جمهوررئیس غني د غزني ولایت له یو شمېر مشرانو سره وکتل

جمهوررئیس غني د غزني ولایت له یو شمېر مشرانو  سره وکتل

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني نن غرمه د غزني ولایت یو شمېر مشرانو او متنفذینو سره په چهار چنار ماڼۍ کې وکتل.  

لومړی په ولسي جرګه کې د غزني د خلکو استازې شاګل رضایي، معلم هاشم، عبدالباري خانخېل او د ولایتي شورا رئیس نصیراحمد فقیري د اوبو د مهارولو، زیربناوو، د سوداګرۍ او صنعت ودې او معارف ته د جمهوررئیس د پاملرنې قدرداني وکړه ، له نظام او د حکومت له انکشافي او بېلابېلو برنامو یې خپل ملاتړ اعلان کړ.

یادو ویناوالو د امنیت، تړلو ښوونځیو، انکشافي پروژو د تطبیق، د غزني ولایت د ټاکنو، متوازن انکشاف، هوایي ډګر، سیمه ییزه اداره کې د فساد د مخنیوي او اصلاحاتو، د ولسوالیو د لارو، برېښنا او نورو برخو کې خپلې غوښتنې او وړاندیزونه له جمهوررئیس سره شریک کړل.

د جمهوررئیس لومړي مرستیال امرالله صالح یادو مشرانو ته د ښه راغلاست پرمهال وویل، موږ  د ولس د خادمانو په توګه ستاسو غوښتنو ته نه یوازې په درناوي ګورو، بلکې حل یې خپل مسوولیت بولو. همدارنګه یې د تړلو ښوونځیو د ځنډنۍ ستونزې د حل او د معارف د ودې په برخه کې د ولسونو او متنفذینو همکاري ارزښتناکه وبلله.

جمهوررئیس غني له یادو ویناوالو څخه په واضح ډول د ولس د غوښتنو او وړاندیزونو د شریکولو څخه په منننې وویل، غزنی د ټولو ګډ کور او ستاسو ستونزې زموږ شریک دردونه دي، غوښتنو او وړاندیزونو ته به مو رسیدګي وشي.

محمداشرف غني په بېلابېلو برخو کې د ولس او مشرانو د همکارۍ او همغږۍ ارزښت ته په اشارې په ټینګار سره وویل، د امنیت په ګډون د چارو د لا ښه والي لپاره دې ولسوالۍ په ولسوالۍ ولسونه سره منسجم شي.

جمهوررئیس وویل په غزني کې بندونه جوړېږي او ټول بندونه له سره ارزول شوي او په دې برخه کې له درې موجودو فاجعو څخه یې دوه د دفعه کولو په حال کې دي. هغه زیاته کړه، غیرمتوازن پرمختګ د ولایتونو په درجو نه جبرانېږي، د دې لپاره باید نوي معیارونه ولرو.

د هیواد جمهوررئیس له یادو مشرانو څخه وغوښتل چې د غزني د ولسونو د وحدت د لا تامین لپاره دې په خپلو کې عادلانه او اصولي پایلې ته ورسېږي او حکومت به په نږدې راتلونکي کې د ټاکنو زمینه برابره کړي.#