ولسي جرګې ته د نوماند وزیرانو د ورپېژندلو په مراسمو کې د جمهوررئيس محمداشرف غني د وینا متن

ولسي جرګې ته د نوماند وزیرانو د ورپېژندلو په مراسمو کې د جمهوررئيس محمداشرف غني د وینا متن

بسم الله الرحمن الرحیم

برادرگرامی جناب صالح صاحب، برادر گرامی جناب دانش صاحب، جناب محترم رحمانی صاحب رئیس ولسی جرگه،  هیئت رهبری ولسی جرگه، جناب محب صاحب، جناب کارگر صاحب، جناب فضلی صاحب، نامزد وزیران و نامزدان بانک مرکزی افغانستان و ریاست عمومی امنیت ملی افغانستان، وکلای بسیار معظم افغانستان.

السلام علیکم و رحمة الله و برکاته

افتخار دارم که امروز از خانۀ ملت، به خواهران و برادران در تمام اکناف کشور و مهاجرین و دیاسپورای افغانستان عزیز در تمام جهان، خطاب می نمایم.

ما در مقطع از تاریخ قرار داریم که ضرورت عقلانیت در طرح و قاطعیت در عمل را از فرد فرد این ملت عظیم و از همه ما به صورت یک کتله واحد، خواهان است.

تصامیم امروز ما تعیین کننده فردای ماست، امروز نه تنها التیام دردهای پنج نسل زندۀ ما، در داخل و خارج کشور اولویت دارد، بلکه رفاه پنج نسل آینده ما نیز مطرح است. امروز روز خودگذری، فداکاری و نظام محوری برای وحدت ملی و تامین عدالت اجتماعی در افغانستان عزیز ماست.

امروز روزی نیست، که هر یک ما برای خود، خانواده یا به حلقۀ خود امتیاز بطلبیم. بلکه امروز روزی است که ما برای تطبیق و تحکیم قانون اساسی کشور که در آن ارزش های نظام جمهوری اسلامی و حقوق مساوی همه شهروندوان افغانستان اعم از زن و مرد تسجیل گردیده است و نقشۀ راه آینده ما در آن ترسیم شده، استادگی نماییم.

اکثریت قاطع افغان ها، زیر سن ۳۰سال می باشند، تفکر و اندیشۀ این نسل از زنان و مردان کشور ما محصول بیست سال گذشته جمهوری اسلامی افغانستان است. این نسل آینده محور و نظام محور است.

به شمول همۀ ما، بزرگترین آرزوی پنج نسل زندۀ افغانستان، خاتمه دادن به خشونت های میراثی و تحمیلی است تا آرزوی وحدت ملی، مشارکت همۀ اقشار و انکشاف متوازن در همه سطوح کشور عملی گردد.

دیدار امروزم با شما اعضای محترم شورای ملی، وکلای محترم ولسی جرگه  برای معرفی کابینه، نشانۀ احترام عمیق به ارزش های قانون اساسی و تاکید بر اصل تفکیک قوای سه گانه است.

من بحیث رئیس دولت، قوه اجرائیه، مقننه و قضایه را با تفکیک صلاحیت ها و کارکردها از دید مساوی می‌بینم و به این تفکیک بین قوای سه گانه، ارج میگذارم. احترام به شما وکلای ملت در اصل احترام به موکلین شماست و ما و شما مدیون موکلین خویش هستیم.

تفاهم و هماهنگی کامل، بین قوه مقننه و قوه اجرائیه، ضرورت امروز و استحکام فردای نظام جمهوری ماست. تفاهم و هماهنگی ضرورت به پا بندی، به صلاحیت ها، وظایف، اصول و ضوابط قانون اساسی دارد. هیچ یک از قوای سه گانه، وظایف یکی از قوای دیگر را به صورت موازی به پیش برده نمیتواند.

من این افتخار را دارم که تا اکنون در هیچ قضیه عدلی و قضایی مداخله نه نموده‌ام، و استقلال قوه قضایه و لوی څارنوالی را همیشه احترام و تقویه نموده‌ام. من مجالس‌ خویش را با اعضای محترم ولسی جرگه و مشرانو جرگه همیشه مفید دانسته‌ام. از پیشنهادات وکلای محترم، برای تقویه ظرفیت های ولسی جرگه و مشرانو جرگه، استقبال کرده‌ام و برای عملی نمودن آن دست به کار شده‌ام.

برای موافقه روی اصول و بررسی سریع مسوده های قوانین، ضرورت به معیارهای واضح است تافرامین تقنینی زیاد صادر نگردد، از این‌رو بخاطر استعجالیت در توشیح قوانین، از اصول واضح در روابط میان وزرا و وکلای محترم، استقبال می نمایم.

