اداري فساد سره د مبارزې کمېسیون غړو د لوړې مراسم ترسره کړل

اداري فساد سره د مبارزې کمېسیون غړو د لوړې مراسم ترسره کړل

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمداشرف غني په حضور کې  اداري فساد سره د مبارزې کمېسیون غړو  نن له غرمې مخکې، د لوړې مراسم ترسره کړل.

په چهارچنار ماڼۍ کې په دې مناسبت جوړو شویو مراسمو کې، د جمهوررئیس دویم مرستیال استاد سرور دانش، د ملي شورا د ولسي جرګې رئیس میررحمان رحماني او د مشرانو جرګې رئیس فضل الهادي مسلمیار، قاضي القضات او د سترې محکمې رئیس سیدیوسف حلیم او د کابینې یو شمېر غړو هم حضور درلود.

په پیل کې د جمهوري ریاست د چارو ادارې لوی رئیس ډاکټر فضل محمود فضلي  اداري فساد سره د مبارزې کمېسیون غړو د غوراوي او د یاد کمېسیون د فعالیت پیلولو په اړه د جمهوررئیس فرمان ولوست. د فرمان په اساس ټول وزارتونه او دولتي ادارې اداري فساد سره د مبارزې کمېسیون د کار پیلولو لپاره د یاد کمېسیون د تدارک او اړتیاوو رفع کولو په موخه په هراړخیزه همکارۍ مکلفې دي.

ورپسې همایون حامد، مریم زرمتۍ او عبدالقیوم نظامي د شپږو کالو او سیدمحمدهاشمي او فرخ لقا د درې کالو لپاره اداري فساد سره د مبارزې کمېسیون د غړیو په توګه د وفادارۍ لوړه وکړه.

جمهوررئیس دغو مراسمو ته په وینا کې اداري فساد سره د مبارزې کمېسیون غړیو ته د مبارکۍ ترڅنګ د بریاوو هیله وکړه او وې ویل، نن له اداري فساد سره د مبارزې په برخه کې یو مهم ګام چې د کمېسیون ایجاد، د غړیو ټاکل او اداري فساد سره د مبارزې قانون تطبیق دی، اخیستل کېږي.

جمهوررئیس د یاد کمېسیون غړو ته په خطاب کې وویل، ستاسو ټاکلې دندې یو دروند بار دی چې له  واضح اولویت بندي او  تصمیم نیولو مه واره نشي ترسره کېدای. لومړۍ دنده مو اولویت بندي ده چې د زماني جدول په چوکاټ کې کومه دنده څه وخت اجرا کوئ.

 جمهوررئیس غني وویل، د قانون مطابق په یوه ربعه کې لومړی راپور ملي شورا، د افغانستان خلکو او جمهوري ریاست ته ورکوئ او په دې برخه کې باید وضاحت موجود وي. هغه زیاته کړه، د شتمنیو د ثبت د مسوولینو په توګه باید نن خپلې شتمنۍ ثبت او خپرې کړئ.

د هیواد جمهوررئیس وویل، په اساسي توګه باید د څارنې سیستم ایجاد کړئ چې کوم موډل انتخابوئ او تطبیقوئ، ترڅو د افغانستان خلک پوه شي چې څارنه په کوم ډول ترسره کېږي. هغه زیاته کړه، د اطلاع ورکولو مرکزي مرکز  ایجاد ستاسو کار دی او  هرڅوک چې د فساد په برخه کې معلومات شریکوي، د هغوی ژوند او حیثیت باید خوندي شي.

جمهوررئیس غني وویل، د خپلو قانوني دندو د ښه ترسره کولو لپاره باید ټول اداري امکانات ولرئ او ملي شورا دې د مالیې وزارت له طرحې د کمېسیون په بودجه کې تعدیل ومني او واضح اړتیا ده چې ژر تر ژره د بودجې چوکاټ ولرئ. د سترې محکمې غوندې د حکومت په مشوره خپله بودجه برابروئ او امکاناتو ته په کتو به بودجه محدوده وي.

جمهوررئیس اداري فساد سره د مبارزې کمېسیون غړو ته په وینا کې وویل، ستاسو امتیازات او معاشونه به خاص نه وي او له تشکیلاتي پړسوب څخه هم ډډه وکړئ. تقاضا باید واقع بینانه او د استطاعت وړ وي او راتلونکې بودجه ستاسو په کړنو پورې اړه لري او کارونه باید منسجم وي.  

محمداشرف غني اداري فساد سره د مبارزې کمېسیون غړیو ته په خطاب کې وویل، هیله ده چې د افغانستان د خلکو هیلې پوره کړئ.  هرچېرې چې فساد وي باید ښکاره او خلکو ته تشریح شي او د جمهوري ریاست په ملاتړ مطلق اعتماد ولرئ.

جمهوررئیس د خپلې وینا په پای کې په ټینګار سره وویل، د قانون تطبیق کلیدي او هیڅوک تر قانون فوق نه دی. فساد سره مبارزه زموږ د راتلونکي په موخه ده. له ځوانې ټولنې سره چې له فساد څخه ځورېږي سروکار لرئ او په دې برخه کې ستاسو اقدامات به په مراتبو د ملت او دولت د نږدې کېدو لامل شي. #