د سولې مذاکراتو د پيل لپاره د افغانستان دولت د مذاکره کوونکي پلاوي د تياري په اړه مطبوعاتي اعلامیه

ارګ، کابل: د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د سولې لپاره ټول لازم تياری نيولی او د افغانستان اسلامي جمهوري دولت مذاکره کوونکی پلاوی د سولې مذاکراتو کې د ګډون لپاره، د قطر پلازمېنې دوحې ته سفر ته اماده دی.
ټاکل شوې د افغانستان دولت مذاکره کوونکی پلاوی د جمهور رئيس غني په لارښوونه د سولې مذاکراتو د پيل لپاره سبا د قطر پلازمېنې دوحې ته روان شي.
د افغانستان د اسلامي جمهوريت پلاوي او طالبانو ډلې ترمنځ د مذاکراتو د پيل مراسمو کې، د ملي روغې جوړې عالي شورا رئيس ډاکتر عبدالله عبدالله، د بهرنيو چارو سرپرست وزیر محمد حنيف اتمر، د سولې په چارو کې د جمهوررئیس ځانګړی استازی عبدالسلام رحيمي او د سولې په چارو کې د دولت وزير سيد سعادت منصور نادري، د افغانستان د اسلامي جمهوريت په استازيتوب به ګډون وکړي.
جمهور رئیس د افغانستان د اسلامي جمهوريت مذاکره کوونکي پلاوي ته په هيواد کې پایداره سولې او ثبات ته د رسېدو لپاره چې د خلکو ځنډنۍ هيله ده، د برياليتوب هيله کوي.