در مورد چگونگی تشکیلات وزارت امور پارلمانی، دارلانشای ولسی جرگه و دارلانشای مشرانو جرگه از طرح و سفارشات شما استقبال میکنم. همچنین طبق وعده، با وکلا و سناتور صاحبان ولایات دیدن خواهم کرد و تک تک مشکلات ایشان را می شنوم و به آن رسیدگی خواهم کرد.

وکلای محترم ولسي جرگه و هموطنان عزیز!

نیروهای امنیتی و دفاعی ما، به صورت متواتر ثابت نموده اند که پاسبانان راستین قانون اساسی جمهوری اسلامی افغانستان و متعهد به ارزش های حاکمیت قانون و مدافعان استقلال، امنیت ملی و آزادی افغانستان می باشند. شهامت، قهرمانی و فداکاری های نیروهای ما هرگز فراموش نمی شوند.  

حمایت شما وکلای محترم از لویه جرگۀ مشورتی صلح ارزشمند بود. از سهم فعال شما برای حل معضلۀ آزادسازی زندانیان طالبان و همچنان نقش شما در ترتیب قطعنامۀ واضح و مبرهن برای صلح پایدار و با عزت که نقشه راه برای مذاکره با طالبان در آن ترسیم کرده اید، ابراز امتنان می‌کنم.

باوجود اطمینانی که برای آتش بس و کاهش جدی خشونت در هنگام برگزاری لویه جرگه داده شده بود؛ بدبختانه، طالبان و حامیان شان به خشونت ادامه دادند. حملات اخیر طالبان به ولایت هلمند و غور و سایر نقاط کشور، نشاندهنده این است که آنها هنوز هم به روایت کاذب فتح باورمند هستند. به روح شهدای حوادث اخیر در ولایت هلمند و غور و سایر نقاط افغانستان، اتحاف دعا نموده و به خانواده این قربانیان ابراز تسلیت دارم.

به حیث سر قومندان علی قوای مسلح افغانستان و رئیس جمهور اسلامی افغانستان برای هرسرباز و افسر و هر منسوب قوای امنیتی ما از تالار ملت اطمینان میدهم که حمایت قاطبۀ ملت با شما فرزندان صدیق این خاک وجود دارد. طالب هیچ وقت به روایت پیروزی خود، پیروز نخواهد شد.

تنها قوت ۳۸ هزار نفری قطعات خاص و قول اردوی هوایی ما کافی است تا از حقوق مردم ما و از حق خود ارادیت و استقلال ما قاطعانه دفاع نماید. در جلسۀ اخیر شورای امنیت به مسئولین هدایت داده‌ام تا زمینه رسیدگی به خانواده های شهدای پر افتخار قوای امنیتی و دفاعی ما سریع، ساده و موثر گردد و به اطفال و خانواده های شان رسیدگی جدی صورت خواهد گرفت. از حمایت همیشگی خانۀ ملت، از قوای ملی امنیتی و دفاعی ابراز تشکر می کنم و بالای حمایت دوامدار شما حساب میکنم.

د ملت په کور کې د ولس محترمو استازو، خوېندو او ورونو!

موږ یوازې نه یوو. ځکه د بین المللي او ستراتېژیکو دوستانو سره چې موږ د مشترکو منافعو په اساس کوم مناسبات تدوین او ایجاد کړي دي، په خپل ځای دي. میاشت وروسته د قوس په درېیمه او څلورمه نېټه «د افغانستان لپاره د جېنوا کنفرانس» د افغانستان د اسلامي جمهوريت سره د بین المللي تعهداتو یوه ښه بېلګه ده. 

په دې نږدې ورځو کې چې د افغانستان حکومت د امریکا د متحده ایالاتو عالي رتبه مقاماتو سره کوم بحثونه او خبرې درلودې، دغو مقاماتو افغان حکومت ته اطمینان ورکړی دی چې دغه هېواد د افغانستان د راتلونکي په اړه خپلو ټولو تعهداتو ته ژمن دی.

دا په دې معنا چې له افغانستان څخه به د امریکا امنیتي او نظامي حمایت دوام لري. د دغه حمایت ښه بېلګه په وروستیو څو ورځو کې په هلمند کې ولیدل شوه. د امریکا د متحده ایالاتو ځواکونه د هلمند په دفاع کې د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت له وسله ‌والو ځواکونو سره ودرېدل.  موږ ته دا اطمینان هم راکول شوی چې د امریکا اقتصادي مرستې خاصتاً زموږ قهرمانو امنیتي او دفاعي قواوو سره به دوام کوي.

