د جمهوررئیس غني په مشرۍ د ملي امنیت شورا غونډه جوړه شوه

د جمهوررئیس غني په مشرۍ د ملي امنیت شورا غونډه جوړه شوه

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمد اشرف غني په مشرۍ د ملي امنیت شورا غونډه نن له غرمې مخکې په ارګ کې جوړه شوه.

د غونډې په پیل کې جمهوررئیس د غور ولایت په مرکز فېروزکوه ښار کې نننی تروریستي برید په سختو ټکو وغانده وې ویل، زموږ پر بې ګناه هیوادوالو برید، نه بښونکی جنایت دی. هغه زیاته کړه، طالبان باید د سولې د بریالیتوب لپاره موقع ضایع نه کړي او د تلپاتې سولې او اوربند لپاره دې د افغان دولت او خلکو غږ واوري.

همداراز په دې غونډه کې د سولې او پیوستون لپاره د افغانستان او پاکستان عمل برنامې کاري ګروپونو دویمې ناستې د راپور او د بې اسنادو موټرو د پړاونو د لارښود لایحې په اړه بحث او خبرې وشوې.

په همدې ترتیب اړوندو ارګانونو ته د امنیتي او دفاعي ځواکونو شهیدانو کورنیو ته د غوره رسیدګۍ، په شهید محمد داوودخان او پولیسو ۳۰۰ بستریز روغتونونو کې د موجوده امکاناتو د ارزونې، د شهیدانو کورنیو ته د ځمکې د وېش او امنیتي او دفاعي ځواکونو ته په موقع د اکمالاتو په خاطر لازمې لارښوونې وشوې.