د سولې مذاکراتو اړوند د ولسي جرګې د اعلامیې په اړه مطبوعاتي اعلامیه

ارګ، کابل: د افغانستان اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني د سولې مذاکراتو، د جمهوري نظام، د تېرو نولس کلنو لاسته راوړنو، د تاوتریخوالي د کموالي او اوربند او د امنیتي او دفاعي ځواکونو د ټینګ ملاتړ په اړه د ولسي جرګې د ارزښتناکې اعلامیې هرکلی او قدرداني کوي.

د افغانستان د ولسي جرګې قدرمنو استازو د دغې اعلامیې په خپرولو سره د واقعي استازو په توګه د هیواد ملي ګټو او د ملت غوښتنو ته خپله ژمنتیا وښوده. د هیواد جمهوررئیس د ولسي جرګې د دغه اصولي او ملي دریځ ستاینه کوي.

د ولس د غوښتنو او د هیواد د ملي ګتو پر مبنا د ولسي جرګې خپره شوې اعلامیه نړیوالوته د نظام د ملاتړ، د افغانستان اسلامي جمهوري دولت مذاکره کوونکي پلاوي ته بریالیتوب ته د سولې مذاکراتو د رسولو او طالبانو ‌‌‌‌‌ته د اوربند منلو او په هیواد کې د تلپاتې سولې د تامین لپاره اساسي پیغامونه لري.

د افغانستان اسلامي جمهوريت د مسوول، ځواب ویونکي او منتخب دولت په توګه د ولس غوښتنې ته د رسېدو لپاره چې په هیواد کې د تلپاتې سولې او ثبات تامین، د نظام او امنیتي او دفاعي ځواکونو او تېرو نولسو کالو لاسته راوړنو او ارزښتونو ساتنه او پراختیا ده، کلک ژمن دی او د تحقق لپاره یې په ټول قوت او وحدت عملي اقدامات کړي او په دې برخه کې به هیڅ ډول هڅې درېغ نه کړي.#