جمهوررئیس غني د امنیتي او دفاعي ځواکونو د اصلاحاتو او پیاوړتیا کنفرانس کې ګډون او وینا وکړه

جمهوررئیس غني د امنیتي او دفاعي ځواکونو د اصلاحاتو او پیاوړتیا کنفرانس کې ګډون او وینا وکړه

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې د هیواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو د اصلاحاتو او پیاوړتیا کنفرانس کې چې په چهار چنار ماڼۍ کې جوړ شوی و، ګډون او وینا وکړه.
په پیل کې د ملي امنیت شورا د امنیتي اصلاحاتو سکتور او ځان بسیاینې رئیس نجیب الله وردګ، د کورنیو چارو سرپرست وزیر محمد مسعود اندرابي، د ملي امنیت عمومي ریاست سرپرست رئیس احمد ضیا سراج او د ملي دفاع وزارت لومړي مرستیال شاه محمود میاخېل په امنیتي او دفاعي ځواکونو کې د اصلاحاتو او پیاوړتیا په اړه مشخص وړاندیزونه وکړل.
دوی وویل، د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په تړاوو د حکومت په مالي سیاست کې کوم تغییر نه دی راغلی، خو په لګښتونوکې شفافیت او د اصلاحاتو لپاره د مشخصو او عملي میکانېزمونو ترتیبول د دې کنفرانس عمده موخې دي.
یادو مسوولینو وویل، دغه کنفرانس د امنیتي او دفاعي بنسټونو د مسوولیتونو د وضاحت، د ښوونې او روزنې بهیر د ښه والي، د ملاتړ او ژمنتیا زیاتولو، د تشکیلاتي پړسوب د مخنیوي، په ښه ډول د قوتونو د ځای پر ځای کولو، د دښمن د تهدیدونو کچې د واضح تحلیل، راتلونکي امنیتي وضعیت ته د بشپړ تیاري او د منابعو دسالم مدیریت په اړه د بحث ترڅنګ ورته حللارې مشخصوي.
ورپسې د ملي امنیت سلاکار ډاکتر حمدالله محب د امنیتي او دفاعي بنسټونو مسوولینو ته په خطاب کې وویل، تاسو د یوې ادارې نه، بلکې د افغانستان مالکان یاست او د هیواد په مختلفو برخو کې یې پر وخت د دښمن د بریدونو د دفع کولو له امله د هغوی ظرفیت وستایه.
د ملي امنیت سلاکار وویل، د هیواد امنیتي او دفاعي ځواکونه دا مهال د بهرنیو له مرستې پرته ۹۶ سلنه پوځي فعالیتونه ترسره کوي او راتلونکي کال ته به دغه کچه ۱۰۰ سلنې ته ورسېږي. هغه زیاته کړه، د دغه کنفرانس موخه له خپلو قوتونو او ظرفیتونو څخه اغېزناکه ګټه اخیستنه ده.
حمدالله محب د خلکو او امنیتي او دفاعي ځواکونو ترمنځ د همغږۍ زیاتولو ته په اشارې وویل، موږ خپلې ستونزې ارزولي او د خلکو د ساتنې لپاره د لا اغېزناکو ګامونو په پورته کولو کار کوو.
په دې کنفرانس کې په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت مرستیال جنرال ډېډرېک په هلمند کې پر وخت د دښمن د بریدونو دفع کولو ته په اشارې د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو او په ځانګړي ډول د هوایي ځواک ظرفیت او وړتیا وستایله وې ویل، غوڅ ملاتړ ماموریت د افغانستان د امنیتي اودفاعي ځواکونو تجهیز، روزنې او مشورې ورکولو ته ژمن دی.
جمهوررئیس محمد اشرف غني د امنیتي او دفاعي ځواکونو د دوامداره قربانیو ستاینه وکړه وې ویل، په څو ساعتونو کې د هلمند وضعیت ته رسېدنه د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د لوړ ظرفیت ښودنه کوي.
جمهوررئیس غني وویل، د قوې مؤثر استعمال ډېر مهم دی او له نوي ماحول سره د تعامل لپاره نوي لیدلوري ته اړتیا ده. هغه زیاته کړه، افغانان د خپلواکۍ ساتلو لپاره قانونمند نظام ته اړتیا لري او دغه نظام د قوې په مشروع استعمال ساتل کېږي.
د هیواد جمهوررئیس امنیتي مسوولینو ته په خطاب کې وویل، موږ د بېځایه لګښتونو د مخنیوي ښه تجربه لرو او د تشکیلاتو د اصلاح جدي اړتیا ده. منابع باید د جګړې په لومړۍ کرښه متمرکزې شي او د بېځایه لګښتونو مخنیوی ممکن دی.
محمداشرف غني وویل، د امنیتي او دفاعي ځواکونو ترمنځ د همغږۍ زیاتوالی د ښه انسجام لامل شوی، خو لا زیاته پاملرنه باید ورته وشي او اصلاحات په تصمیم نیولو کې لا زیاتې اسانتیاوې رامنځته کوي.#