جمهوررئیس غني د افغانستان فوټبال غوره لیګ لوبغاړو ته په خطاب کې: تاسې زموږ ویاړ او د افغانستان ځوان نسل الګو یاست

جمهوررئیس غني د افغانستان فوټبال غوره لیګ لوبغاړو ته په خطاب کې: تاسې زموږ ویاړ او د افغانستان ځوان نسل الګو یاست

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني نن غرمه د فوټبال فدراسیون، ورزش او بدني روزنې ریاست رهبري پلاوي، د افغانستان فوټبال غوره لیګ نهم پړاو سیالیو اتل او مرستیال اتل لوبډلو او د نجونو د فوټبال د اتل او مرستیال اتل لوبډلو سره، وکتل.
په دغه کتنه کې چې په سلامخانې ماڼۍ کې وشوه، په پیل کې د افغانستان فوټبال فدراسیون رئیس محمدیوسف کارګر ورزش ته د جمهوررئیس د پاملرنې او لوبغاړو څخه د دولت د ملاتړ په خاطر مننه وکړه.
نوموړي همدا راز د فوټبال غوره لیګ نهم پړاو سیالیو د امنیت د تامین په خاطر د امنیتي او دفاعي ځواکونو مننه وکړه وې ویل، د افغانستان د فوټبال غوره لیګ نهم پړاو سیالیو د یووالي، وفاق، ملي پیوستون او جمهوري نظام څخه د ملاتړ پیغامونه له ځانه سره لرل.
کارګر جمهوررئیس، د جمهوري ریاست لومړي مرستیال او افغان ولس ته د افغانستان د فوټبال غوره لیګ نهم پړاو سیالیو د بریالي ترسره کېدو مبارکي وویله او زیاته یې کړه، که چېرې زموږ لازیات ملاتړ وشي، په سیمه ییزو او بین المللي ډګرونو کې به هم لاسته راوړنې ولرو.
وروسته د شاهین اسمایي فوټبال لوبډلې لوبغاړي فردین حکیمي او د نجونو فوټبال لوبډلې مسوولې ارزو رحیمي په خپلو خبرو کې د افغانستان حکومت رهبرۍ څخه د فوټبال د ملاتړ په خاطر مننه وکړه.
ورپسې جمهوررئیس غني وویل، تاسې زموږ ویاړ او د افغانستان ځوان نسل لپاره الګویاست. تاسې موږ ته خوښي راوبښله او سالمې سیالۍ مو تمثیل کړې.
د هیواد جمهوررئیس زیاته کړه: دا چې د افغانستان د فوټبال غوره لیګ سیالیو لپاره مو ښکلي نومونه غوره کړي، منندوی مو یم. هغه د افغانستان فوټبال غوره لیګ نهم پړاو سیالیو کې شاهین اسمایي فوټبال لوبډلې ته د اتلولۍ او سیمرغ البرز فوټبال لوبډلې ته د مرستیالې اتلولۍ او همدا راز د هرات نجونو د فوټبال لوبډلې ته د اتلولۍ او د کابل نجونو د فوټبال لوبډلې ته د مرستیالې اتلولۍ مبارکي وویله.
جمهوررئیس د فوټبال فدراسیون ستونزو د حل په خاطر د جمهوري ریاست لومړي مرستیال مننه وکړه وې ویل، دولت به له مادي او معنوي اړخه، ستاسې زیات ملاتړ وکړي.
د دغې کتنې په پای کې د ورزش او بدني روزنې رئیس حفیظ الله ولي رحیمي او د افغانستان فوټبال فدراسیون رئیس محمد یوسف کارګر د نورو په استازیتوب، د هیواد جمهوررئیس ته د فوټبال غوره لیګ نهم پړاو سیالیو تندیس ډالۍ کړ.