جمهوررئیس غني کویټ او قطر هیوادونو ته په دوه ورځني سفر ولاړ

ارګ، کابل: د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني نن سهار د لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ د کویټ د مخکېنې امیر شیخ صباح الاحمد الجابر الصباح اروا ته د دعا او د هغه هیواد حکومت او خلکو سره د غمشریکۍ لپاره یاد هیواد ته ولاړ.
جمهوررئیس غني به د کویټ د امیر روح ته له دعا وروسته پلازمېنې دوحې ته په دوه ورځني رسمي سفر ولاړ شي او د قطر امیرشیخ تمیم حمد بن ال ثاني، لومړي وزیر شیخ خالد بن خلیفه بن عبدالعزیز ال ثاني او نورو مقاماتو سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو او په بېلابېلو برخو کې د همکاریو پر پراختیا بحث او خبرې وکړي.
جمهوررئیس غني به دوحې ته د سفر په جریان کې په دوحه انسټیټیوټ کې ډيپلوماتانو، استادانو، پوهانو او محصلینو ته هم وینا وکړي.
د هېواد جمهوررئیس سره په دی سفر کې د جمهوري ریاست لومړی مرستیال امرالله صالح، د بهرنیو چارو وزارت سرپرست محمدحنیف اتمر، د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب، د جمهوري ریاست عالي مقام دفتر عمومي رئیس محمدشاکر کارګر، د جمهوري ریاست د چارو ادارې لوی رئیس ډاکټر فضل محمود فضلي، د لوړو زده کړو وزارت سرپرست عباس بصیر، د پوهنې وزارت سرپرسته رنګینه حمیدي، د اقتصاد وزارت سرپرسته کریمه حامد فاریابي، د ولسي جرګې غړی حاجي اجمل رحماني، د مشرانو جرګې استازی عبداللطیف نهضتیار او په کویټ او قطر کې د افغانستان سفیران هم ملتیا کوي.