تالار کې نه وي چې غواړي وینه دوام وکړي. موږ ټول ټوکر ټوکر یو له وینې نه. او نن مو د سولې پیغام راکړی، انشاالله و تعالی ټول خنډونه به لېري شي. 

در داخل جرگه ما آداب داریم، عالی ترین آداب اسلامی و ارزش های ملی ما، متاسفانه یک دختر جوان، این ارزش ها را زیر پا گذاشت و بالای خواهر گرامی ما بلقیس روشن حمله کرد. به شدیدترین الفاظ من این را تقبیح می کنم و این بزرگی خواهر بزرگم را تقدیر می کنم، اما این کافی نیست، تعقیب عدلی و قضایی یک کسی که احترام لویه جرگه افغانستان نمی کند، حتمی است.  مخصوصا نام خواهران ما را که چادر عزت پوشیده اند نه کاراته و ضرور است که احترام سرتاسری رعایت شود. به خاطر اینها و یکی از جوانان که بیانیه داشته اند بحیث خادم اول کشور من خاصتاً همراه هر دوی شان خواهم دید و هر نظر که دارند من شخصا می شنوم.

فیصله های شما، حالا فیصله های ملت است، همه چیز در قطعنامه گنجانیده شده، نقش ما تطبیق است. به نمایندگی داکتر صاحب عبدالله برای تان اطمنان می دهم، به نمایندگی تمام همکاران دولت و حکومت، مشرانو جرگه و ولسی جرگه و قضای افغانستان، جناب قاضی القضات صاحب و دیگر بزرگان تشریف دارند که تمام این فیصله ها انشاالله تعالی عملی خواهد شد.

چند چیز ثابت شد؛ هم نیت داریم، در صحیح بخاری،علمای کرام نشسته اند شش بار از اساسی بودن نیت ازحضرت محمد “ص” روایت شده است. نیت ملت و دولت افغانستان بار بار تثبیت شده و امروز آخرین دشواری­ها را دور کردیم. 

دوم اراده است. راه صلح راه پر پیچ و خم است، اما هدف ما صراط المستقیم است و به صلح رسیدنی هستیم و ظرفیت صلح را به صورت اساسی داریم. اما از همه کرده مهم­تر، ما جرأت اخلاقی از  این را داریم که بگویم جنگ راه حل نیست تنها و تنها راه صلح، همدلی، هم سویی و همپذیری یکی دیگر  را تعقیب کنیم. 

زموږ امنیتي او دفاعي ځواکونو باندې زه ویاړم، لکه تاسې چې ټول ورباندې ویاړئ او دا د افتخار ځای بولم چې په دې سل کالو کې، ولس دومره په خپلو امنیتي او دفاعي ځواکونو باندی نه ‌دی درېدلی  چې نن درېږي او د دې معظمې لویې جرګې ملاتړ چې مخکې ډاکتر صاحب عبدالله یادونه وکړه، زموږ ټول امنیتي او دفاعي قواوو ته زړه ورکوي. 

هرکدام از اینها فرزندان شما هستند و رضاکار هستند. به روح پاک تمام شهدا، خاصتاً به روح شهدای نیروهای امنیتی و دفاعی خود ابراز اتحاف دعا می کنیم و این خواهش و امر شما را که به خانواده­های شهدای قوای امنیتی و دفاعی و شهدای ملکی ما رسیدگی شود، از دل و جان قبول می کنیم. هم وزارت داخله و هم وزارت دفاع را حد اقل هر دو هفته بعد من از پیش شان گزارش می خواهم. نارسایی های که وجود داشت و مثل اینکه از خانواده یک شهید درخواست کرده بودند، شهید شده بود در دفاع و تفنگچه اش را قاتل برده بود و از خانواده اش حساب تفنگچه اش را می خواستند. دا کارونه د منلو وړ نه دي، شهیدان زمونږ ویاړ او زمونږ دَین دي او انشاالله و تعالی دا ترسره کوو. 

جرأت علمای کرام ما و تعبیر شان از عنعنات مقدس و از اصول مقدس دینی ما موجوب افتخار ماست. مه هېروئ چې د علماوو متفقه فتوا وه چې د سولې لاره یې پرانسته. علما د افغانستان فرمایشي فتوا ورنه کړه لکه د نورو ممالکو غوندې، اصولي فتوا یې ورکړله  او ټولو  ته یې وویل چې دا جنګ بس کړئ او نن بیا د افغانستان علمای کرامو نه غوښتنه کوم چې په همهغه جرئت او قوت چې درېدلي وئ بیا هم د سولې توصیه طالبانو ته وکړئ او انشاالله و تعالی ستاسې خبر به مني.

