جمهوررئیس غني: زموږ تر ټولو مهمه اړتیا او لومړیتوب سوله ده او موږ باید د سولې پروسې ته نوې انرژي ورکړو

جمهوررئیس غني: زموږ تر ټولو مهمه اړتیا او لومړیتوب سوله ده او موږ باید د سولې پروسې ته نوې انرژي ورکړو

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني نن ماښام د افغانستان د سولې پروسې په اړه د ملګرو ملتونو سازمان د امنیت شورا ناسته کې د ویډیو کنفرانس له لارې ګډون او وینا وکړه.

په دې غونډه کې، لومړی د بهرنیو چارو وزارت سرپرست محمد حنیف اتمر خبرې وکړې وې ویل، د دې فورمول په چوکاټ کې لومړنۍ غونډه د ښځو او سولې پروسې په اړه وه او اوس هم د سولې پروسې په اړه بحث او خبرې کېږي.

هغه د ملګرو ملتونو امنیت شورا نویو غړو ته د بریالیتوب هیله وکړه وې ویل، افغانستان ستاسو په ملاتړ حساب کوي او تاسو هم کولی شئ زموږ پر ملاتړ حساب وکړئ.

حنیف اتمر د یوناما ماموریت د تمدید او له افغانستان څخه د ملګرو ملتونو امنیت شورا د ملاتړ قدرداني وکړه.

جمهوررئیس غني پخپلو خبرو کې د دې غونډې له جوړېدو د مننې ترڅنګ وویل، د افغانستان د سولې په اړه نننۍ غونډه د دې ښودونه کوي چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا سولې او ثبات ته د افغانستان د رسېدو لپاره پیاوړې ژمنتیا لري.

هغه زیاته کړه، نن نړیواله ټولنه هوکړې ته رسېدلې چې موږ یوې سیاسي حللارې ته د رسېدو لپاره خپل مطلوب هدف ته رسېدلي یوو.

جمهوررئیس د افغانستان د سولې په اړه د ملګرو ملتونو امنیت شورا پرېکړه لیکونه مهم وبلل وې ویل، دغه سازمان د افغانستان د خپلواکۍ، سیاسي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا په اړه خپله همېشنۍ ژمنتیا څرګنده کړې او ټینګار یې کړی چې په راتلونکو سیاسي پروسو کې د افغانانو حقوق پخپله د افغانانو له لوري تضمین شي.

جمهوررئیس وویل، د جګړې د پایته رسېدو، بیاادغام، سولې او پایداره ثبات، بشري حقونو ته د درناوي او له ټولو مهم دا چې افغانستان بیاد تروریستانو په خوندي پټنځای بدل نه شي، له افغانانو د ملاتړ لپاره ستاسو ژمنتیا مهمه ده.

جمهوررئیس غني همداراز له خپلواک، متحد او مقتدر افغانستان او د ترورېزم ګډ ګواښ سره د مبارزې په برخه کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو د ملاتړ یادونه وکړه.

هغه زیاته کړه، افغانستان له نړیوال ترورېزم سره د مبارزې په لومړۍ لیکه کې واقع دی، موږ د ترورېزم د ماتولو لپاره ګډه مبارزه کوو او هغه مهال سولې ته رسېږو چې د یو بل ترڅنګ ودرېږو.

جمهوررئیس غني په ملي بحث د سولې بدلولو لپاره د افغانستان دولت د هڅو له هغې ډلې د سولې مشورتي لویې جرګې جوړېدو او د ۴۰۰  طالب بندیانو د خلاصولو په اړه د لویې جرګې د تصمیم یادونه وکړه وې ویل، د افغانستان سولې پروسې څخه د ملګرو ملتونو امنیت شورا دوامداره ملاتړ کولی شي موږ د دې وړ وګرځوي چې یوه سیاسي حللاره ومومو.

جمهوررئیس غني دې ته په اشارې چې د سولې ټینګښت قېمت لري وویل، په دوحه کې زموږ مذاکراتي ټیم د سولې مذاکراتو ته ژمن دی. هغه زیاته کړه، د ملګرو ملتونو سازمان امنیت شورا له جګړې د خلاصون لپاره په تېرو دوو لسیزو کې د یو باثباته ملاتړي په توګه زموږ حمایت کړی او په دې برخه کې ستاسو د پاملرنې د دوام، هڅو، شفافیت او دوامداره پرېکړه لیکونو مننه کوم.

