د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهوررئيس محمد اشرف غني نن شپه د ناټو سازمان سرمنشي ینس سټولټنبرګ سره ټليفوني خبرې وکړې.
په دې ټليفوني مکالمه کې، په افغانستان کې د ناټو ماموريت او سولې پروسې په اړه بحث وشو.
ینس سټولټنبرګ وويل، ان په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو په کمېدو سره بين المللي ترورېزم سره مبارزه کې د افغانستان د امنيتي او دفاعي ځواکونو روزنې، مشورې ورکولو او مرستې ته دوام ورکوو.