جمهوررئیس غني د پکتیکا یو شمېر مشرانو او ځوانانو سره وکتل

جمهوررئیس غني د پکتیکا یو شمېر مشرانو او ځوانانو سره وکتل

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني د پکتیکا یو شمېر مشرانو او ځوانانو سره نن له غرمې مخکې په چهار چنار ماڼۍ کې وکتل.

په پیل کې عتیق الله ارګوني د سولې په برخه کې د جمهوررئیس د هلو ځلو قدرداني وکړه او وې ویل، ولس ستاسو د هڅو درناوی او د جمهوریت ټینګ ملاتړ کوي. هغه زیاته کړه، د پکتیکا ولایت د بېلابېلو ولسوالیو امنیتي، سیاسي، ولسي، اقتصادي او جامع تحلیل او معلومات به په لیکلي ډول د جمهوررئیس حضور ته وړاندې شي.

نوموړي همدارنګه د پکتیکا د ولسوالیو د بندو لارو، د غیر فعالو ولسوالیو، د ارګون د داخلي سرکونو د پخولو، لیرې پرتو ولسوالیو ته د هراړخیزې پاملرنې، د بندونو د جوړولو، د هوایي ډګر د انکشاف، د ملکي الوتنو د پیلولو او د غیررسمي ولسوالیو د رسمي کولو په اړه خپلې غوښتنې او وړاندیزونه شریک کړل.

د جمهوررئیس لومړي مرستیال امرالله صالح یادو مشرانو ته د ښه راغلاست پرمهال له هغوی څخه له دې امله مننه وکړه، چې د پکتیکا لپاره د امنیتي تړون برابرولو په موخه یې اړه هر اړخیز معلومات د جمهوري ریاست لومړي معاونیت سره په لیکلي ډول شریک کړل او دا د دوی د وطنپالنې او صداقت څرګنده بېلګه ده.

امرالله صالح وویل، د هیواد د دفاع لپاره به د دوی په غوښتنه لازم امکانات دوی ته په واک کې ورکړل شي او د پکتیکا د ملي امنیت ریاست کې به د پکتیکا ځوانان استخدام شي او د مثبت بدلون په موخه به په نورو ادارو کې هم پکتیکاوال ځوانان وګومارل شي. هغه زیاته کړه، د امنیتي تړون د لا ښه تطبیق په موخه به له دغو مشرانو سره دوامدارې اړیکې او تماسونه وي.

جمهوررئیس له یادو مشرانو څخه د امنیتي تړون د برابرولو لپاره د دوی له جامع تشخیص څخه مننه وکړه او د هیواد د دفاع او د امنیت د خوندیتوب په برخه کې یې د پکتیکا د ولسونو د هلو ځلو قدرداني وکړه او وې ویل، د ولسي پاڅونونو هر اړخیز ملاتړ کېږي او لازم امکانات ورته برابرېږي، ترڅو د خلکو د لا ښې ساتنې او دفاع لپاره ولسي او نظامي قوت سره یو ځای شي.

د هیواد جمهوررئیس یو وار بیا ټولو پکتیکاوالو او د شهیدانو کورنیو ته تسلیت ووایه او وې ویل، د پکتیکا د ولسونو د ارام، هوسا او سوکاله ژوند لپاره په ګډه هلې ځلې کوو او راتلونکی کال به پکتیکا کې د اوبو مدیریت ته اساسي پاملرنه او پانګونه وشي.

جمهوررئیس وویل، ښرنې او ارګون ته به منظم انکشافي پلانونه ترتیب او د پکتیکا غیررسمي ولسوالۍ به رسمي شي. همدارنګه به د پکتیکا دوه سوه ځوانان د معیارونو په اساس په مناسبو ځایونو کې استخدام شي.

جمهوررئیس له یادو مشرانو څخه وغوښتل چې د پکتیکا ولسونو ته د ښه راتلونکي او په پکتیکا کې د اساسي او هر اړخیزو بدلونونوپه اړه د تصامیمو او امکاناتو له پلوه د حکومت د ټینګې ژمنې پیغامونه، ورسوي.