جمهوررئیس غني د ولسي جرګې د یو شمېر کمېسیونو له رئیسانو او غړو سره په کتنه کې: حکومت د څارنې او تقنین په برخو کې له تاسې سره همکار دی

جمهوررئیس غني د ولسي جرګې د یو شمېر کمېسیونو له رئیسانو او غړو سره په کتنه کې: حکومت د څارنې او تقنین په برخو کې له تاسې سره همکار دی

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني نن مازدیګر د ولسي جرګې د مرکزي تفتیش او قانون پر اجرا د څارنې، تقنیني چارو او د ښځو، مدنې ټولنې او بشري حقونو چارو د کمېسیونونو له رئیسانو او غړو سره وکتل.

په دغه کتنه کې چې په ارګ کې وشوه، په پیل کې په پارلماني چارو کې د دولت وزیر ګل پادشاه مجیدي په خپلو خبرو کې د درې ګونو قواوو ترمنځ پر همغږۍ او اړیکو پیاوړتیا د ټینګار پر مهال د یادو کمېسینونو د کړنو په اړه معلومات ورکړل.

وروسته د ولسي جرګې د مرکزي تفتیش او قانون پر اجرا د څارنې کمېسیون مرستیال کمال صافي، د تقنیني چارو کمېسیون رئیس قاضي نذیر احمد حنفي او د ښځو، مدنې ټولنې او بشري حقونو چارو د کمېسیون رئیسې ناهید فرید خبرې وکړې.

دوی  د خپلو کمېسیونونو د کړنو راپورونه وړاندې کړل وې ویل، سوله باید د افغان ولس تر مدیریت لاندې اوسي او د سولې په خبرو کې دې د وروستیو ۱۹ کلونو لاسته راوړنې خوندي شي.

دوی همدا راز  د جمهوریت او تېرو ۱۹ کلونو د ارزښتونو پر ساتنې د ټینګار پر مهال د نظام په جوړښت کې د ښځو د رول پر پیاوړتیا د تاکید ترڅنګ د اجرائیه او مقننه قواو ترمنځ د لازیاتې همکارۍ غوښتنه وکړه.

جمهوررئیس غني د دوی د خبرو له اورېدو وروسته د دري ګونو قواوو ترمنځ پر تعامل ټینګار وکړ وې ویل، حکومت د څارنې او تقنین په برخه کې له تاسې سره همکار دی. هغه زیاته کړه، قانون جوړونه مهم امر دی او باید د قانوني خلا او په قوانینو کې د تضاد مخنیوی وشي.

جمهوررئیس ټینګار وکړ، راتلونکی اوونې نوماند وزیران ولسي جرګې ته معرفي کېږي، حکومت د سترو کارونو د ترسره کولو توان لري او تاسې د ټاکنو ترسره کېدو او کرونا ویروس د مدیریت شاهدان وئ.

جمهوررئیس غني د نظام په جوړښت کې د ښځو د رول د ملاتړ او د څارنې او تقنین په برخه کې د همکارۍ څرګندولو پر مهال وویل، د افغانستان د راتلونکي لپاره د جینوا راتلونکی کنفرانس مهم دی، سوله موږ ته لومړیتوب لري او د اساسي قانون ارزښتونه، د جمهوریت نظام او د تېرو ۱۹ کلونو لاسته راوړنې به خوندي شي.