جمهوررئیس غني په افغانستان کې د اسیا پراختیایي بانک رئیس سره وکتل

جمهوررئیس غني په افغانستان کې د اسیا پراختیایي بانک رئیس سره وکتل

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني نن مازدیګر په افغانستان کې د اسیا پراختیایي بانک رئیس ناریندرا سنګرو، سره وکتل.

په دغه کتنه کې چې د ویډیو کنفرانس له لارې په ارګ کې ترسره شوه، دواړو لوریو په افغانستان کې د انرژۍ او ترانسپورټ په سکټورونو په ځانګړي ډول زېربنايي او انکشافي برخو کې د اسیا پراختیایي بانک د مرستو د دوام په اړه بحث او خبرې وکړې.

جمهوررئیس په دې اړه چې د افغانستان حکومت څه ډول وتوانېد د کرونا ویروس خپرېدو باوجود خپلې اقتصادي برنامې د خلکو د ژوند د ښه والي په موخه تطبیق کړي، هم خبرې وکړې.

جمهوررئیس غني د مرکزي اسیا له هیوادونو په ځانګړي ډول د انرژۍ په برخه کې د افغانستان د همکاریو په اړه خبرې وکړې او په مالیې وزارت او ټولو سکتوري ادارو کې یې د اصلاحي طرحو یادونه وکړه.

د اسیا پراختیایي بانک رئیس وویل، د افغانستان حکومت کرونا ویروس خپرېدو د مخنیوي او خلکو ته د مرستې رسولو په برخه کې مهمې برنامې لرلې.

هغه زیاته کړه، د افغانستان حکومت د مارکیټ د ثبات ساتلو او کرونا ویروس ګواښونو د مخنیوي په برخه کې له نړیوالې ټولنې سره د ګډ کار لازم معیارونه لري.

ناریندار سنګرو وویل، کرونا ویروس سره د مبارزې او د هغې د منفې اغېزو د مخنیوي، د کرونا ویروس خپرېدو پر مهال په موقع د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو، بین المللي همکارانو سره د همغږۍ او زیانمن پاړکي سره د مرستې په برخو کې د منظمو برنامو او ستراتېژۍ په لرلو سره د افغانستان حکومت له اسیا پراختیايي بانک او ټولو مرستندویه ارګانونو څخه د لازیاتو مرستو د ترلاسه کولو لپاره دغه معیارونه بشپړ کړي دي.#