جمهوررئیس غني: زموږ ملي اردو په بشپړ قوت او چټکتیا ملي ارزښتونو ته په ژمن ځواک د بدلېدو په حال کې ده

جمهوررئیس غني: زموږ ملي اردو په بشپړ قوت او چټکتیا ملي ارزښتونو ته په ژمن ځواک د بدلېدو په حال کې ده

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس او د وسله وال پوځ اعلی سرقوماندان محمد اشرف غني نن مازیګر د مارشال فهیم ملي دفاع پوهنتون د افسرانو اکاډمۍ اولسمې دورې فارغانو مراسمو کې ګډون او وینا وکړه.

په دې مراسمو کې چې د ملي دفاع وزارت په تالار کې جوړ شوي وو، جمهوررئیس غني پخپله وینا کې فارغانو ته د مبارکۍ ترڅنګ وویل، نن زما لپاره د ویاړ ځای دی چې د نظامي اکاډمۍ اولسمه دوره یو وار بیا  زموږ تر ټولو غوره اولادونه هیواد او خلکو ته د خدمت لپاره وړاندې کوي.

هغه زیاته کړه، تاسو هر یو د هیواد د سترګو نور او د ازادۍ، خپلواکۍ او جمهوریت لپاره قاطع دلیل یاست او وطن او خلکو ته د قربانۍ، سرښندنې او خدمت کولو بېلګه یاست.

جمهوررئیس وویل، له تاسو هر یوه ځوان او نجلۍ او کورنۍ څخه مو مننه کوم چې د بلې هرې دندې په پرتله مو د وسله وال پوځ په لیکو کې خدمت ته ترجیح ورکړه.

جمهوررئیس غني څرګنده کړه، تاسو د افغانستان د ملي یووالي استازي یاست او د دې خاورې د خپلواکۍ د دفاع مسوولیت ستاسو په اوږو بار دی او زه بشپړ باور لرم چې په بریالیتوب به یې تر ټاکلي هدف پورې ورسوئ.

د هیواد جمهوررئیس د دې په بیانولو سره چې د ملي اردو، ملي پولیسو او ملي امنیت منسوبین د هر افغان په زړه کې ځای لري او ټول پر تاسو ویاړي وویل، د وسله وال پوځ د اعلی سرقوماندان په توګه د هیواد د امنیتي او دفاعي سکتور د مسوولینو د همغږۍ او هڅو ستاینه هم کوم.

هغه زیاته کړه، نن هغه ورځ ده چې د شهیدانو یادونه باید وکړو او له هغوی سره ژمنه نوې کړو، د هر شهید کورنۍ ته به رسېدنه کېږي، د هیواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو شهیدانو او ټپیانو ته د رسېدنې په برخه کې هېڅ ډول کمی د منلو وړ نه دی.

جمهوررئیس د جمهوري ریاست پر لومړي مرستیال امرالله صالح بزدلانه برید ته په اشارې وویل، دغه برید ناکام شو، خو یو وار بیا د شهیدانو کورنیو ته تسلیت وایم او ټپیانو ته د بشپړې روغتیا هیله کوم.

هغه زیاته کړه: تاسو د امرالله صالح افغاني همت او زړور چلند ولیده چې پر هغه له تروریستي برید وروسته یې په متانت او له ستړیا پرته دوه ساعته له اسټرالیایي پلاوي سره غونډه کې ګډون وکړ او زه له تاسو هر یوه څخه د هغه په څېر جرئت غواړم او بشپړ باور لرم چې دغه جرئت او متانت لرئ.

جمهوررئیس وویل، تاسو د جمهوریت ساتونکي یاست او د افغانستان اسلامي جمهوري دولت ژمنتیا لري چې د امنیتي او دفاعي ځواکونو د هر فرد ملاتړ کوي او هېڅکله به پر هغوی معامله ونشي.

جمهوررئیس غني د سولې مشورتي لویې جرګې د امنیت تامین او وروستیو سېلاب ځپلو ته د مرستو په رسولو کې د هیواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو لاسته راوړنې وستایلې وې ویل، زموږ امنیتي او دفاعي ځواکونه د جګړې او سولې په ډګر کې زموږ ویاړ دي.

