جمهوررئیس غني د کرکټ ورزشکارانو ته په خطاب کې: تاسې د افغانستان ویاړ او راتلونکی یاست

جمهوررئیس غني د کرکټ ورزشکارانو ته په خطاب کې: تاسې د افغانستان ویاړ او راتلونکی یاست

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني نن ماښام د کرکټ بورډ رهبري، د کرکټ ملي ټيم غړو او د شپږېزې کرکټ لیګ اووم پړاو سیالیو لوبغاړو سره په سلام خانې ماڼۍ کې وکتل.

په دغه کتنه کې چې د جمهوررئیس لومړي مرستیال او یو شمېر لوړ پوړو دولتي مقاماتو هم حضور درلود، په پیل کې د کرکټ بورډ لوی رئیس فرهان یوسفزي جمهوررئیس څخه د مننې پرمهال وویل، له ښه مرغه نن د کرکټ ورزشکاران په ملي او بین المللي سیالیو کې ګډون کوي او وطن ته ویاړ او عزت راوړي.

یوسفزي د کرکټ ورزشکارانو ته وویل، د ورزش قوانینو او ډسپلین ته پاملرنه وکړئ، تاسې هغه اتلان یاست چې د هیواد درې رنګه بیرغ چې زموږ هویت او ویاړ دی، رپوئ او د جمهوریت استازیتوب کوئ.

وروسته د جمهوررئیس لومړي مرستیال امرالله صالح د کرکټ ورزشکارانو ته د ښه راغلاست پر مهال وویل، هغه ویاړونه چې تاسو افغانستان ته راوړي، موږ پرې ویاړو.

هغه زیاته کړه، د کرکټ د ورزشکارانو رول د افغانستان په یووالي کې مهم دی. تاسې خلکو ته خوښي راوړې، حکومت پر تاسې لازیاته پانګونه کوي او کرکټ به په ټول هیواد کې پراختیا ومومي.

جمهوررئیس غني د کرکټ بورډ رهبري پلاوي، د کرکټ ملي ټیم غړو او د شپږیزې لیګ اووم پړاو سیالیو لوبغاړو ته د ښه راغلاست پر مهال وویل، تاسې د افغانستان ویاړ او راتلونکی یاست او زموږ ولس ته مو خوښي راوړې ده.

هغه زیاته کړه، د حکومت رهبري، د خدمت ټیم دی او ویاړو چې د ارګ په سلامخانې ماڼۍ کې د افغانستان اتلانو ته هرکلی وایوو.

جمهوررئیس د شپږېزې کرکټ لیګ اووم پړاو سیالیو د هر ټیم نوم واخېست او وې ویل، په خپلو ټیمونو مو ښکلي نومونه اېښي دي، ستاسې په رګونو کې د اتلانو وینه جریان لري او دا وطن تل اتلانو ساتلی دی.

هغه زیاته کړه، تاسې اوس په بین المللي ډګرونو کې سیالي کوئ او د سیالیو له اصولو سره بلد یاست، ستاسې پیاوړې مټې او ځلېدونکي څېرې موږ ته هیله رابښي.

دغه راز په دې کتنه کې د کرکټ بورډ لوی رئیس فرهان یوسفزي او د کرکټ بورډ غړي هارون میر، هغه بیټ چې د کرکټ ملي ټیم غړو پرې خپل لاسلیکونه کړي وو، جمهوررئیس ته ډالۍ کړ.#