لکه تاسې چې ګورئ د امریکا متحده ایالات موږ سره عملاً مرسته کوي چې په راتلونکې میاشت کې د جنیوا کنفرانس د امادګۍ پروسه په ښه توګه مخې ته لاړه شي. افغانستان سره د روغتیا او پوهنې په برخه کې د امریکا د مرستو ژمنې اوږد مهاله دي.

دغه راز، د ښځو د حقوقو د تامین او د ډیموکراټیکو بنسټونو د تقویت په برخه کې د امریکا ژمنې په خپل ځای دي او هېڅ بدلون په کې نه دی راغلی. دا په دې معنا ده چې د تېرو ۱۹ کلونو لاسته راوړنو د ساتلو لپاره امریکا، اروپايي اتحادیه او نور متحدین یې د افغانستان له خلکو او دولت سره ولاړ دي.

دغو عالیرتبه امریکايي مقاماتو له موږ سره دا ژمنه هم کړې ده چې موږ سره به د خپلو راتلونکو پلانونو د تطبیق په برخه کې هم سلا مشوره کوي او د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت سره به د سولې، امنیت او نورو مسائلو په برخه کې د یو ملګري او همکار په توګه پاتې کېږي.  

دا د خوښۍ ځای دی چې اکثریت هېوادونه او بین المللي بنسټونه د افغانستان اسلامي جمهوري دولت سره د څو کالو تعهدات لري او هغو ته ژمن دي او د نړۍ قاطع اکثریت هېوادونه د سولې مذاکراتو تر نهايي اهدافو یعنې د یو موټي، خپلواک، متحد او ولسواک افغانستان پورې له موږ سره همغږي دي.

درنو وکیل صاحبانو او ګرانو وطنوالو!

زموږ ماحول هم د فرصتونو او هم له خطراتو ډک ماحول دی، دا چې له فرصتونو څنګه ګټه اخلو او پر خطراتو باندې څنګه بریالي کېږو؟ دا زموږ ارادې او ظرفیت پورې اړه لري.

 مخکې له دې څخه چې فرصتونو او خطراتو ته اشاره وکړم، په ډاګه وایم چې نن زموږ په دولت، ټولنې او اقتصاد کې هغه ظرفیتونه موجود دي چې خپل راتلونکی ورباندې تامینولی شو.

په خپلو پښو درېدل او خپلو منابعو ته انکشاف ورکول کوم وچ یا تش شعار نه دی. هره ورځ موږ تجربه کوو او د دې شاهدان یوو، کله چې ملي اراده موجوده وي، له ظرفیتونو څخه سمه ګټه اخېستل کېدای شي.

د شنبې په ورځ، ما دا ویاړ درلود، چې له سل تنو بریدملانو او ساتنمنانو سره وګورم. دوی د یوې ډېرې شفافې پروسې په اساس د شپږ سوه کاندیدانو له څېړنې نه وروسته، انتخاب شوي وو.  دوی  د افغانستان په ۲۹ ولایتونو کې د سلو ولسوالیو لپاره د امنیه قوماندانو په توګه خدمت ته ولېږل شول.

په دري ژبه کې دا متل لرو: سیاهی لشکر نیاید به کار، یک مرد جنګی به از صد هزار

او دغه سل تنه به د سل زرو کار وکړ ي انشاء الله و تعالی.

قطر ته په سفر کې ما د افغانستان د اسلامي جمهوریت د سولې مذاکراتي ټیم سره چې محترم معصوم ستانکزی یې مشري کوي ولیدل، د ټولو تحلیلونو په خلاف زموږ مذاکراتي ټیم ټولو غړو په اتحاد، اتفاق، وقار او قوي انګیزه د ملي ارزښتونو او له اسلامي جمهوریت دولت نه دفاع کوله. دا زموږ د سیاسي ظرفیت تر ټولو غوره بېلګه ده.

ما ژمنه کړې وه چې د افغانستان په ۳۷۷ ولسوالیو کې به یو یو جومات جوړوم. اوس تازه معلومات دا دي چې په ټولو ولایتونو کې جامع جوماتونه په تکملېدو دي، دغه جوماتونه زموږ د دولت په پیسو او د افغانستان په مټ جوړېږي. اطمینان لرم چې دغه ۳۷۷ جوماتونه به انشاء الله په اتلسو میاشتو کې تکمیل شي چې ټول مسلمان افغانان وګوري چې څوک یې خدمت کوي او زمینه ورته برابروي؟ 

د پروان ولس د دې شاهد دی، هغه کانال چې پخوا به د سېلابونو وروسته میاشتو میاشتو کې نه جوړېده، موږ په اتو ورځو کې پاک او جوړ کړ. دې سره موږ د انګورو او مېوه جاتو لوی فصل په اتو ورځو کې وژغوره.