جمهوررئیس وویل، زموږ ملي اردو په بشپړ قوت او چټکتیا ملي ارزښتونو، د ملي وحدت تمثیل او مسلکي کفایت ته د ژمنتیا په اردو د بدلېدو په حال کې ده.

جمهوررئیس غني د خپلو خبرو په پای کې وویل، ستاسو لوړ احساسات د دې ښودنه کوي چې موږ پخپلو پښو درېږو او سوله راتلونکې ده، خو داسې سوله چې د افغان ملت غوښتنو ته ځواب ویونکې وي او په هغه کې د نظام او د افغانستان د عزت او ابرو د ساتونکو په توګه د امنیتي او دفاعي ځواکونو رول خوندي وي.

په دې مراسمو کې، د پرسونل او تعلیماتو په چارو کې د ملي دفاع وزارت مرستیالې منیره یوسف زاده وویل: دغه فراغت د دې ښودنه کوي چې د افغانستان ملي اردو، مسلکي اردو ده چې پوهه، تخصص او تجربه سره یو ځای شوي، ترڅو هغه افسران وروزي چې نه یوازې په نظامي تجهیزاتو سنبال دي، بلکې پر نوې پوهې او تخصص هم مسلط دي او خپل هیواد او خلکو ته ژمنتیا لري.

هغې دې ته په اشارې چې یاده اکاډمي د ناټو په چوکاټ کې د بریتانیا، اسټرالیا، ډنمارک او نیوزیلېنډ هیوادونو په مرسته په ۲۰۱۳ کال کې د بولک قوماندانانو په کچه د ځوانو افسرانو د ښوونې او روزنې په هدف جوړه شوې، زیاته کړه چې له دې اکاډمۍ څخه تر اوسه ۵۲۰۳  تنه فارغ شوي چې په مختلفو دورو کې یې تیوري او عملي زده کړې کړې او له هغې ډلې څخه ۳۰۰ تنه یې نظامي نجونې جوړوي.

د پرسونل او تعلیماتو په چارو کې د ملي دفاع وزارت مرستیالې وویل، تعلیمي او تحصیلي مرکزونه تر  واحد چتر لاندې د افغانستان په ټوله ملي اردو کې د تعلیمي او تحصیلي  سیستم ځواب ویلو په موخه، لازمې ځان بسیاینې ته رسېدلي دي.

همداراز په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت عمومي قوماندانۍ مرستیال ډګرجنرال ګایلس هیل وویل، نن د عطف نقطې د ښودلو ورځ ده چې زموږ د ګډو هڅو او مشارکت په پایله کې په یوه اوږده سفر کې ترلاسه شوې ده.

هغه زیاته کړه، د دې اکاډمۍ مهم هدف د باکیفیته او معیاري رهبرۍ موضوعاتو ته ځانګړې پاملرنه ده او زموږ اوږدمهاله او دوامداره مشارکت ښیي.

په دې مراسمو کې د فارغانو په استازولۍ سردار ولي هوتک خبرې وکړې وې ویل، موږ په دې اکاډمۍ کې نظامي، مسلکي، له هیواد سره د مینې، ملي وحدت، زړورتیا، سرښندنې او قربانۍ روزنه لیدلې ده.

هغه زیاته کړه، موږ د خپلواکۍ، ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا لپاره د دې هیواد په هره څنډه کې هر ډول خدمت ته تیار یوو.

په دې مراسمو کې،  د مارشال محمد قسیم فهیم ملي دفاع پوهنتون د افسرانو اکاډمۍ د اولسمې دورې د ۲۶۷  تنه فارغانو د رتبې او بست د تعیین لپاره د ملي دفاع وزارت د سرپرست امر د ملي دفاع وزارت د پېژنتون رئیس تورن جنرال زلمي عسکرزاده ولوست.

د مراسمو په پای کې، جمهوررئیس غني د مارشال فهیم د ملي دفاع پوهنتون د افسرانو اکاډمۍ د اولسمې دورې دریو ممتازو فارغانو ته ډیپلومونه ورکړل او د یادې اکاډمۍ فارغانو ته یې په ورسپارل شویو چارو کې د بریالیتوب هیله وکړه.#