د جمهوررئیس غني په مشرۍ د ملي امنیت شورا غونډه جوړه شوه

د جمهوررئیس غني په مشرۍ د ملي امنیت شورا غونډه جوړه شوه

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني په مشرۍ د ملي امنیت شورا غونډه نن مازیګر په ارګ کې ترسره شوه.

 په پیل کې، د هیواد په عمومي امنیتي وضعیت بحث وشو او موظف امنیتي پلاوي د فراه ولایت د امنیتي وضعیت ارزولو په موخه د خپل وروستي سفر راپور وړاندې کړ وې ویل، په مرکز او شاوخوا سیمو کې د بشپړ امنیت د تامین، د اخاذي مخنیوي او فساد سره د مبارزې په موخه لازم اقدامات شوي او لا هم جریان لري.

په فراه ولایت کې د دولتي بنسټونو له لوري د اصلي هستې د ساتنې او مدیریت او د مافیا د نفوذ مخنیوي لپاره ملي دفاع وزارت ته د عاجلو اقداماتو لارښوونه وشوه.  

په غونډه کې د کندهار ولایت د پولیسو د ظرفیت زیاتولو او په امنیتي وضعیت کې د ښه والي لپاره کورنیو چارو وزارت ته دنده وسپارل شوه، ترڅو د دې ولایت د پولیسو په لیکو کې د اصلاحاتو بهیر چټک کړي.

همداراز غونډې د کابل پوهنتون تروریستي پېښې نیول شویو عاملینو ته د سختې سزا د تطبیق لپاره د هیواد عدلي او قضایي بنسټونو ته د هیواد د نافذه قوانینو په چوکاټ کې لازمې لارښوونې وکړې.#