جمهوررئیس غني نوي نوماند وزیران رسماً معرفي کړل

جمهوررئیس غني نوي نوماند وزیران رسماً معرفي کړل

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني نن له غرمې مخکې په چهارچنار ماڼۍ کې د نویو نوماند وزیرانود معرفي په غونډه کې ګډون او وینا وکړه.

په دې غونډه کې چې د جمهوري ریاست دواړو مرستیالانو او د ملي امنیت سلاکار هم حضور درلود، په پیل کې د جمهوري ریاست د چارو ادارې عمومي رئیس ډاکتر فضل محمود فضلي د نویو نوماند وزیرانو د معرفي په اړه د جمهوررئیس فرمان ولوست.

د دې فرمان پر اساس، فضل احمد معنوي د عدلیې وزارت د نوماند او سرپرست وزیر، قدرت الله ذکي د ترانسپورټ وزارت د نوماند او سرپرست وزیر، محب الله صمیم د سرحدونو او قبایلو چارو د نوماند او سرپرست وزیر، بشیر احمد ته ینج د کار او ټولنیزو چارو وزارت د نوماند او سرپرست وزیر، نور  رحمان اخلاقي د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د نوماند او سرپرست وزیر، انوارالحق احدي د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د نوماند او سرپرست وزیر، مېرمن معصومه خاوري د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د نوماندې او سرپرستې وزیرې، عباس بصیر د لوړو زده کړو وزارت د نوماند او سرپرست وزیر، نثار احمد غوریاني د صنعت او سوداګرۍ وزارت د نوماند او سرپرست وزیر  او مېرمن کریمه حامد فاریابي د اقتصاد وزارت د نوماندې او سرپرستې وزیرې په توګه، وټاکل شول.

یادو ټولو  نوماند وزیرانو د جمهوررئیس او د دولت له رهبرۍ د مننې ترڅنګ خپلې برنامې تشریح کړې او ژمنه یې وکړه چې د یو واحد ټیم په توګه به خلکو ته خدمت کوي او په لا ښه ډول د چارو د ترسره کولو لپاره به پخپلو کاري سیستمونو کې تحرک رامنځته کړي.

د جمهوري ریاست دویم مرستیال استاد سرور دانش هم په غونډه کې خبرې وکړې وې ویل، د خوښۍ ځای دی چې نن د کابینې پاتې غړي معرفي کېږي او د افغانستان اسلامي جمهوریت کابینه د بشپړېدو په حال کې ده.

استاد سرور دانش په قطر کې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت او طالبانو ډلې ترمنځ مخامخ مذاکراتو ته په اشارې وویل، د حکومت د هڅو په پایله کې د سولې لپاره ملي او بین المللي اجماع رامنځته شوې او نن ټول اړخونه له سیاسي لارې د افغانستان د ستونزې حل غواړي او دا یو ښه اقدام دی.

د جمهوري ریاست دویم مرستیال د کابینې له مخکېنیو غړو څخه په مننې وویل، نوي نوماند وزیران به د یو واحد ټیم په توګه خلکو ته په برابر، بې طرفه او کلک هوډ خدمت کوي او د حکومت د رهبرۍ له لوري د بشپړ ملاتړ  ډاډ له ځان سره لري.

په دې غونډه کې د جمهوري ریاست لومړي مرستیال امرالله صالح وویل، د افغانستان اسلامي جمهوریت کابینې ته داخلېدل له ټولو نورو هویتونو سره خدای پاماني او په یو ملي هویت بدلېدل دي، چې هدف یې د افغانستان خلکو ته خدمت کول دي.

امرالله صالح د کابینې د نویو غړو د کار پیل ته په اشارې زیاته کړه، د کابینې کار له مذاکراتو سره اړیکه نه لري، حکومت په هر حالت کې د ولس خدمت ته ژمن دی او په مذاکراتو کې د زمینې له مساعدېدو سره د خدمت ساحې پراختیا ته بشپړ چمتووالی لرو.

امرالله صالح  د دې په بیانولو سره چې د افغانستان کابینه د دولت د رهبرۍ بشپړ ملاتړ له ځان سره لري وویل، اوس د یو واحد ټیم په توګه ستاسو کار د افغانستان ټولو خلکو ته خدمت کول دي او کاري برنامې مو پر همدې اساس باید برابرې کړئ.

د غونډې د ګډونوالو د خبرو تر اورېدو وروسته جمهوررئیس خبرې وکړې او د کابینې له مخکېنیو غړو څخه د مننې ترڅنګ یې وویل، د خدای شکر اداء کوو چې د جمهوري ریاست پر لومړي مرستیال امرالله صالح برید ناکام شو، پر نوموړي برید پر افغانستان او جمهوریت برید دی.

جمهوررئیس غني دې ته په اشارې چې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د رهبرۍ ټیم مطلق متحد، ژمن او همفکره دی وویل، دا چې له کوم ځای راغلي یاست او په کوم ډول راغلي یاست پایته ورسېدل. هغه زیاته کړه، تر دې وروسته ستاسو کار د رهبرۍ ټیم سره دی او خلکو ته خدمت کول او ځواب ویل مو په کاري لومړیتوبونو کې باید ځای ولري.

جمهوررئیس وویل، د کرونا د منفي پایلو مدیریت، د اقتصاد چټک حرکت او د نړیوالو شرایطو د محدودیتونو پر اساس د کاري برنامو برابرول د کابینې عمده کارونه دي.

جمهوررئیس د خپلو خبرو په پای کې وویل، د سولې له راتلو سره د حکومتولۍ په چارو کې زیاتوالی او دروندوالی راځي او حکومت د خلکو د ژوند وضعیت ښه کولو لپاره بشپړ چمتووالی لري.#