بلخ ولایت کې پر یوې نجلۍ د ډله ییز تېري قضیې ته د رسېدو په تړاوو د جمهوررئیس د سملاسي دستور په اړه مطبوعاتي اعلامیه

ارګ، کابل: د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني، په بلخ کې پر یوې ځوانې نجلۍ د ډله ییز تېري په اړه د طلوع نیوز د راپور تر خپرېدو وروسته د هیواد لویې څارنوالۍ او د ملي امنیت ادارو ته د دغې قضیې د بیا ارزولو دستور ورکړی. 

جمهوررئیس د یادې قضیې په اړه د ژورې خواشینۍ په څرګندولو سره د هیواد لویه څارنوالي او ملي امنیت موظف کړل چې سملاسي په دې برخه کې اقدامات وکړي. 

حکومت په ابتدایي ډول د هغې نجلۍ روغتیایي وضعیت ته د رسېدو لپاره چې د ډله ییز تېري قرباني بلل کېږي په ګډون دې قضیې ته د رسېدو په موخه عملي اقدامات هم کړي او دا مهال یاده نجلۍ د ملي امنیت روغتون  (امان الله خان) کې تر درملنې لاندې ده. 

د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د ښځو او ماشومانو په ګډون د خپلو  هیوادوالو د عدالت او بشري حقونو تامین ته ژمن دی او له قانون  څخه سرغړونکو پر وړاندې به له هېڅ ډول اقدام څخه دریغ ونه کړي.