جمهوررئیس غني د هلمند د وروستیو شهیدانو جنازو ته درناوی وکړ

جمهوررئیس غني د هلمند د وروستیو شهیدانو جنازو ته درناوی وکړ


د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني نن سهار د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د افغان وسله وال پوځ د هغو منسوبینو په جنازو کې چې په دې وروستیو کې په هلمند ولایت کې شهیدان شول، درناوی وکړ.
جمهوررئیس په شهید محمد داوود خان روغتون کې د هلمند د وروستیو شهیدانو ارواوو ته د دعا او د دوی د کورنیو غړو او د ملي دفاع وزارت رهبرۍ سره د غمشریکۍ پرمهال وویل، ټولو ته تسلیت وایم. د د شهیدانو وینه پاکه، د افغانستان د ویاړ او د ټول ملت د سرلوړۍ وینه ده.
جمهوررئیس وویل، په هلمند کې زرګونه خلک بې ځایه شول، که د دوی شهادت او په ټول هیواد کې د دوی اتلولي نه وای، نو میلیونونه خلک به بې ځایه شوي وای. د دوی ماموریت دا وو چې د ملي اردو شهیدانو او ټپیانو ته رسیدګي وکړي او دا د دوی د ژمنتیا، لوړو اخلاقواو عزت نښه ده چې زموږ سرتېرو تل ښودلې.
د هیواد جمهوررئیس وویل، زموږ د هوایي ځواک اتل پیلوټان چې په سختو شرایطو کې یې ښې دندې ترسره کړي او په سختو درو کې الوتنې کوي، ، د زړه له کومې یې مننه کوم. هغه زیاته کړه، په هوایي، ځانګړو او په مجموع کې په امنیتي او دفاعي ځواکونو کې ایجاد شوی ظرفیت د ویاړ وړ دی.
جمهوررئیس غني د هلمند د وروستیو شهیدانو کورنیو ته په خطاب کې وویل، زه ستاسو هر یوه درد احساسوم، ټول ولس او د حکومت رهبري په دغه لوی غم او درد کې له ستاسو سره شریک دي او په ټوله مانا یې درک کوو. راتلونکې اونۍ له تاسو سره په ځانګړې غونډه کې د شهیدانو کورنیو ته د رسیدګۍ په اړه له تاسو څخه اورم.
جمهوررئیس غني د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب او د امنیتي او دفاعي بنسټونو مسوولینو ته د شهیدانو کورنیو ته د لا ښې رسیدګۍ په اړه لارښوونه وکړه چې شته اصول او مقررې په واضح ډول بیاوارزوي، ترڅوهر سرتېري، هر افسر او ټولو منسوبینو او د شهیدانو کورنیو ته لا ښه رسیدګي وشي.
جمهوررئیس د هلمند وروستیو شهیدانو ته په اشارې وویل، دوی د هیواد او ولس ساتونکي وو او ټول ولس ورباندې ویاړي. د دوی پر شهادت ټول ولس د همدلۍ، همبستګۍ او غمشریکۍ احساسات څرګندکړل. هغه زیاته کړه، موږ ټول تلونکي یوو، مګر دغه زموږ د شهیدانو لاره ویاړلې لاره ده، دوی ته د فردوس جنت، تاسو ته د زغم او افغانستان ته د سرلوړۍ دعا کوم.
ورپسې د جمهوري ریاست لومړي مرستیال امرالله صالح وویل، په خپل ټول وجود تاسو ته د تسلیت او همدردي مراتب څرګندوم، ستاسو درد او غم د افغانستان مشترک درد دی، د هیواد په ګوټ ګوټ کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو شهیدانو ته د فردوس جنت او کورنیو ته یې د زغم دعا کوو. دا سپېڅلي شهیدان هم دنیوي او هم اخروي رتبې لري.
امرالله صالح وویل، هغه ظریف ظرف چې د افغانستان عزت، ملي بیرغ، تاریخ، نظام، د ټولو مساوي حقونه او د افغانستان جغرافیه په کې راټول دي، د ملي اردو، ملي پولیسو، ملي امنیت او د افغانستان د نظام پر اوږو دی. دوی د هیواد له ګوټ ګوټ راټول شوي اوپه ګډه له ملي بیرغ او ارزښتونو څخه دفاع کوي.
ښاغلي صالح څرګنده کړه، موږ په ډېرو بدو لحظو کې قرار لرو، خو همدا شیبې زموږ راتلونکی او د یو ملت، جغرافیې او دولت په توګه زموږ برخلیک ټاکي او ستاسو دغو اتلو اولادونو نن په خپلو وینو ولیکل چې دا برخلیک د یوې ظالمې او هغې ډلې چې د نورو په نیابت دلته جګړه کوي، تر پښو نه لاندې کېږي .
نوموړي وویل، زموږ د سولې له غوښتنې څخه د دښمن انتباه غلطه ده، هغوی د هغې معاملې او تفاهم له مخې چې له نورو سره یې لري، د افغانانو ملي اراده کمه ګڼلې. هغه په ډاډ سره وویل، په بریالیتوب له دغه حالت څخه وځو او نن د هیواد په بېلابېلو برخو کې ولسونه په ټول قوت زموږ د امنیتي او دفاعي ځواکونو ترڅنګ لاړ دي.
د جمهوررئیس لومړي مرستیال وویل، د افغانستان طالباني کول ممکن نه دي. د طالب په واړه او تیاره ظرف کې د پنځه دېریش میلیوني ملت چې دومره تنوع، جوړښت او پېچلتیاوې لري، ځایول امکان نه لري. ولې له دې بیرغ او د ملت تر ترحم لاندې د یوې ډلې په توګه د طالب راتګ او مدغم کېدل ممکن دي.
ښاغلي صالح وویل، ماته هر شهید یو عدد نه، بلکې یوه څېره ده چې تر شا یې شخصي ویاړونه، اتلولۍ،سرښندنې او د زرګونو دعاوې وینو. د هر شهید د میندو، خویندو، پلرونو، اولادونو او ټولو غم نه یوازې درک کوو، بلکې د هندوکش د غره په څېر یې په خپلو اوږو وړو او ستاسو غم زموږ ټولو غم دی.
د جمهوري ریاست لومړي مرستیال وویل، د دغه نظام په لرلو چې د خلکو د عزت دفاع کوي، ویاړو. همدارنګه یې د شهیدانو له کورنیو سره د غمشریکۍ په دغه غونډه کې د جمهوررئیس، د امنیتي او دفاعي سکتور د رهبرۍ او د ملي شورا د استازو د حضور او ګډون مننه وکړه.
وروسته جمهور رئیس غني او د جمهوري ریاست لومړي مرستیال امرالله صالح تر نظامي توپ پورې د هلمند د وروستیو شهیدانو د جنازې د لېږد په مراسمو کې چې د هېواد په درې رنګه بیرغ پوښلې وې او د تشریفاتو قطعې منسوبینو په خپلو اوږو لېږدولې، ملتیا وکړه.