جمهوررئیس غني په افغانستان کې د اوکراین د نااستوګن سفیر باورلیک ومانه

جمهوررئیس غني په افغانستان کې د اوکراین د نااستوګن سفیر باورلیک ومانه

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې د ځانګړو تشریفاتي مراسمو په ترڅ کې، په افغانستان کې د اوکراین د نااستوګن سفیر واسیل سرواتوک باورلیک ومانه.

واسیل سرواتوک په افغانستان کې پر خپل نوي  ماموریت خوښي وښوده وې ویل، هیواد یې له افغانستان سره د اقتصادي همکاریو او د صادراتو او وارداتو د پراختیا غوښتونکی دی. هغه زیاته کړه، اوکراین تیار دی چې افغان محصلینو ته تحصیلي بورسونه ورکړي او له افغانستان سره د همکاریو د نوي فصل پیلولو لپاره په افغانستان کې خپل سفارت پرانېزي.

جمهوررئیس غني په افغانستان کې د اوکراین نااستوګن سفیر ته د ښه راغلاست ترڅنګ نوموړي ته په نوي ماموریت کې د بریالتوب هیله وښوده وې ویل، افغانستان غواړي د سیمې او نړۍ هیوادونو په ځانګړي ډول اوکراین سره اقتصادي همکاري پراخه کړي او دې هیواد ته د افغانستان د محصولاتو صادرول پیل کړي.

د هیواد جمهوررئیس د خپلو خبرو په پای کې وویل، افغانستان هم له اوکراین سره د اړیکو د پراختیا غوښتونکی دی او د سفارت په پرانیستل کېدو سره به د دواړو هیوادونو ترمنځ د اړیکو نوی دور پیل شي.