کابل ښار کې د نننیو تروریستي او راکټي بریدونو په اړه مطبوعاتي اعلامیه

ارګ، کابل: په خواشینۍ سره چې نن سهار د کابل ښار په دولسمه ناحیه کې د چاودنې او د ښار پر بېلابېلو برخو د راکټي بریدونو په پایله کې زموږ یو شمېر هیوادوال شهیدان او ټپیان شول.

جمهوررئیس د دغو تروریستي بریدونو د سخت غندلو پرمهال وویل، د نړیوال ترورېزم د ځپلو لپاره ګډې مبارزې او د ملګرو ملتونو امنیت شورا له لوريله ترورېزم سره د مبارزې ستراتېژۍ ملاتړ ته اړتیا ده.

د تروریزم ضد مبارزې ستراتیژۍ او د افغانستان سولې پروسې څخه د ملګرو ملتونو امنیت شورا دوامدار ملاتړ سیاسي حللارې ته د رسېدو لامل کېږي. په هیواد کې د روان تاوتریخوالي پام وړ کموالی او د دایمي اوربند منل هم سولې ته د ورنږدې کېدو چې زموږ تر ټولو مهمه اړتیا او لومړیتوب دی او هم د کرونا ویروس دویمې څپې سره د اغېزناکې مبارزې شرایط برابروي.

د هیواد جمهوررئیس مسوولینو ته د دغو بریدونو د عاملینو د موندلو او مجازات، د ټپیانو د درملنې او د شهیدانو کورنیو ته د رسیدګي په اړه د لارښوونو ترڅنګ د شهیدانو کورنیو ته د غمشریکۍ او خواخوږۍ مراتب څرګندوي او د خدای تعالی په دربار کې ټپیانو ته د بشپړې روغتیا او شهیدانو ته د فردوس جنت دعاکوي.