د ویډیو کنفرانس له لارې د شانګهای همکاریو سازمان شلمه سرمشریزه غونډه کې د جمهوررئیس محمد اشرف غني د وینا ژباړه

د ویډیو کنفرانس له لارې د شانګهای همکاریو سازمان شلمه سرمشریزه غونډه کې د جمهوررئیس محمد اشرف غني د وینا ژباړه

جمهوررئیس پوتین؛ د دولتونو او حکومتونو محترمو مشرانو؛ اغلو او ښاغلو؛

موږ داسې مهال ملاقات کوو چې نړۍ په ناسم وضعیت کې ده. د کرونا ویروس وېرې، زموږ له یو بل سره تړلې نړۍ سره پاشلې. اجازه راکړئ د کرونا ویروس له امله د رامنځته شویو تلفاتو او زیانونو له امله د شانګهای همکاریو سازمان غړو او ناظرو هیوادونو ته د خپل تسلیت درانه مراتب وړاندې کړم.

اجازه راکړئ د کرونا ویروس پر خپرېدو او نورو ګواښونو د غلبې لپاره د شانګهای سازمان په چوکاټ کې د همکاریو د پیاوړتیا او لا زیات انکشاف ته زموږ د ټولو د پاملرنې متمرکز کولو له امله د جمهوررئیس ولادیمیر پوتین مننه وکړم. 

د اقتصادي، سیاسي او امنیتي همکاریو له لارې په یو اقتصادي براعظم د اروپا ـ اسیا د بدلېدو بهیر د چټکتیا لپاره د شانګهای همکاریو سازمان بېساری فرصت لري. دغه فرصت، پر ګواښونو د بریالي کېدو او عادي بهیر ته د ګرځېدو او پایداره ودې د تحرک رامنځته کولو لپاره اساسي او کلیدي دی.

هماغسې چې افغانستان د اسیا په زړه او دقیقا د داسې ظرفیتونو په مرکز کې دی چې ترې استفاده نه ده شوې، سیمې ته هوساینه او سوله راوستلی شي. د اټکلونو پر اساس، د افغانستان ځینې ګاونډیان په دې هیواد کې د سولې په راتلو سره کولی شي خپله داخلي ناخالصه وده له یو څخه دوه سلنې ته زیاته کړي.

پر دې سربېره، افغانستان د اسیا د مشهورو لارو لکه ګرنډ ترانک، لاجورد، وریښمو او د درملو په څلورلارې کې موقعیت لري. موږ پخوا د اسیا څلورلار وو چې په هغه کې توکي، مفکورې او خلکو په ازاد ډول تګ راتګ کاوه او تمدنونو یو بل لا زیات غني کول.

د افغانستان موقعیت او تاریخي مخینې ته په کتو؛ موږ د نړیوالو او سیمه ییزو همکاریو په ځانګړي ډول د منځنۍ، سویلي، ختیځې او لویدیځې اسیا او هاخوا د ځمکې، هوا او په ډیجیټلي ډول د اتصال له لارې د همکاریو د بستر رامنځته کېدو په لټه کې یوو. د دې لیدلوري د تحقق لپاره د بې نظمۍ او ګډوډۍ عواملو په ځانګړي ډول د نشه یي توکو د قاچاقبرانو او تروریستي شبکو چې زموږ د ویجاړۍ هڅه کوي او خپلو هوایي خیالونو ته د رسېدو لپاره زموږ له موقعیت څخه استفاده کوي، پر وړاندې ټولیز اقدام ته اړتیا ده. 

موږ، د افغانستان حکومت او خلکو انتخاب کړې چې په تېر بریالي شوو. د افغانستان اسلامي جمهوریت قانون په چوکاټ کې سولې او هوساینې ته د رسېدو لپاره د افغانانو له هڅو د ملاتړ لپاره ستاسو د محترمو رهبرانو اجماع، نه یوازې موږ ته مثبت پیغام دی، بلکې په اروپا او اسیا کې د شته فرصتونو درک دی.  

له نېکه مرغه موږ وتوانېدو د کرونا ویروس لومړۍ څپه مهار کړو. په ملي کچه تمرکز او سیمه ییزه او بین المللي همکاري زموږ دې هڅو ته د رسېدو په برخه کې ګټوره تمامه شوه. په کور دننه، موږ په چټکۍ حکومت بسیح کړ او د ویروس خپرېدل مو په پنځو مرحلو اعتراف، خپرېدو، فلاکت، ارامۍ او بېرته عادي وضعیت ته په ګرځېدو ترسیم کړ، منابع مو په یوه واحد مسیر منسجمې کړې؛ خلک مو بسیج کړل؛ له خصوصي برخې سره مو همغږي وکړه او د ۴.۵ میلیون کورنیو چې د افغانستان د نفوس نوي سلنه جوړوي، مستقیم ملاتړ وکړ. په سیمه ییزه کچه؛ زموږ لومړیتوب د عرضې زنځیرونو پرانیستي ساتل وو.

