جمهوررئیس غني د تاجیکستان د جمهوررئیس په توګه دامام علي رحمان دبیا انتخابېدو مبارکي وویله

جمهوررئیس غني د تاجیکستان د جمهوررئیس په توګه دامام علي رحمان دبیا انتخابېدو مبارکي وویله

خبر

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني نن مازدیګر د ټلیفوني تماس له لارې امام علي رحمان ته د تاجیکستان د جمهوري ریاست په ټاکنو کې د بیا ځلې بریا مبارکي وویله.

په دغه ټلیفوني تماس کې، جمهوررئیس غني نوموړي ته د بریالیتوب او د هغه هیواد خلکو ته د سعادت او نېکمرغۍ ترڅنګ هیله څرګنده کړه چې د جمهوررئیس امام علي رحمان بیا ځلې بریا سره د افغانستان او تاجیکستان تر منځ اړیکې لاپراختیا ومومي.#