جمهوررئیس غني او د قطر امیر ټیلفوني خبرې وکړې

جمهوررئیس غني او د قطر امیر ټیلفوني خبرې وکړې

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني نن ماښام د قطر امیر شیخ تمیم بن حمد الثاني سره ټلیفوني خبرې وکړې.

په دې ټلیفوني مکالمه کې، دواړو لوریو د افغانستان د سولې پروسې او د دواړو هیوادونو ترمنځ په مختلفو برخو کې د همکاریو د پراختیا په اړه بحث وکړ.