موږ په لاجورد دهلېز کې د ترکمنستان، اذربایجان، ګرجستان او ترکیې له همکاریو؛ د ریل پټلۍ مسیرونو او په وریښمو لاره د خوراکي توکو د عرضې زنځیر د پرانیستو په خاطر د اوزبیکستان، قزاقستان، روسیې، چین او تاجکستان مننه او ستاینه کوو. په داسې حال کې چې زموږ بازارونه په ثابت حالت کې نه وو، هند موږ ته له سل زره ټنو زیات غنم برابر کړل او هوایي دهلېز یې پرانیستی وساته. 

ایران خپل ترانسپورټي دهلېزونه پرانیستل او افغان کډوالو ته د روغتیایي خدمتونو په برابرولو یې په پام وړ ډول افغانستان ته د کډوالو د ستنېدو مخنیوی وکړ. پاکستان په تدریجي ډول د توکو د ترانزیټ بهیر پرانیسته او د ازادې ویزې رژیم یې معرفي کړ. پر وخت دغه اقدامات د دې لامل شول چې مارکېټونه په بشپړ ډول فعال وي او ټول هیواد ته د اساسي او اړینو توکو د انتقال لپاره یې زمینه برابره کړه. 

موږ د افغانستان د روغتیا له برخې د بین المللي ملاتړ په ځانګړي ډول د اسیا پراختیایي بانک، اروپایي ټولنې، د پیسو نړیوال صندوق، نړیوال بانک، د امریکا متحدو ایالتونو او د افغانستان نورو شریکانو څخه مننه کوو. موږ د دغو همکاریو د لا زیاتوالي غوښتونکي یوو. موږ غواړو د کرونا ویروس د خپرېدو دویمې څپې مهارولو لپاره د شانګهای همکاریو سازمان سره کار وکړو. 

موږ د سیمه ییز اتصال د لویو او نویو پروژو د چټکتیا په هڅه کې یوو. کاسازر، د خواف ـ هرات ریل پټلۍ، د اقینه ـ اندخوی ریل پټلۍ، ټاپي، د ترکمنستان ـ افغانستان ـ پاکستان د برېښنا لېږد مزي، نوري فایبر او له اوزبیکستان څخه افغانستان ته د زر مېګاواټه برېښنا د لېږد پروژه به راتلونکی کال بشپړ شي یا به یې په افغانستان کې د جوړېدو کارونه پیل شي. موږ د مزار ـ کابل ریل پټلۍ بشپړولو او د ریل پټلۍ شبکې د پراختیا لپاره له اوزبیکستان سره د ګډې پانګونې په هڅه کې یوو.

اسټرالیایي فورتسکیو میتالز شرکت سره د تفاهم لیک لاسلیکول افغانستان ته دا امکان برابروي چې د شل زره مېګاواټه ابي برېښنا د تولید او د فولادو او د هیواد نورو منرالي منابعو د تولیداتو لپاره ترې استفاده ـ په اټکلي ډول یو ټریلیون ډالر ـ پرته له دې چې چاپېریال ته زیان ورسوي، د شنه صنعت په یو مرکز بدل کړي. موږ د اویا زره مېګاواټه بادي برېښنا او دوه سوه او شل مېګاواټه لمریزې برېښنا د تولید لپاره د زمینې برابرولو په هڅه کې یوو.

د افغانستان بهرنی سیاست له سیمې او بین المللي شریکانو سره د ګډو ګټو په یووالي او د هیوادونو ترمنځ د اختلاف او مناقشې په عامل له بدلېدو څخه په مخنیوي ولاړدی. ګډې ګټې، احترام او متقابل باور موږ د دې وړ ګرځوي چې مطلوب هدف یعنې خپلواک، متحد، سوله ییز او ډیموکراتیک افغانستان ته چې د تېرو نولسو کلونو د لاسته راوړنو د پراختیا وړتیا ولري، ورسېږو. د دې هدف د تحقق لپاره موږ مجبور یوو د تاوتریخوالي او جګړې له تغییر او تحولاتو سره مخ شوو.  

موږ د نړیوالې ترهګرۍ پنځمې څپې په منځ کې ژوند کوو او مړه کېږو. په دې څپه کې، تروریستي شبکې له جرمي بین المللي سازمانونو ـ له هغې ډلې د انسانانو او نشه یي توکو قاچاقبرانو ـ سره نږدې اړیکې لري چې جګړه یې په بشپړ ډول ناپېژندل شوې او د سولې رامنځته کېدل له لا زیاتو خنډونو سره مخ کړي. موږ تیار یوو او کولی شو له ترورېزم او نشه یي توکو سره د مبارزې په برخه کې د شانګهای سازمان غړو او ناظرو هیوادونو سره خپلې همکارۍ پراخې کړو.  

که څه هم زموږ هوایي ځواک، کومانډو او ځانګړي ځواکونه د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو لس سلنه تشکیلوي، خو موږ د خپلو منابعو اته څلوېښت سلنه پر هغوی مصرفوو. د دغو ځواکونو ظرفیت او وړتیا د دې لامل شوې چې ۹۸ سلنه ځانګړي عملیات افغانان رهبري کړي. موږ ویاړو چې زموږ او ستاسو د هیوادونو پر وړاندې ګواښونو سره مو دوامداره او قاطع مقابله کړې ده. 

