په ننګرهار ولایت کې دتروریستي برید په اړه مطبوعاتي اعلامیه

ارګ، کابل: طالبانو او نورو تروریستي ډلو د خپلو جنایتونو په دوام نن د ننګرهار ولایت غني خېلو ولسوالۍ ودانۍ ته څېرمه د تروریستي برید په ترسره کولو، د ښځو او ماشومانو په ګډون زموږ یو شمېر بې ګناه هیوادوال شهیدان او ټپیان کړل.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس د ملکي وګړو په ځانګړي ډول د ماشومانو وژل لوی او نه بښونکي جنایت وباله وې ویل، پر ملکي وګړو په ځانګړي ډول ښځو او ماشومانو بریدونه د اسلامي لارښوونو خلاف او بشري ضد جنایت دی.

جمهوررئیس وویل، طالبانو د ا مریکا متحدو ایالتونو سره د سولې موافقتنامه لاسلیک کړه، خو بدبختانه خپلې ژمنې یې عملي نه کړې او یواځې یې پر بهرنیو ځواکونو خپل بریدونه ودرول. طالبانو او نورو تروریستي ډلو د لاس په یو کولو سره  خپلو تروریستي فعالیتونو ته دوام ورکړی او په ننګرهار کې د ننني تروریستي برید په څېر، هره ورځ د بې ګناه وګړو د وژل کېدو او د عام المنفعه تاسیساتو د ویجاړولو لامل ګرځي.

د هیواد جمهوررئیس د یاد تروریستي برید د شهیدانو کورنیو ته د خواخوږۍ او همدردۍ ژورو مراتبو څرګندولو پر مهال اړوندو مسوولینو ته د شهیدانو کورنیو ته د رسېدنې او ټپیانو ته د درملنې په موخه لازمې لارښوونې وکړې.#