 زموږ لوی ظرفیت د افغانستان علما دي. د دوی متفقې فتوا دا زمینه برابره کړه چې د اول وار لپاره یو رښتینی اوربند په ټول افغانستان کې راشي او ټول افغانان سولې ته ژمن شي. نن زه د افغانستان په علماوو باندې ویاړم چې د ټولې نړۍ علماوو ته یې قناعت ورکړ چې د افغانستان د اسلامي جمهوريت داعیه پر ځای او شرعي ده او طالبان جنګ ته هېڅ نوعه شرعي دلیل نه لري. که مثال غواړئ په دوحه کې زموږ علماوو ته وګورئ.

دوی طالبانو ته وړاندیز وکړ چې که اختلافي مواد دي راشئ په قرانکریم، نبوي سنت او شریعت یې حل کړو، خو هغوی وایي نه. له امریکا سره د هغوی موافقه باید اساس وي. ګورئ چې څوک د اسلام استازیتوب کوي؟

قاضی صاحب، از منطق بلند همه تان تشکر

 د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو غوښتنه له تاسو ټولو او د ملت له استازو ډېره ساده او روښانه ده. د ملي اردو، ملي امنیت او خاصتاً ملي پولیسو د ژورو اصلاحاتو ملاتړ وکړئ. کار اهل کار ته وسپارئ، ترڅو ضوابط پر روابطو مستحکم شي. له هغه زیات ستاسو دعا او اوچت اواز غواړي. و از آواز بسیار رسای تان در حمایت قوای امنیتی و دفاعی افغانستان همیشه ممنون هستم و بازهم تشکر می کنم.

همدارنګه د افغانستان خصوصي سکتور له ظرفیت څخه باید ذکر او مننه وشي.

 د کرونا د دوران په اوج کې دا خطر موجود و، چې ډوډۍ ورکه او قېمتونه اسمان ته وخېژي، د خصوصي سکتور او د دولت بېسارې همغږي د دې موجب شوه چې موږ د مرکزي اسیا ګاونډي ملکونو او پس له هغې د نورو ګاونډیو په همکارۍ لویې لارې پرانېستې وساتو. د افغانستان داسې ولسوالي نه وه چې توکي او ضروري مواد ورته ونه رسېږي.

د لوی خدای مهرباني وه چې د ښه کرنیز فصل له پلوه زموږ کرنیز محصولات له پروسږکال څخه لس فیصده زیات و. د دولت او خصوصي سکتور د ښې همغږۍ په پیاوړتیا کې زه اول له وکیل صاحبانو او بیا شهید ورور یوسف غضنفر مننه کوم.

دغه راز، د افغانستان زرهاوو ځوانانو په خاصتاً خویندو څخه چې د افغانستان په دننه او دباندې یې مسلکي لوړې زدکړې  کړي دي، مننه وکړم. دوی به انشاالله او تعالی، د افغانستان د بشري قوې په برخه کې د ډېرو لویو کارنامو د پلي کولو ظرفیت ولري.

په دې برخه کې خاصتاً له خویندو او مېرمنو څخه د زړه له کومې مننه کوم.  تاسې ثابته کړه چې هم وزارت کولی شئ، هم سفارت کولی شئ او دغه راز نور مسوولیتونه هم. له ښه مدیریت او ښه زعامت او دې وطن ته له ژمنتیا مو د زړه له کومې مننه کوم.  زنان افغانستان هیچ وقت به عقب نخواهند رفت.

ازاد ملک دی، ټول غږېدلی شي،  د جمهوریت غېږ خو ډېره لویه او اوچته ده، ټول په کې ځاېږو. ټول په کې ازاد یوو. لاړه شه خورې له مولوي هیبت الله پوښتنه وکړئ چې چېرته پټ یې، ولې افغانان وژنې، دا راته وایې چې په امریکایانو باندې حمله نه کوې، مننه، موږ باندې ولې حملې کوې؟ دا ستاسو بچیان نه دي؟ هره ورځ موږ یو شی جوړو هغوی یې خرابوي. راشئ چې یو ازاد بحث وکړو. راشئ ازاد بحث ته. افغانان پېژنئ. په زور څوک درباندې څه منلی شي؟ په ښو او خوندورو خبرو ټول یو بل منو. دا د جمهوریت ویاړ دی چې هر چېرې خلک خپل ازاد اواز پورته کولی شي او موږ یې احترام کوو.

زه غواړم خاصتا د افغانستان د ولایتونو له ډېر مثبت بدلون څخه مننه او یادونه وکړم. نن د افغانستان داسې ولایت نشته چې په هغه کې د ځوانانو، ښځو، علماوو او ټولو اقشارو ظرفیت په څرګنده توګه نه وي. هغه ورځې تېرې شوې دي چې ټولو ویل په ولایتونو کې سینما نشته موږ ټول کابل کې اوسېږو. ټول افغانان په دې ژمنه لري چې د افغانستان په ولایتونو کې بنیادي بدلون راشي او انشاء الله و تعالی راځي.