از بزرگان ما، از ریش سفیدان ما، واقعا ابراز امتنان می کنم، د ولس مشران تاسې يئ، د ولس نبض مو په لاس کې دی او د تاسې د جرائت او ژمنتیا نه هم مننه کوم. از خواهران ما جانانه موقف گرفتید و امروز خودتان از خود نمایندگی می کنید و با چادر و عنعنات اسلامی حقوق تان را می خواهید. 

زن افغان امروز ضرورت به ترجمان ندارد و نه موقف زن افغان ترجمه از انگلیسی، فرانسوی و زبان های دیگر است، سچه از بلوچی است، از ازبکی است، از ترکمنی است، از پشتو است و از دری است و موقف واحد ملی و اسلامی است.

ملت جبر ته نه تسلیمېږي خو مينه ورباندې ډېر اثر لري، هر وارې چې طالبانو اوربند کړی، دې ولس څنګه په غېږ کې اخېستي. اول تاریخي اوربند کې چا تصور کولای شو چې دوی راشي او ټول خلک به ورسره وغږېږي او یو بل سره به مېشته اوسو؟

هغه ورځ ثابته شوه چې موږ یو واحد ملت یوو، نو دلته لهټول ولس نه واقعاٌ مننه کوم.

اوس خبره چېرې ده؟ انتخاب ګرانو وطنوالو د طالبانو دی. انتخاب از طالبان است، امروز طالبان باید نشان دهند که از آتش­بس سرتاسری ترس ندارند، خواهش لویه جرگه افغانستان را بر آتش­بس سرتاسری و برای خدمات سرتاسری در سرتاسر افغانستان قبول می کنیم.

کرونا ده، مرض ده، لوږه ده، بې وزلي ده، پرېږدئ چې دا کارونه په ګډه وکړو!

اوربند کې د ټول افغانستان خیر دی او دلته ثابتېږي، او که ډار  د دې ده چې مذاکراتو کې به یې   اوربند لاس تیټ کړي، د جنګ په شروع کولو کې په افغانستان کې واقعاً کوم خنډ دی؟ لوی جرائت په جنګ کې نه دی، لوی جرئت په سوله کې دی!

جرأت کلان، کلانترین جهاد اکبر در صلح است. جنگ غیر از قربانی، غیر از بدبختی، غیر از درد و رنج برای ما چه آورده؟

ما باربار ویلي او بیا یې تکراروم، افغان ولس د افغانستان دولت طالبان په حیث  دیو واقعیت د دې ټولنې مني ځکه دا لویه جرګه ده او دا فیصله ده.

اوس باید دوی ثابته کړي چې آیا افغانستان، د هغه تنوع او د ولس یووالی مني که یې نه مني؟

که افغانان یوو، نو باید یوبل ومنو! او د جرګې ښه والی په څه کې دی؟ د افغانستان جرګو هېڅ وخت د وېنې تویونو نظریه نه ده ورکړې، همېشه یې وینې درولې او د روغې لاره یې برابره کړې. تاسې ټول جرګه‌ماران یي او تاسې د ټول افغانستان استازیتوب کوئ.هر یو د افغانستان آواز یاست او هر یو هم د افغانستان استازی یاست.

از جامعه بین المللی در قسمت صلح، من دو وضاحت خواسته ام: 

اول. آیا کدام موافقه پنهان با طالبان دارند؟ من گفتم اگر کدام موافقه دیگر کردید با ما شریک کنید که در اختیار ملت افغانستان قرار دهیم و جواب واضح است که کدام موافقۀ پنهانی دیگر وجود ندارد.

 و دوم، آیا بر یک هدف مطلوب که یک افغانستان مستقل، آزاد، دیموکراتیک، متعهد، واحد و در صلح بین خود با دنیا و با ظرفیت اینکه ارزش ها و دستاورد های ۱۸ سال پیش را حفظ کند و توسعه دهد هستید یا نیستید؟ با یک آواز پاسخ دادند که در این هدف همراه تان هستیم، حالا انشاالله تعالی ثابت می شود.

ضرورت واضح است که ما راه خود را با جرأت و آگاهی تعقیب کنیم و اگر خدای ناخواسته خطرات آمد، در آنوقت دوباره بحث ملی خود را شروع می کنیم.

