د استرالیا لومړي وزیر جمهوررئیس غني سره ټلیفوني خبرې وکړې

د استرالیا لومړي وزیر جمهوررئیس غني سره ټلیفوني خبرې وکړې

د استرالیا لومړي وزیر سکاټ موریسن نن له غرمې مخکې د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني سره ټلیفوني خبرې وکړې.

په دې ټلیفوني اړیکه کې د استرالیا لومړي وزیر په افغانستان کې د یو شمېر استرالیایي عسکرو د جنګي جرمونو په ارتکاب د تاسف څرګندولو ترڅنګ جمهوررئیس غني ته ډاډ ورکړ چې د هغوی څېړنې به په ښه توګه ترسره او عدالت تامین شي.

همدارنګه  د استرالیا د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت ته په دې اړه استول شوي لیک کې د افغانستان حکومت څخه د خپلو عسکرو د دغه ناوړه چلند بښنه غوښتې او د خپلو امنیتي ځواکونو په لیکو کې د اصلاحاتو راوړلو یادونه یې کړې.

په لیک کې راغلي، د دغه ناوړه چلند مرتکبینو څخه څېړنو څلور کاله دوام وکړ او استرالیا کاملا دا تعهد لري چې د دغو مرتکبینو د عدلي او قضايي تعقیب راپور به ژر  د یاد هیواد د عدلي او قضایي سیستم له لوري خپور شي.