 همدارنګه، زموږ د کډوالو په منځ کې په ایران او پاکستان کې زښت ډېر ظرفیتونه پراته دي، چې انشاالله و تعالی د وطن په جوړولو کې به ور څخه ګټه اخلو. د بهر مېشتو افغانانود انسجام لپاره به موږ هر اړخیز اقدامات کوو او له ملي شورا هم غواړو د دوی هرکلی وکړي. دوی نه غواړي د نورو ځای ونیسي اکثره یې له خپلو امکاناتو سره راځي او خپلې تجربې له موږ سره شریکوي، دوی د افغانستان د ملت لاینفک او نه جلا کېدونکې برخه ده.

چهل سال پیش 99.9 فصید مردم افغانستان در داخل خاک افغانستان بود، امروز تعریف ملت افغانستان باید هرافغان را در هرنقطۀ دنیا در بر بگیرد. میلیاردها دالر سرمایه بشری در این خواهران وبرادران ما ایجاد شده، ما باید اینها را جذب کنیم و به حرکت بیاوریم. از احساس پاک هر افغان که کمک می کند کمک مادی می کند، کمک معنوی می کند و مخصوصاً دلش دوامدار به این خاک می تپد، از صمیم قلب تشکر می کنم.   

 ګرانو وطنوالو او د ملت په کور کې د ملت درنو استازو!

اوس راځم، فرصتونو ته:

لومړی، د افغانستان لویترین فرصت له موږ سره د اسیا براعظم بدلون دی. پس له درې سوه کالو څخه وروسته اسیا په نړۍ کې یو ځل بیا په لوی اقتصادي قوت د بدلېدو په حال کې ده.په راتلونکو څو لسیزو کې به اسیا په یو منسجم اقتصادي براعظم باندې بدله شي.

افغانستان چې د اسیا په زړه کې دی، جنوبي اسیا، مرکزي اسیا او غربي اسیا ترمنځ تر ټولو نږدې د وصل لاره ده، له دې څخه موږ ټول عظیمه ګټه اخیستلی شو. د ریل پټلۍ، پایپ لاینونه او د برق مزي به ټول انشاء الله و تعالی د افغانستان  موقعیت  په سرو زرو باندې بدل کړي.

دویم، یوازې د معادنو په برخه کې زموږ طبیعي پانګه، شاوخوا یو ټریلیون یا زر میلیارده ډالره تخمین شوې ده.

فورتیسکو استرالیايي کمپنۍ سره زموږ تفاهم یوازې د کاغذ په مخ نه دی، موږ هرو دوو اونیو کې له دوی سره مجالس لرو او انشاالله او تعالی که دا شل زره میګا واټه برق له اوبو څخه تولید شي افغانستان ته په بنیادي توګه بدلون راولي. هغه کار چې په سنګاپور کې د شلمې پیړۍ په اویایمې لسیزې د شلمې پېړۍ کې وشو، په افغانستان کې په راتلونکو دوو پېړیو کې ممکن دی.

درېیم، اوبه، زموږ او ستاسو ابرو ده. دلته غواړم  د مرحوم عبدالمجید خان زابلي، یو څو جملې درته ووایم: د اوبو په برخه کې زموږ فاجعې درې وې.

اول، حمله علاوالدین جهان سوز سر غزنی   و از بین بردن شبکه های آب. دوم حمله چنگیزخان سر شبکه های شمال افغانستان و هرات و سوم، حمله امیر تیمور بر شبکه سیستان. امروز ارادۀ ملی افغان ها این است که این سه فاجعۀ تاریخی را ما جبران کنیم. به همه تان مبارکی میدهم که بعد از 700 سال، بند کمال خان باز آب خواهد گرفت و نیمروز سبز خواهد شد و انشاءالله و تعالی در چهار سال آینده سرسبزی تمام افغانستان را شاهد خواهید بود.

نکته ای که مهم است و تفحصات بین المللی ثابت کرده، افغانستان د لویو مدنیتونو مرکز، د فکر، تجارت اود ولسونو د روابطو یوه څلورلارې وه. د چنګېز خان له حملې مخکې موږ د یو ستر اسلامي مدنیت مرکز و. د هغه تمدن د سترو متفکرینو نومونه لکه ابو ریحان البیروني، مولانا جلال الدین بلخي، ابن سینا، سنايي او په زرګونه نور ستوري، د همدې خاورې بچیان او محصول دي.  دوی اوس د هیر شوي تمدن په نامه یادېږي.