نکته کلیدی ما چیست که تکرار کنیم؟ لویه جرگه افغانستان امروز تاریخ را ساخت. چهل سال گذشته را لویه جرگه افغانستان می خواهد نقطه پایان بگذارد و یک آیندۀ را که تمام افغان ها بتوانند به یک اتکاء به خود در همکاری با منطقه و در همسويی با دنیا، تمام خسارات چهل سال قبل و چندصد سال قبل را که از ادوار مختلف خرابی های ما مانده، جبران کنیم.

خداوند ما را همه چیز داده، ضرورت این است که در صلح و سلم، ما بتوانیم تمام دارایی های خود را انکشاف بدهیم و آیندۀ خود را خود ما رقم زنیم. دغه نتیجه ده، ځکه د تاسې د جرئت او ستاسې له قاطع فیصلو نه زه مننه کوم.

حالا می آیم سر پیشنهادهای تان.

درنو هېوادوالو! 

زه به نن هغه حکم امضا کړم چې ما په ژوند کې نه شو لاسلیکولای، ځکه زما له صلاحیته دا اوچت وو، اوس ستاسې پر اجماع باندې او ستاسې  اخلاقي فیصلې باندې به زه  د دې څلور سوه بندیانو د خوشې کولو حکم امضا کړم او دوی به خوشې کړو.

ستاسې بله غوښتنه داده چې د امنیتي او دفاعي ځواکونو هغه افسران او منسوبین چې د وظیفوي غفلت له امله بندیان شوي دي، خوشي شي. اول تاسو ټولو ته عرض کوم د کرونا له امله تقریباً دولس زره بندیان، په شمول د امنیتي او دفاعي ځواکونو چې له پنځه کالو نه یې حبس کم و، ما وبښل. جناب قاضی القضات صاحب نه، لوی څارنوال نه او نورو همکارانو نه.

په افتخار د ۲۸ اسد چې زموږ د ۱۰۱د آزادۍ کلیزه ده،  انشا الله تعالی ستاسې غوښتنه به زه عملي کړم.  در این وقت واقعاً در آغوش گرفتن قوه امنیتی و دفاعی ما وجیبۀ ملی ماست، به سر چشم، په دواړو سترګو!

درنو هېوادوالو! دې کې شک نشته چې وضعیت مبهم دی. ابهام موجود است، دستهای مختلف در کار است که افغان ها خود را جمع نکند. توطیه های مختلف، وغیره وغیره، …. اما در این هم شک نداشته باشید که ارادۀ ملی و قوت نظام محکم است، ما در خطر انفلاق و انفجار نیستم. ما می توانیم این صلح را به نتیجه برسانیم و انشا الله تعالی آغوش ملت بزرگ افغانستان به اندازه‌ی بزرگ است که طالب در او جای می شود. اما اگر فکر کنیم که ابهام وجود ندارد و خطرات وجود ندارد، اشتباه خواهد بود. از آن جهت ضرور است که با وحدت، با هماهنگی، با همدلی بتوانیم تمام مشکلات را بدون کم و کاست تحلیل کنیم، جمع بندی کنیم و اقدام کنیم. په مشترک حرکت باندې هر شی انشا الله تعالی نتیجې ته رسیږي. 

تعهد دیگر من این است که همین طور که شما مثال من باشید که تصامیم لازمه را زود و به سرعت بگیرم شاید ۱۰فیصد اشتباه باشد، اما تصمیم نگرفتن در این شرایط جرم است. در این شرایط که افغانستان ضرورت به حرکت دارد، همۀ ما باید دست به هم بدهیم که مشترکاً تصامیم قوی و اساسی را برای تقویه دولت و ملت بگیریم. از این خاطر در قسمت حکومتداری، اقدامات سریع و اصولی را انجام خواهیم داد و علیه فساد به هر شکلی که باشد، یک مبارزه ملی انجام خواهیم داد. 

یوه خبره غواړم واضح کړم، تاسو مستقیمه لاره خلاصه کړه، مګر که خدای ناکرده بیا دوه لارې ته راغلو بیا به تاسو ته در شو. ځکه تاسې دوه لارې په مستقیمه لاره بدلوئ. تکرار می¬کنم، انشاالله تعالی بعد از این راه ما مستقیم است، اما خدای ناکرده اگر به دو راهی مواجع شدیم، مشورت ملی ضرورت خود را نشان داده و قوت خود را نشان داده، سر همه شما اعتماد داریم و اعتبار می کنیم.

 در آخر می خواهم که تشکر کنم. جناب داکتر صاحب از شما، از زحمات شبانه روزی تان، از هیئت اداری لویه جرگه، از تمام همکاران که شب و روز کار کردند، از صمیم قلب تشکری میکنم. جناب کرزی صاحب ستاسې له تشریف اوري نه، ستاسې له وینا نه، ستاسې له دې اعتماد نه چې انشا الله مخکې ځو، مننه کوم!

