جمهوررئیس غني د سږني کانکور شپږو ممتاز ګډونوالو سره وکتل

جمهوررئیس غني د سږني کانکور شپږو ممتاز ګډونوالو سره وکتل

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني نن مازدیګر د سږني کانکور عمومي اول نومرې شمسیې علي زاده او پنځو نورو ممتازو ګډونوالو سره چې په ترتیب سره یې لوړې نومرې ترلاسه کړې وې، وکتل.

په دغه کتنه کې چې په ارګ کې وشوه، جمهوررئیس وویل، زه د حکومت په استازیتوب تاسې ته د دغې سترې بریا مبارکي وایم. تاسې د افغانستان راتلونکی یاست او هیله لرم تر دې اندازې پرمختګ وګړئ چې د افغانستان جمهوررئیس شئ.

جمهوررئیس د دوی له زحمتونو او دا چې والدینو یې تربیه کړي دي مننه وکړه وې ویل، هیله لرم د افغانستان شتمني پر خپلو ځواکمونو مټو مدیریت کړئ.

جمهوررئیس غني دوی ته په خطاب کې وویل، زه په تاسې کې د جمهوریت ثمره وینم، شمسیه علي زاده د کانکور عمومي اول نمره او د افغان نجونو لپاره مثال دی.

د هیواد جمهوررئیس د خپلو خبرو په پای کې وویل، کانکور اداره پر شفافې او د خلکو د باور وړ ادارې بدله شوې او زموږ ځوانانو ته یې د لوړو زده کړو زمینه برابره کړې ده.

د سږني کانکور عمومي اول نمرې شمسیې علي زاده د نورو په استازیتوب د جمهوررئیس د تشویق او دا چې د افغانستان تعليمي او تحصیلي نظام ته ځانګړې پاملرنه لري، مننه وکړه.

د دغې کتنې په پای کې جمهوررئیس غني هر ممتاز ګډونوال ته سل زره افغانۍ د ډالۍ په ډول ورکړې.