 عمده ترین فرصت ما این است که ریشه های عظیم تمدن اسلامی خود را درک کنیم و باز مرکز عظیم تمدن اسلامی شویم. درین مرحله تاریخ که فرضیه های جنگ تمدن ها مطرح است، بیایید این خاک مقدس را دوباره مرکز دیالوگ و همخوانی تمدن ها ایجاد کنیم. ویژگی تمدن اسلامی ما این بود که از هیچ کس ترس نداشت. مرا نشان دهید که در آن زمان کدام تمدن دیگر بود که صدسال یک پروژه منظم ترجمه داشت؟ از فلسفه یونان تا الجبر هندوستان، همۀ این ها در چهارچوب تمدن اسلامی ما جمع است. ضرورت واضح است که ما گذشتۀ خود را بفهمیم و سوء تعبیرهایی را که شرق شناسان از دین مقدس ما ایجاد کردند، به آن باور نداشته باشیم.

موږ یو قوي ملت یوو دا مو په واضح ډول بهرنیانو په خاصتاً هغوی ته چې زموږ له تاریخ سره بلد نه ‌دي ویلي دي،  چې موږ افغانانو هېڅکله د بېلتون بیرغ او شعار نه دی اوچت کړی.  مرا نشان دهید که یک افغان در بدترین شرایط افغانستان شعار جدایی را بلند کرده باشد، ما افغان هستیم و مسلمان هستیم و تا ابد افغان و مسلمان باقی می مانیم.

 زموږ خطرونه څه دي.

لومړی خطر: د بي باورۍ، وارخطايي او لنډ مهاله فکر زېږنده ده.  که د ولې یا «بید» ونې په څېر اوسو هر باد به مو خوځوي، خو که د چنار په څېر اوسو بیا به لکه ونه مستقیم په مکان یوو او د هر خطر سره به مقابله وکړای شو.

دویم خطر:  دا خطر د تروریستي شبکو دی. زما په اند په تېرو دوو پیړیو کې دا د تروریزم پنځمه څپه ده چې موږ ورسره مخامخ یوو.

د اسلام د مقدس دین او تروریزم ترمنځ هېڅ رابطه نشته، د یادونې وړ ده چې لومړنۍ ځانوژونکې حمله له غیر اسلامي هیواد یانې سریلانکا څخه پیل شوه. ځانوژنه او تروریزم یو تاکتیک دی چې هېڅ دیني اساس نه لري. هغومره چې زموږ موقعیت د اسیا د یووالی لپاره او د نړۍ د امنیت لپاره مهم دی، هغومره دغو تروریستي شبکو ته زموږ نا آرامي یو هدف دی.  دغو شبکو ته افغانستان د جنګ یو میدان دی.

داعش په دې باور دی چې د اخرالزمان لښکر به له خراسان چې زموږ تاریخي نوم دی راوځي او په دبیق کې به دجال سره اخري جګړه کوي. دوی هېڅ نوع مثبته طرحه زموږ لپاره نه لري.

طالبانو د یو شخص یعنې اسامه بن لادن لپاره افغانستان له نړۍ سره مخامخ کړ، اوسنۍ وضعه د دوی د اشتباهاتو نتیجه ده. دوی د نارامۍ مسوول دي، ځکه د دې پر ځای چې په ملت ودرېږي په یو فرد ودرېدل او دا اشتباهات باید بیا تکرار نه کړي.

د افغانستان ولس د چا تور لښکر نه دی، زموږ د ځوانانو، مشرانو او علماوو وینه، عزت او همت څوک په خطر کې نشي اچولی. طالبان دې په واضح توګه د افغانستان ولس ته ډاډ ورکړي چې د تروریستي شبکو څخه ځان بېلوي او اسلامیت او افغانیت ته لومړیتوب ورکوي.

درېیم خطر:

د جرمي شبکو دی. نن د مخدره موادو تولید له هیروینو څخه مصنوعي مخدره موادو ته وده کړې ده، نن نه یوازې زموږ میلیونونه بچیان په دې غم اخته شوي دي، بلکې په منطقه او نړۍ کې داسې کور او مور نشته چې له دې غم څخه بېغمه اوسي.

له دې خطر سره مقابله، ملي، منطقوي او کلکه بین المللي همکاري غواړی، په خاصه توګه د هغه هېوادونو همکاري غواړي چې د دې مصروفونکي دي.

څلورم خطر:

فساد دی. د فساد یو لامل په راتلونکي بې باوري ده، یوه بېلګه یې د لسهاوو میلیارده ډالرو انتقال بهرنیو هېوادونو ته دی. پيسې دلته پیدا شوې، اما بېرته بهر ته انتقال شوې.

