د کابینې لسو وزیرانو ته د ولسې جرګې د باور رای ورکولو په اړه مطبوعاتي اعلامیه

ارګ، کابل: د افغانستان اسلامي جمهوريت جمهوررئیس محمداشرف غني د کابینې لسو وزیرانو ته د ولسي جرګې د باور رای څخه چې په دې وروستیو کې ملي شورا ته د باور رای ترلاسه کولو په موخه معرفي شوي وو، مننه او قدردانی وکړه.

نن د ولسي جرګې غړو د حکومت لسو پیشنهادي وزیرانو، د بهرنیو چارو وزیر محمدحنیف اتمر، د مالیې وزیر عبدالهادي ارغندیوال، د ملي دفاع وزیر اسدالله خالد، دکورنیو چارو وزیر محمدمسعود اندرابي، د عدلیې وزیر فضل احمد معنوي، د معلوماتي ټکنالوژۍ او مخابراتو وزیرې معصومې خاوري، د لوړو زده کړو وزیر عباس بصیر، د کار او ټولنیزو چارو وزیر بشیراحمد تهینج، د حج ، ارشاد او اوقافو وزیر مولوي محمد قاسم حلیمي او د صنعت او سوداګرۍ وزیر نثار احمد غوریاني ته د باور رای ورکړه.

جمهوررئیس غني د اساسي قانون او د هیواد د نافذه قوانینو مطابق د ولسي جرګې غړو څخه چې د حکومت لسو پیشنهادي وزیرانو په تایید کې یې فعاله ونډه واخیسته، مننه وکړه.

د افغانستان اسلامي جمهوریت رئیس د کابینې نویو وزیرانو ته وطن او وطنوالو ته د خدمت په برخه کې د بریالیتوب هیله وکړه.