جمهوررئیس غني د امریکا متحدو ایالتونو د پوځ د مرکزي قومندانۍ قومندان سره وکتل

جمهوررئیس غني د امریکا متحدو ایالتونو د پوځ د مرکزي قومندانۍ قومندان سره وکتل

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني نن ماښام د امریکا متحدو ایالتونو د پوځ د مرکزي  قومندانۍ قومندان جنرال مک کینزي سره په ارګ کې، وکتل.

په دغه کتنه کې د جمهوررئیس لومړي مرستیال، د ملي امنیت سلاکار او د ملي دفاع وزارت سرپرست هم حضور درلود، دواړو لوریو د افغانستان اسلامي جمهوریت او طالبانو ډلې ترمنځ د سولې مذاکراتو د پیل، د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د پیاوړتیا او ملاتړ او د افغانستان او سیمې د وضعیت په اړه بحث او خبرې وکړې.

جنرال مک کینزي وویل، په دغه مهمه او تاریخې ورځ زما د راتګ موخه دا ده چې یو ځل بیا د افغانستان دولت، خلکو او افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه د امریکا متحدو ایالتونو پر ملاتړ ټینګار وکړو. هغه زیاته کړه، زموږ ټولې پرېکړې د افغانستان حکومت سره په مشوره ترسره کېږي.

جمهوررئیس غني جنرال مک کینزي ته د ښه راغلاست پر مهال له خپلواک، متحد او دیموکراتیک افغاستان څخه د امریکا متحدو ایالتونو د ملاتړ دریځ وستایلو.#