زه نه غواړم په دې نن په تفصیل وغږېږم، موږ اساسي تصمیم او کلکه اراده لرو چې د فساد ريښې باید غوڅې شي.  د جېنوا د کنفرانس لپاره، موږ ستاسو په همکارۍ یوه منظمه او منسجمه طرحه وړاندې کوو.

پنځم خطر: انکشاف غیر متوازن است. در اینجا به صورت واضح بگوییم که افغان درجه اول، درجه دوم و درجه سوم وجود ندارد.  درد همه یکی است، یکی به یک زبان میگوید و دیگری به زبان دیگر

اجماع اساس همه تان این است که انکشاف متوازن فرمایشان قانون اساسی تطبیق شود. عوض اینکه یکی دیگر را متهم کنید، دست به هم بدهید که در این مقطع تاریخ بتوانیم گذشته را ختم کنیم. اما اختلاف نظر نه لرو، هغه یې په دري او اوزبیکي درته وایي، ته یې په پښتو وایې، یو بل ته غوږ ونیسئ. غواړئ طالب ته زمینه د بېرته راتګ برابره کړئ.از امان الله خان درس گرفتید! از سقوط داودخان درس گرفتید! از تفرقه های داخلی درس گرفتید! که هرڅوک په خپل خره باندې سپور وي، دا نه کېږي. یو بل ته لاس ورکړئ. که خرابي راغلې، که جلادان راغلي، تاسو خپله راوړي. یو نفر بې ګناه نه ده، ټول ګناهګار یوو. ټول باید لاس ورکړو او اعتراف وکړو چې تېرته  نه ګرځو. او دا نه ده چې یو چا باندې ظلم دی او پر نورو خوښي ده، نن د کوم افغان په کور کې وینه روانه نه ده؟

خون شهیدان ما عزت و همت می خواهد. ضرورت واضح است که یک طرح واضح داشته باشیم. این به شعار حل نمی شود، دستگاه حکومت تغییرات بنیادی بکار دارد تا بتوانیم حکومت را به صورت واقعی خادم ملت بگردانیم. این شهار همه تان است. 

لاس راکړئ، اتفاق وکړو او مشخصوځایونو کې اقدام وکړو. د همدې لپاره راغلی یم چې کابینه درمعرفي کړم. تر دې وړاندې کله یو ولسمشر راغلی چې کابینه درته معرفي کړي؟

سلهاوو ځل مې درسره کتلي، بیا درسره ګورم، په سترګو، مګر نن اصول دي، اصول مطرح دي، د اصولو په چوکاټ کې باید له یو بل سره وغږېږو. ځکه ټول غواړئ چې اساس دې وي.

 در کانفرانس جنیوا سه بعد است، نکته اول مثال بسیار واضح داریم که چپرکت بیگانه از نیم شب است.

اولین نکته که از ولسی جرگه افغانستان حمایت کامل می خواهم، ایجاد یک اقتصاد متحرک است که ما بتوانیم در آینده تمام مصارف قوای امنیتی و دفاعی خود و ملت خود را تامین کنیم. منابع اش را داریم، با فساد مبارزه کنید، دست به هم بدهید، این کشور به پای خود ایستاده میشود.

موضوع دوم، خواهران و برادران، از عثمانی صاحب و افغان صاحب باید سر یک طرح بنیادی اصلاحات دولتی به یک نتیجه برسیم.  یک اقلیت کوچک افغانستان را بدنام کرده است، بیایید با اراده ملی اصلاحات سرتاسری را انجام دهیم. و در این ضمن خاصتاً خواهان این هستم که تمرکز را روی ولسوالی های افغانستان ایجاد کنیم. ضعیف ترین نقطه حکومت داری ما امروز در ولسوالی های افغانستان است، لاس راکړئ چې د افغانستان ولسوالۍ په پښو ودروو.

و در تشکیلات که جناب رحمانی صاحب ذکر کردند، با شما صد فیصد موافق هستم. در این لیست که معیارهای فعلی ولایات را به طبقه اول، دوم و سوم قطعا مناسب با شرایط فعلی و روحیه قانون اساسی نیست. با من دست اتحاد بدهید که فقیرترین ولایات افغانستان را زیادترین منابع برای انکشاف شان بدهیم و سکتور خصوصی را در ولایاتی که تحرک در آنها بیاید. این همه افکار شعار نیست، در عمل باید با یکدیگر همکاری کنیم.

