جمهوررئیس غني د امريکا د دفاع وزارت سرپرست سره خبرې وکړې

جمهوررئیس غني د امريکا د دفاع وزارت سرپرست سره خبرې وکړې

د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهوررئيس محمد اشرف غني نن ماښام د امريکا متحدو ايالتونو د ملي دفاع وزارت سرپرست کریسټوفر میلر سره ټليفوني خبرې وکړې.
په دې ټليفوني مکالمه کې چې د امريکا متحدو ايالتونو لوی درستيز جنرال ميلي هم حضور درلود، دواړو لوريو د افغانستان د اسلامي جمهوريت او امريکا متحدو ايالتونو ترمنځ پر اړيکو خبرې وکړې او د امريکا د دفاع وزارت سرپرست د افغان امنيتي او دفاعي ځواکونو د ملاتړ پر دوامداره کيفيت ټينګار وکړ او د سولې پروسې په اړه هم بحث وشو.