د پکتیا ولایتي شورا د مرستیال د شهادت په اړه مطبوعاتي اعلامیه

ارګ، کابل: په خواشینۍ سره چې د افغانستان دښمنانو نن سهار په ګردېز  ښار کې د پکتیا ولایتي شورا مرستیال ایوب غروال پوهنتون ته پر لاره د وسله وال برید په پایله کې شهید کړ.

جمهوررئیس  د دغه تروریستي برید د سخت غندلو پرمهال اړوندو ارګانونو ته د پېښې د هر اړخیزې ارزونې او د عاملینو د تشخیص او مجازات په اړه لارښوونه وکړه  او په ټینګار سره یې وویل، د تروریستانو او جنایتکارو پر وړاندې به زموږ د امنیتي او دفاعي ځواکونو مبارزه ادامه ولري.

جمهوررئیس د هیوادوالو د خوندیتوب، د تاوتریخوالي او تروریستي بریدونو د مخنیوي او مطلوبې پایلې ته د سولې مذاکراتو د  رسېدو په موخه چې د تلپاتې او باعزته سولې تامین دی یو وار بیا پر طالبانو ډلې غږ وکړ چې بشري، سراسري او دایمي اوربند چې زموږ د  افغانستان د خلکو، حکومت او نړیوالو غوښتنه ده، ومني.  

د هیواد جمهوررئیس د شهید ایوب غروال کورنۍ ته د غمشریکۍ او خواخوږۍ مراتب څرګندوي او د خدای تعالی په دربار کې نوموړي ته د فردوس جنت هیله کوي.