جمهوررئیس غني د ښارجوړولو او ځمکو وزارت رهبري پلاوي سره وکتل

جمهوررئیس غني د ښارجوړولو او ځمکو وزارت رهبري پلاوي سره وکتل

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني نن ماسپښین د ښارجوړولو او ځمکو وزارت رهبري پلاوي سره وکتل.

په دغه کتنه کې د ښارجوړولو او ځمکو وزارت سرپرست محمود کرزي او د دغه وزارت ټولو مسوولینو د استوګنې پروژو او د املاکو او جایدادونو اړوند مسایلو په اړه خپلې طرحې له جمهوررئیس سره شریکې کړې.

جمهوررئیس د دوی د خبرو له اورېدو وروسته، د هیواد په پنځو سترو ښارونو کې د ستراتېژیک انکشاف په چوکاټ کې د پلانونو پر تطبیق د ټینګار پر مهال وویل، د دغه وزارت کارکوونکو ته باید تخصصي روزنه ورکول شي، ترڅو یاد پلانونه تطبیق کړای شو.

په دغه کتنه کې د ځمکې د استملاک پروسو پر ساده کولو او د انکشافي پروژو د د تطبیق، د جایدادونو د اسنادو او قبالې د اسانه کولو، د لویو ښارونو پر طرحو او د ښاري انکشاف زون بندۍ د مقررې په اړه چې په دې وروستیو کې نهایي شوې ده، هم بحث او خبرې وشوې.#