 برادر گرامی جناب صالح صاحب، بردار گرامی جناب استاد دانش از زحمات شبانه روزی تان در ماه های آخر خاصتاً و در مورد قاطعیت پشتیبانی تان برای صلح، من از شما تشکر می کنم. جناب قاضی القضات تاسې او ټول عدلي او قضایي دستګاه، لویې څارنوالۍ، امنیت ملي، د ملي امنیت شورا جناب محب صیب او نورو همکارانو نه. داسې دوسیه وروڼو او خویندو نه وه چې دوی په دقت نه وي لیدلې او بیا هم هغه دی جناب قاضي القضات صیب شاهد دی، چې یوې قضیې کې ما مداخله نه‌ده کړې.

همدومره مې ورته ويلي چې د افغانستان د خیر لپاره څه چې کولای شئ، په حقوقي ډول یې وکړئ. دوی واقعاً زرګونه دوسیې یې یوه له بل پسې ولوستې، په دقت یې ولوستې، قانون تطبیق شو.

هلته چې زموږ لاس تړلی و، مجبور شو راغلو لویې جرګې ته. له جناب رحماني صیب، جناب مسلیمار صیب، ټولو وکیل صاحبانو نه چې دلته حضور لري د زړه له کومې مننه کوم، از همه تان تشکر. جناب وکیل صاحبان، از موکلین تان از رساندن آواز موکلین تان به همه قوا و مخصوصاً به شخص من، راجع به صلح و اهمیت صلح و سهم فعال تان، ابراز امتنان می کنم.

از شورای ولایتی ما که یک نقش بسیار کلیدی در اینجا بازی کردند، هم در لویه جرگه گذشته و هم در لویه جرگه این سه روز و امروز واقعاً خواهران و برادران ممنون تان هستم.

از هر یک از وکیل صاحبان لویه جرگه، از بیست و سه قشر افغانستان، از سی و چهار ولایت عظیم افغانستان تشریف آوردید، دست به دست دادید، دل به دل دادید و فضای صمیمت را که ایجاد کردید، واقعا تشکر می کنم.

این بی نظیر است، انشاالله تعالی دوام داده می شود. از مردم کابل، از جناب شاروال صاحب کابل که همیشه میزبان همه وطنداران خود بودند و هربار مشکلات را قبول کردند، از خاطری که فیصله های ملی انجام شود، واقعاً ممنون و منت‌ گذار هستم.

واحد عملیاتی ارگ یک ظرفیت است که ایجاد شده که حالمی توانند در شش روز یک کاری را انجام دهند که اگر این ها وجود نمی داشتند، شاید شش ماه را هم در بر می گرفت.

ستانکزی صیب نه او رحیمي صاحب نه، د سولې له ټول درانه هیئت او ټولو نه مننه کوم.

داکتر صاحب عبدالله، معلومدار از همه شما برادران که در ستیج نشسته اید، از هیئت های مختلف در جرگه سابقه، در جرگه امروز، از همه ابراز تشکر می کنم.

امنیتي او دفاعي قواوو نه بیا هم مننه کوم. د لویې جرګې ټولو محترمو غړو ته د احترام سر ټیټوم.

ما چې ویل لویه جرګه غواړم دا زموږ بین‌المللی همکاران داسې په لړزه شول. ما ورته وویل یوه خبره، پرېږدئ چې دا افغانان پخپله وغږېږي، په خدای داسې فیصله در وکړي چې ستاسې په تصور کې به هم ونه ګرځي.

نن تاسې ثابته کړه چې د افغانستان لوړې او اوچتې ګټې له هرې بلې ګټې تاسې ته ارزښت لري. منافع ملی افغانستان را شما بر تمام منافع دیگر ترجیح دادید. از بیرون اگر بعضی اوقات به ما نگاه می کنند و فکر می کنند که زبان های متعدد داریم، هویت های ولایتی مختلف و غیره داریم، فکر می کنند خدای ناکرده در بین ما اتفاق نیست. امروز لویه جرگه افغانستان ممثل وحدت ملی، اتفاق ملی، ارادۀ ملی، و گفتمان ملی است. 

بریالي اوسئ، تل دې وي افغانستان، یشه سن افغانستان، زنده باد افغانستان، پاینده باد علمای کشور، پاینده باد تمام اقشار و موفق باد عنعنۀ لویه جرگه ما.

خدای مو پخیر وساته