د وروستیو تروریستي بریدونو په اړه مطبوعاتي اعلامیه

ارګ، کابل: د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني په داسې حال کې چې په دوه ورځني رسمي سفر په قطر کې دی، د لغمان پر والي رحمت الله یارمل له تروریستي برید څخه په خبرېدو چې د ماشومانو او سپین ږیرو په ګډون زموږ یو شمېر بې ګناه هیوادوال په کې شهیدان او ټپیان شول، سخت خواشینی شو.

همداراز تروریستانو پرون په هدفي بریدونو کې اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون د کمېشنر حمدالله ارباب په موټر چاودنه وکړه او څو نور هیوادوال یې په نښه کړل. جمهوررئیس د دغو بریدونو د سخت غندلو پر مهال وویل، طالبان هېڅکله هم د تاوتریخوالي له لارې هدف ته نشي رسېدلی او مجبور دي اوربند چې سولې ته د رسېدو لپاره د خلکو غوښتنه ده، ومني.د هیواد جمهوررئیس د یادو تروریستي بریدونو د شهیدانو کورنیو ته د خواخوږۍ او همدردۍ ژور مراتب وړاندې کړل او ټپیانو ته یې د عاجلې روغتیا دعا وکړه.