موضوع سوم ما صلح سازی است، بین صلح کردن و اعمار صلح باید تفکیک قایل شویم. خواهش من این است که به تیم مذاکرات تان وقت کافی بدهید، پشتیبانی کنید، روزانه اینجا تحت مدیریت کوچک قرار نگیرید. در خط ملی استوار هستند و جناب رحمانی صاحب، در روز آخر بدون فیصله پارلمان افغانستان، لویه جرگه افغانستان کدام پلان صلح مشروعیت پیدا کرده میتواند؟ فیصله آخر در دست شما هست یا نه؟ در این مرحله تیم تان واقعا با قوت از منافع ملی تان نمایندگی می کند. چه چهار خواهر ما و علمای کرام ما چه تمام نمایندگان. این ها فکر می کردند که طالبان هرکدام این ها را رشوت داده میتواند و هرکدام این ها را تطمیع کرده می تواند. نه، اینها به واقعیت از شما نمایندگی می کنند. کار ما و شما باید این باشد که در اعمار صلح به صورت اساسی.

پاکستان دو پای را در یک موزه کرده که تمام مهاجرین تان را رها کنید که دوباره پس بگردند، ایران برای تا معلوم است. آیا بدون تحلیل اساسی اقتصادی و اجتماعی و مخصوصا موثریت دولت، این کارهای بزرگ را انجام داده میتوانید؟ باید بفهمیم که اعمار صلح از همه ما زحمت می خواهد، منابع می خواهد، باید یک میلیون هکتار زمین آبیاری شود، تحرک اساسی بیاید.

کلانترین موضوع ما، موضوع ملت سازی است. دو اختیار دارید خواهران و برادران:

کدام بخش افغانستان است که بی درد است؟ کدام خانواده افغانستان است که بی داغ است؟ آیا تمرکز را روی این می گذارید که سر گذشته بحث کنیم که چه کسی مسئول کدام فاجعه بود یا یک فیصله می کنیم همانگونه که هسپانوی ها فیصله کرده بودند بعد از مرگ فرانکو که برای 20 سال که سر آینده سازی تمرکز می کنیم. بگذارید که این تاریخ تلخ، تاریخ شود، این به ملت تعلق دارد، اما ملت سازی ما بدون قبول کردن سرتاسری فرهنگ های مختلف ما موجودیت هویت های کوچک ما نیست. هر افغان یک گل است در یک باغ، یک باغ منسجم که عدالت می خواهد، هماهنگی می خواهد و برنامه می خواهد. بدون برنامه، این ها به شعارها نمی شود، توهین کردن یک افغان از سوی یک افغان دیگر  ضعیف کردن تمام نظام است. به زن های ما  ارج بگذارید، به جوان های ما موقع بدهیم، علمای کرام مان را احترام کنیم. جامعه ما اقشار مختلف دارد، امروز باید واقعیت جامعه خود را بشناسیم و از ان دفاع کنیم. ملت سازی برنامه های منسجم می خواهد، خاصتا در قسمت معارف و تحصیلات عالی. از نگاه فکری باید قبول کینم که یک ملت از روی یک نژاد ایجاد نمی شود، از روی مفکوره ایجاد میشود و ما تا مفکوره را از دل و جان قبول نکنیم، نهادها تغییر نمی کنند.

موضوع پنجم ما مناسبات منطقوی و بین المللی ما است. آینده ما با منطقه ما گره خورده است. من افتخار دارم که در این پنج سال افغانستان دوباره جزء لاینفک آسیای مرکزی شده است. اگر امروز مناسبات ما با آسیای مرکزی نمی بود، فکر می کردید که بحران کرونا را به این سادگی مدیریت می کردیم؟ روز به روز منقطه اهمیت افغانستان را درک می کند، اساس مناسبات منطقوی ما، منافع مشترک، احترام مشترک و اعتماد مشترک است و باید مشکلات خود را در منطقه حل کنیم. هرچیز به شعار حل نمی شود، با کار منسجم با درک منافع و ایجاد فضای منافع .  و از نگاه بین المللی باز هم افغانستان اهمیت حیاتی دارد و مناسبات بین المللی ما آن وقت به صورت واقعی تحکیم می شود که دست گدایی دراز نباشد. سرپای خود که ایستاد شدیم، مناسبات بین المللی تان به مراتب زیادتر تعریف می شود . از این جهت قربانی های عظیم ما به ما این حق را داده که به درگیری های کوتاه مدت دیگران دخیل نشویم. ایجاد اجماع منطقوی برای یک افغانستان که روابط چندجانبه باشد، از ماموریت های کلیدی ما است.

ما میخواهیم که زیادترین دوستان را داشته باشیم و در دشمن های دیگران داخل نشویم. این نقطه کلیدی و محور سیاست ما است. من از همه تشکر می کنم، از توجه تان، کابینه جدید را با ادارات مستقل خدمت تان معرفی می کنم با تایید این ها از آدرس شما انشاءالله و تعالی یک تیم متحد خواهیم داشت که در تطبیق دیدگاه های ملی با من همکار باشند و شورای ملی بتواند سرشان حساب کند.  

تل دې وي افغانستان

یشه سن افغانستان

زنده باد افغانستان