په بامیانوکې د حکومت د رهبرۍ فوق العاده امنیتي غونډه جوړه شوه

په بامیانوکې د حکومت د رهبرۍ فوق العاده امنیتي غونډه جوړه شوه

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني نن سهار د لوړپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ د بامیان ولایت د عمومي وضعیت ارزولو په موخه، یاد ولایت ته سفر وکړ.  

په دغه سفر کې د جمهوري ریاست لومړي مرستیال امرالله صالح، د جمهوري ریاست دویم مرستیال استاد سرور دانش، د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب او یو شمېر نورو لوړپوړو امنیتي مقاماتو، د جمهوررئیس متلیا کوله.

جمهوررئیس ته د شهید مزاري هوایي ډګر ته له رسېدو وروسته، د بامیانو والي، ټولو سیمه ییزو مسوولینو او د ولایتي شورا غړو هرکلی ووایه.

وروسته د حکومت د رهبرۍ فوق العاده امنیتي غونډه چې په کې د ملي امنیت سلاکار او د امنیتي سکتور مسوولینو هم حضور درلود، جوړه شوه.

په دې غونډه کې د هیواد عمومي امنیتي وضعیت وارزول شو او پر امنیتي پلانونو، عملیاتو، د دښمن د ګواښونو د دفع کولو، د امنیتي او دفاعي ارګانونو په شته ننګونو او ظرفیتونو بحث او خبرې وشوې.

د امنیتي او دفاعي ارګانونو مسوولینو د ځواکونو د ځای پرځای کولو په اړه خپل راپورونه وړاندې کړل او د ولسوالیو په سطحه یې د حکومتولۍ د پراختیا او د لازیاتو خدمتونو وړاندې کولو غوښتنه وکړه.

جمهوررئیس غني پر امنیتي او دفاعي لومړیتوبونو په ټینګار وویل، د خلکو ساتنې او د انکشافي پروژو امنیت ته دې جدي پاملرنه وشي او د امنیتي او دفاعي ارګانونو انکشافي او اصلاحي برنامې دې تطبیق شي.

 جمهوررئیس همدا راز د لویو لارو د امنیت پر تامین، د دښمن د اخاذیو پر مخنیوي او په امنیه قومندانیو کې د وړتیا او معیار پر بنسټ پر تغییراتو ټینګار وکړ وې ویل: هغه امنیتي او دفاعي منسوبین دې تقدیر شي چې په خپلو اجرااتو کې یې له ځانه وړتیا ښودلې دي.#