تروریستي شبکو سره د مبارزې په برخه کې چې د سولې اعمار، پرمختګ او همکارۍ د ورانولو په هڅه کې دي د یو سیمه ییز او نړیوال چوکاټ پر اساس د دولت ـ دولت همکاري یوه کلیدي موضوع ده. د نشه یي توکو ګواښ سره مقابله، چې هر مور او پلار او هره کورنۍ یې اندېښنه لري، یو چوکاټ ته اړتیا لري چې په هغه کې د تولیدکوونکو، پروسس کوونکو، عرضه کوونکو، د ترانزیټ مرکزونو، قاچاقبرانو، تمویلونکو او د نشه یي توکو د مصرفونکو مسوولیتونه په واضح ډول مشخص شي. زموږ په ټولنو کې په نشه یي توکو اعتیاد په یوې جدي ستونزې بدله شوې ده، موږ تیار یوو چې له دې نړیوال او سیمه ییز خنډ سره د هغه استعجالیت ته په اهمیت، مقابله وکړو. 

دې ته په کتو چې موږ د ګډوډۍ مختلفو ډولونو سره مخ یوو؛ سوله لا هم زموږ په لومړیتوبونو کې ځای لري. د یو دولت او ټولنې په توګه موږ له طالبانو سره د مخامخ مذاکراتو پیلولو لپاره د سختو تصامیمو نیولو ژمنتیا، لېوالتیا او زړورتیا وښوده.

متاسفانه، نه یوازې د تاوتریخوالي کموالي ژمنې او هر اړخیز اوربند تحقق ونه موند، بلکې د طالبانو له لوري تاوتریخوالی په پام وړ ډول زیات شوی دی. پر کابل پوهنتون غیر انساني برید، دې ته له پام پرته چې د برید مسوولیت چا واخیست، د تاوتریخوالي له فکر څخه سرچینه اخیستې وه او د نشه یي توکو په تولید، زموږ د طبیعي پانګې او فرهنګي میراثونو په قاچاق د ترورېزم د تمویل منابعو په توګه تکیه کوي، چې واقعي غور او ارزونې ته اړتیا لري.

د وطندارۍ حقوقو د برابرۍ اصول او جمهوریت چې زموږ په اساسي قانون کې ذکر شوي په سیاست، اقتصاد او د افغانستان ولسواکه ټولنه کې د طالبانو سوله ییز ادغام ته زمینه برابروي.

د نظرپوښتنو پر اساس، د هیواد له ۷۵ تر ۸۵ سلنې خلک د جمهوریت ملاتړ کوي، په داسې حال کې چې له طالبانو ملاتړ له ۴ تر ۸ سلنې دی. د هیواد په مطلق اکثریت د یو کوچني اقلیت د غوښتنې تحمیل، یوازې د جګړې د دوام لامل ګرځي.

له هغه ځایه چې د هیوادونو حاکمیت او خپلواکۍ ته احترام د شانګهای همکاریو سازمان له اساسي اصولو څخه دی، موږ له تاسو ټولو غواړو چې د افغانستان د اسلامي جمهوریت په چوکاټ کې د پایداره سولې بهیر ملاتړ وکړئ.

د اساسي قانون د احکامو لمنځه وړل به د تروریستي او جرمي شبکو د پراختیا او اروپا-اسیا قارې اقتصاد د ایجاد بهیر جوړولو د ګډوډۍ په شمول د شانګهای همکاریو سازمان لپاره منفي پایلې ولري.

د ملګرو ملتونو سازمان امنیت شورا ۲۵۱۳پرېکړه لیک د تصویب په خاطر له تاسې مننه کوو، د سولې خبرو د ترسره کولو لپاره یو عالي لارښود دی. د شانګهای همکاریو سازمان په چوکاټ کې قاطع اجماع به موږ قادر کړي چې د سولې بهیر د تامین لپاره هوکړې ته ورسېږو. د سولې اعمار چې په کې بیاځلې ګډوال او بې ځایه شوي خلک له افغان ټولنې سره یو ځای کېږي او د یوه ملت د ټولو اجزاوو د توافق لپاره، دولتي پیاوړي ظرفیت او خوځنده مارکیټ ته اړتیا لري، ترڅو موږ له بې وزلۍ څخه نسبي هوساینې ته ورسوي.

موږ په یوې پرانیستې تاریخي مقطع کې قرار لرو. زموږ د څلورو لسېزو، په ځانګړي ډول د ښځو او کوچنیانو درد او غم کېدای شي ختم شي. لطفا په غمناک تېر د بریالي کېدو او له همکاریو څخه د ډکې راتلونکې لپاره د شانګهای له ماهیت څخه استفاده وکړئ.

جمهوررئیس امام علي رحمان ته د شانګهای همکاریو سازمان راتلونکي ناستې د مشرۍ مبارکي وایم او د اوسنۍ ناستې د برابرولو د عالي همغږۍ په خاطر د جموررئیس پوتین مننه کوم.

مننه.