جمهوررئیس د غور والي ته د شهیدانو کورنیو ته د رسیدګۍ او د ټپیانو د درملنې لارښوونه وکړه

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني نن د غور والي نورمحمد کوهنورد سره د ټلیفوني تماس له لارې، په فېروزکوه ښار کې د ننني تروریستي برید په خاطر د خپلې خواخوږۍ او همدردۍ ژور مراتب، د دغه ولایت خلکو ته څرګند کړل.

جمهوررئیس غني د غور والي ته لارښوونه وکړه چې د شهیدانو کورنیو ته د رسیدګۍ او د ټپیانو د درملنې په برخه کې له خپلو ټولو امکاناتو استفاده وکړي.