د ننګرهار پوهنتون د استاد پوهنمل ادم خان ملاتړ د شهادت په اړه مطبوعاتي اعلامیه

ارګ، کابل: د پوهې او پرمختګ دښمنانو نن د ننګرهار پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي استاد پوهنمل ادم خان ملاتړ  د خوګیاڼو ولسوالۍ اړوند سیمه کې د تروریستي برید په پایله کې شهید کړ.

جمهوررئیس غني د دغې تروریستي پېښې په غندلو سره وویل، د افغانستان دښمنان زموږ پر علماوو، متخصصینو، اکاډمیکو شخصیتونو او استادانو د دغه ډول تروریستي بریدونو په ترسره کولو سره  د علم او پوهې ډیوې نه شي وژلی او نه هم پر روښانه راتلونکي زموږ د خلکو په ځانګړي ډول د پوهانو او لیکوالو پیاوړې او سپېڅلې ارادې کمزورې کولای شي.

د هیواد جمهوررئیس وویل، شهید استاد ادم خان ملاتړ  د ځوانانو د مسلکي رزونې او د ژبې او فرهنګ د بډاینې په برخه کې ارزښتناک خدمتونه وکړل او  سلګونه ځوانان یې د وطنپالنې او خدمت پر روحیه سنبال ورزول.

جمهوررئیس غني د شهید استاد ملاتړ کورنۍ، دوستانو، شاګردانو او د هیواد فرهنګي او اکاډمیکې ټولنې ته د خپلې خواخوږۍ او غمشریکۍ مراتب څرګندوي او هغه ته د خدای تعالی په دربار کې د فردوس جنت دعا کوي.#