جمهوررئیس د کابل امنیتي ټیم ته په خطاب کې: د جرایمو پر وړاندې دې جدي او عاجل اقدام وشي

جمهوررئیس د کابل امنیتي ټیم ته په خطاب کې: د جرایمو پر وړاندې دې جدي او عاجل اقدام وشي

د افغانستان اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمداشرف غني په مشرۍ د کابل د امنیت د ټینګښت لپاره د غوره تدابیرو نیولو او امنیتي میثاق د تطبیق په موخه، امنیتي غونډه نن مازدیګر په ارګ کې جوړه شوه.

په دغه غونډه کې د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب او د هیواد امنیتي او دفاعي ارګانونو مسوولینو هم حضور درلود، په پیل کې د کابل امنیتي ټیم د امنیتي برنامو، جرمونو او تروریزم سره د مبارزې او امنیتي میثاق عملي کولو په اړه خبرې وکړې.

دوی په کابل ښار کې د لسګونو مجرمینو د نیولو، د پولیسو د ګزمو او د خلکو د شکایتونو پر وړاندې د مسوولیتونو په اړه خپل راپور جمهوررئیس ته وړاندې کړ.

همداراز یې وویل، د امنیتي میثاق په چوکاټ کې د خلکو په همکارۍ په بېلابېلو جرمونو تورن ۱۷۳ کسان پولیسو ته معرفي شوي، ۶۹ تړونونه تازه لاسلیک شوي او په بېلابېلو برخو کې ۳۰۰ امنیتي کمرې نوې نصب شوي دي. دغه راز د تروریستي فعالیتونو او جرمونو په تړاو ۶۱۰ تورن کسان نیول شوي دي.

وروسته د جمهوري ریاست لومړي مرستیال امرالله صالح وویل، پولیس باید جرمونو ته متوجه اوسي، د امنیتي برنامو په پلي کولو کې هڅه وکړي او آمرین دې د امنیتي میثاق په چوکاټ کې له خلکو سره زیات کار وکړي.

ورپسې جمهوررئیس غني د تروریستي فعالیتونو پر شنډولو، د دښمن د بریدونو دفعه کولو او امنیتي میثاق پر تطبیق او دوام د ټینګار پر مهال وویل، د کابل د امنیت په اړه دې لا زیاتې هڅې وشي او د جرایمو پر وړاندې دې جدي او عاجل اقدام وشي.

جمهوررئیس زیاته کړه، باید د خلکو رواني امنیت خوندي او د کابل د امنیت په تامین کې دې له ټکنالوژۍ استفاده وشي، امنیتي میثاق دې په درست ډول عملي او دندې دې تفکیک شي، همداراز دې د کابل په پولیسو کې اساسي تغییرات راشي چې د جرمونو له بېلابېلو ابعادو سره مبارزه وشي.

جمهوررئیس غني د کابل امنیتي ټیم ته لارښوونه وکړه چې د ځمکې د غصب مخنیوی ته لازیاته پاملرنه وکړي او د کابل د ولسوالیو د امنیت د ټینګښت په خاطر دې جدي اقدام وکړي.#