جمهوررئیس غني او د پاکستان لومړي وزیر د دواړو هیوادونو ترمنځ د همکاریو او اړیکو پر پراختیا ټینګار وکړ

جمهوررئیس غني او د پاکستان لومړي وزیر د دواړو هیوادونو ترمنځ د همکاریو او اړیکو پر پراختیا ټینګار وکړ

د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهور رئیس محمد اشرف غني نن غرمه د پاکستان لومړي وزیر عمران خان سره چې د لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ کابل ته په رسمي سفر راغلی وو، وکتل.

د جمهوري ریاست ماڼۍ ته د پاکستان د لومړي وزیر له رسېدو، د تشریفاتو قطعې له معاینې او د دواړو هېوادونو د ملي سرودونو له غږولو وروسته یې د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني رسمي هرکلی وکړ.

وروسته، جمهوررئیس غني او د پاکستان لومړي وزیر عمران خان په بېلابېلو برخو کې د دوه اړخیزه همکاریو پر پراختیا بحث او خبرې وکړې.

ورپسې د هیواد جمهوررئیس او د پاکستان لومړي وزیر عمران خان په ګډه مطبوعاتي ناسته کې حضور وموند او د خپلو کتنو په اړه یې معلومات ورکړل.

جمهوررئیس غني د پاکستان لومړي وزیر او مل پلاوي ته د ښه راغلاست پر مهال وویل، تاسې په داسې وخت کې سفر کوئ چې په افغانستان کې تاوتریخوالی زیات شوی او دا سفر ټول افغانستان ته مهم او ارزښتمن پیغام رسوي.

هغه زیاته کړه: زموږ ګډه موخه دا ده چې په باور سره د راتلونکي پر لور ګام واخلو، ترڅو پر هغو بې باوریو چې موږ یې ښکار کړي یوو، برلاسي شو. د افغانستان او پاکستان د اړیکو پیاوړتیا لپاره ګډ لیدلوری نه یواځې د همکاریو د پیاوړتیا، بلکې د سیمه ییزو همکاریو او اتصال لپاره هم ځانګړی ارزښت لري.

جمهوررئیس وویل: د دواړو لوریو لپاره ګډ تمرکز الهام بښونکی دی، د بې وزلۍ لمنځه وړل او زموږ د ولسونو پیاوړتیا د دواړو اسلامي هیوادونو د اساسي قوانینو په چوکاټ کې دي.

جمهوررئیس غني وویل، پیغمبر (ص) ته احترام د هر مسلمان په وینه او زړه کې ځای لري او د یو مسلمان ښه او نېک چلند، د پیغمبر (ص) له سیرت څخه الهام اخیستی او زموږ ټولو لپاره لارښود دی.

هغه پر دې په ټینګار سره چې د مثبتو او منفي ازادیو ترمنځ باید توپیر وکړو وویل: پیغمبر (ص) ته احترام د نړۍ ټولو مسلمانانو ته د احترام په معنی دی.

د هیواد جمهوررئیس وویل، تاسو له زیاتو پیغامونو سره راغلي یاست، خو تر ټولو مهم پیغام دا دی چې د تاوتریخوالي زیاتوالی سم ځواب نه دی، بلکې زموږ د اساسي قانون د ارزښتونو په چوکاټ کې پایداره سولې لپاره یوه ټولیزه سیاسي هوکړه، راتلونکې تګلاره ده.

جمهوررئیس غني څرګنده کړه، سوله د افغانستان د ټولو خلکو غوښتنه ده او باید ټول پوه شو چې رغاونکی او هر اړخیز سیاست  غوره کول، راتلونکې ته لار پرانېزي. هغه همداراز وویل: د ویاړ ځای دی چې پاکستان ته د سفر په اړه ستاسو بلنه منم او په یوه مناسب فرصت کې به هغه هیواد ته درشم.

عمران خان پخپلو خبرو کې د جمهوررئیس له بلنې د مننې ترڅنګ وویل: خوښ یم چې تاریخي کابل وینم او دغه ښار د پاکستان خلکو لپاره له ډېر پخوا راهیسې په زړه پورې دی.

هغه زیاته کړه، زه په داسې حال کې راغلی یم چې په افغانستان کې تاوتریخوالی زیات شوی او غواړم تاسو ته ډاډ درکړم چې موږ د پاکستان حکومت او خلک یوه اندېښنه لرو او دا اندېښنه هماغه ده چې تاسو یې احساسوئ، د سولې ټینګښت لپاره احساس.

عمران خان وویل، د افغانستان خلک له څلورو لسیزو راهیسې له زیاتو دردونو سره مخ شوي او دغه هیواد سولې ته اړتیا لري او پاکستان لېواله دی چې په دې برخه کې خپل رول ولوبوي او زه غواړم ډاډ درکړم چې د تاوتریخوالي کمولو په برخه کې به پاکستان هغه څه چې په توان کې یې وي، مرسته وکړي.

د پاکستان لومړي وزیر څرګنده کړه، پاکستان په افغانستان کې د سولې ټینګښت ته ډېر لېواله دی او موږ هیله لرو چې د دواړو هیوادونو ترمنځ سوداګریزه او ترانزیټي همکاري پراخه شي.

هغه د خپلو خبرو په پای کې وویل، له دې سفر څخه زموږ ټوله موخه دا وه چې باور رامنځته، اړیکې پیاوړې او تاسو ته ډاډ درکړو چې ستاسو له توقع به زیات هغه څه ته چې اړتیا وي، همکاري وکړو.#