د هیواد اوو وچو بندرونو او اقتصادي زونونو لپاره د ماسټرپلان جوړولو تړون لاسلیک شو

د هیواد اوو وچو بندرونو او اقتصادي زونونو لپاره د ماسټرپلان جوړولو تړون لاسلیک شو

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني په حضور کې نن مازیګر د هیواد د اوو وچو بندرونو او اقتصادي زونونو لپاره د ماسټر پلان جوړولو تړون له ساساکي شرکت سره لاسلیک شو.

په هغو مراسمو کې چې په همدې مناسبت د ارګ په چهارچنار ماڼۍ کې جوړ شوي وو او د جمهوري ریاست لومړي مرستیال امرالله صالح او د مالیې او ښارجوړولو او ځمکو وزارتونو سرپرست وزیرانو هم په کې حضور درلود، لومړی د پانګونې د اسانتیا واحد رئیس عطاالله نصیب د دې تړون د ارزښت په اړه وویل، افغانستان له وچې پورې تړلی هیواد دی، له همدې امله حکومت له ګاونډیو هیوادونو سره د سوداګرۍ او ټرانزیټ د پراختیا لپاره د وچو بندرونو پام وړ ظرفیتونو څخه استفاده کوي.

هغه زیاته کړه، دغه قرارداد نه یوازې په هر وچ بندر کې یو اقتصادي زون ته انکشاف ورکوي، بلکې د ځای، ادارې، کار او کسب، سوداګرۍ او ګمرک په ګډون په بندري ښارګوټوکې د اړوندو نورو عواملو د پلان جوړونې اسانتیاوې به هم رامنځته کړي.

عطاالله نصیب وویل، په یادو اقتصادي زونونو کې د تورخم بندر، غلام خان، سپین بولدک، اسلام قلعه، تورغونډۍ او زرنج شامل دي.

وروسته د ساساکي شرکت د ډيزاین برخې مسوول ډینیس پایپرز د یاد ماسټر پلان د تطبیق په اړه وویل، ساساکي ویاړي چې د افغانستان حکومت چې په راس کې یې جمهوررئیس دی، د ښارجوړولو او مختلفو نورو پروژو په برخه کې کار کوي.

هغه زیاته کړه، ساساکي د افغانستان د پنځو ښارونو د ستراتېژیک پلان تطبیق چې مزارشریف، هرات، کندهار، جلال اباد او خوست ښارونه په کې شاملېږي او اوس د هیواد د اوو وچو بندرونو او اقتصادي زون لپاره د ماسټر پلان په جوړولو کار کوي.

د ساساکي شرکت د ډيزاین برخې مسوول هیله وښوده چې دغه پروژې په بریالیتوب ترسره شي وې ویل، ګټه به یې نه یوازې د افغانستان اقتصاد، بلکې د دې هیواد خلکو ته ورسېږي.

وروسته د هیواد د اوو وچو بندرونو او اقتصادي زون لپاره د ماسټرپلان جوړولو تړون د مالیې او ښارجوړولو او ځمکو وزارتونو د نوماندانو او ساساکي شرکت له لوري لاسلیک شو.

جمهوررئیس په دې مراسمو کې پخپلو خبرو کې وویل، نن زموږ لپاره یوه مهمه ورځ ده چې څو کلیدي عناصر سره یو ځای کوي. هغه زیاته کړه، د دې ماسټر پلان په تطبیق کولو سره، د عوایدو سیستم د وړاندوینې وړ ګرځي او موږ د اسیا په څلورلارې د بدلېدو هدف ته رسېږو.

جمهوررئیس وویل، بندرونه د حکومت د عوایدو یوه اصلي منبع ده او پر ګمرکي تاسیساتو او وچو بندرونو پانګونه د پېرېدونکو او خصوصي برخې د رضایت ترلاسه کولو لامل کېږي.

جمهوررئیس څرګنده کړه، له ګاونډیو سره همغږي او انسجام یو مهم امر دی او حد اقل د خدمتونو وړاندې کولو لپاره باید ورته معیارونه او هغه وړتیا چې زموږ ګاونډیان یې لري، ولرو او دا د سوداګرۍ د اسانتیا لامل کېږي.

هغه په ټینګار وویل: زموږ اصلي موخه دا ده چې زموږ بندرونه او ګمرکي تاسیسات ۲۴ ساعته فعال وي او تګ راتګ په کې ترسره شي.

جمهوررئیس څرګنده کړه، ښاري پلانونه یو بل عنصر دی چې باید د ۲۱ پېړۍ له لیدلوري سره برابر شي او زموږ ډیزاینونه باید د ۲۱ پېړۍ د تاریخي ریښو او معیارونو ترکیب وي.

د هیواد جمهوررئیس وویل، د وچې پر بندرونو هر ډول پانګونه په ښارونو د کلیوالي خلکو د تجمع مخنیوي او همداراز د دندو پیدا کېدو لامل کېږي.

د هیواد جمهوررئیس څرګنده کړه، موږ ځمکې ته د عایداتي منبع نه، بلکې د تولیدي پانګې په سترګه ګورو چې وکولی شي خلکو او خصوصي برخې ته په واک کې ورکړل شي او ټول دا چې سره یو ځای کړو داسې اساس تشکیلوي چې ساساکي زموږ د شپږو ښارونو لپاره جوړ کړی دی.