په افغانستان کې د یو شمېر استرالیایي پوځیانو د بدچلند په اړه د استرالیا دفاع وزارت د خپاره شوي راپور په هکله مطبوعاتي اعلامیه

ارګ، کابل: د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د هغه خپاره شوي راپور په اړه چې یو شمېر استرالیایي سرتېري په کې په افغانستان کې د خپل ماموریت پر مهال په بدچلند تورن شوي، د خپل ژور تاثر مراتب څرګندوي.

لکه څرنګه چې د استرالیا لومړي وزیر سکاټ موریسن تېره ورځ جمهوررئیس غني سره په ټلیفوني تماس کې د خواشینۍ څرګندولو پر مهال په یاده قضیه کې د عدالت د تامین او هړاړخیزو څېړنو ډاډ ورکړ، د افغانستان حکومت هم په دې اړه د یادو ژمنو د تحقق غوښتونکی دی.

د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د استرالیا دفاعي ځواکونو د ځانګړي پلټونکي راپور خپرول، د شفافیت د تامین په موخه دغه ډول قضیو ته د رسېدګۍ له قانوني پړاوونو څخه د ډاډ ترلاسه کولو په خاطر لازم اقدام بولي.

موږ د استرالیا پر عدلي او قضايي سیستمونو بشړ باور لرو او ډاډه یوو هغه استرالیایي سرتېري به چې په افغانستان کې په جنګي جرمونو مرتکب شوي، د دغه هیواد ترعدلي او قضایي څار لاندې راشي.

د بین المللي تړونونو او قوانینو پربنسټ د ملکي وګړو د سر خوندیتوب په جنګ کې د ټولو ښکیلو لوریو مسوولیت دی او د افغانستان دولت او متحدین یې هم د خپلو سرتېرو د اعمالو پر وړاندې مسوول دي.

د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د ملي او بین المللي قوانینو په رڼا کې د خپلو وګړو د عدالت د تحقق او مال او ځان ساتنې په برخه کې یو ځل بیا خپل تعهد اعلانوي او د حقونو پر خوندیتوب یې ټینګار کوي.