جمهوررئیس غني وویل، بین المللي ټولنه نن دې نتیجې ته رسېدلې چې افغانستان یوې سیاسي حللارې ته ورسېږي او د حاکمیت لرونکی، متحد او ولسواک هیواد وي چې خپلمنځي، سیمې او نړۍ سره سوله کې وي او د تېرو دوو لسیزو لاسته راوړنې وساتي او پراختیا ورکړای شي.

جمهوررئیس وویل، ستاسو د پرېکړه لیکونو دوام نه یوازې په حقوقو، ارزښتونو او اهدافو د تایید مهر وهي، بلکې یو چوکاټ مشخصوي چې یوازې مشروع دولت د افغانستان اسلامي  جمهوریت دی او اسلامي امارت د ملګرو ملتونو له لوري په رسمیت نه پېژندل کېږي او دغه سازمان د اسلامي امارت د بیارامنځته کېدو ملاتړ نه کوي.

جمهوررئیس وویل، موږ له ملګرو ملتونو غواړو چې د افغانستان له امنیتي او دفاعي ځواکونو خپل ملاتړ ته دوام ورکړي. هغه زیاته کړه چې زموږ تر ټولو مهمه اړتیا او لومړیتوب سوله ده او موږ باید د سولې پروسې ته نوې انرژي ورکړو، ځکه په دوحه کې په نامطلوب وضعیت کې قرار لري او تاسو په دې برخه کې کولی شئ عمده رول ولوبوئ.

جمهوررئیس په افغانستان کې د هغو پرمختګونو یادونه وکړه چې په مختلفو برخو کې ترسره شوي وې ویل، ۹۸ سلنه عملیات امنیتي او دفاعي ځواکونه په خپلواک ډول ترسره کوي، د پارلمان ۲۸ سلنه چوکۍ د ښځو په واک کې دي چې د امریکا پارلمان کې د ښځو له سلنې څخه زیاتې دي، ۵۳ سلنه صنعتي کارونه د ښځو له لوري پرمخ وړل کېږي، د ښوونځیو ۳۷ سلنه زده کوونکي نجونې دي، د ښځو د سواد سلنه په تېرو شلو کلونو کې دوه برابره شوې او هغوی په کابینه کې د وزیرانو او معینانو په توګه فعالیت لري او ورځ تر بلې یې شمېر د پولیسو او ملي اردو په لیکو کې زیاتېږي. هغه زیاته کړه چې د دغو پرمختګونو باوجود ګواښونه لا هم پخپل ځای پاتي او تاوتریخوالی دوام لري.

جمهوررئیس ټینګار وکړ چې زموږ عمده لومړیتوب سوله ده او له ملګرو ملتونو امنیت شورا څخه یې وغوښتل چې یو وار بیا په افغانستان د اوربند لپاره خپله غوښتنه وکړي، ترڅو د کرونا ویروس دویمې څپې سره د اغېزناکې مبارزې لپاره د غوره تیاري شرایط برابر شي.

جمهوررئیس غني څرګنده کړه، د یوې وسیلې په توګه د تعزیراتو تطبیق له طالبانو سره په مذاکراتو کې مهم دی او دغه تعزیرات یوازې هغه مهال اغېزناک واقع کېدای شي چې د سولې روان بهیر په میکانېزم کې هر بدلون د سولې پروسه کې د ملموس پرمختګ پر اساس وي.

هغه وویل، د ملګرو ملتونو امنیت شورا باید ترورېزم د یو ایکوسیستم په توګه ومني، نه د یو لړ منزوي سازمانونو په توګه او موږ له ترورېزم سره د مبارزې لپاره یوې ستراتېژۍ ته اړتیا لرو چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا یې ملاتړ وکړي.

جمهوررئیس محمد اشرف غني د خپلو خبرو په پای کې په نږدې راتلونکې کې د افغانستان په اړه د جینوا جوړېدونکي کنفرانس ته په اشارې چې پایلې به یې د هیواد د انکشاف او ځان بسیاینې پر راتلونکې اغېز ولري وویل، حکومت خپل حساب ورکول چټکوي او له بین المللي ټولنې سره خپلو اړیکو ته د بشري حقونو د پیاوړتیا په ګډون د ګډو لومړیتوبونو پر اساس دوام ورکوي.#